شنبه، ۲۰ نوامبر ۲۰۱۰


اسدالله زمری


 

؟

له افغانه پرته څوک دي په دنیا کې؟

چې ګلونه ورته بوټي کې اغزي شي

چې خپل ورور یی د ناموس او د سر غل شي

چې لیوان ورته د دوه پښو سړي شي

د دنیا او آخرت پای به یی څه وي؟

چې امام یی د پنځو ورځو چڼي شي

چې له فقره خپله خور او بچي پلوري

د هغه کاله به څنګه څوک حاجي شي؟

چې ویریږي د قرآن له حقیقته

ړوند او کوڼ یی هم مفتي او هم قاضي شی

چې ټول وژني څو قدرت شي ده ته پاتې

لعنتونه دې په دې دموکراسي شي

د جهاد(!) ثواب یی ورکړ په فساد کې

ورک دې دا رنګه رهبر او جهادي شي

د ماڼۍ خوا کې یی خلک مري له یخه

ظالمان چې واکداران د زنده ګي شي

د دنیا په خزانو چې څوک موړ نه شي

ډک به  کله یی کچکول د ګدایی شي

 

۲۰۰۹/۲/۹

HSK

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org