مسوولیت مطالب نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

 

مطالب نشر شده در «دیدگاه ها» بیانگر دیدگاه «اصالت» نمیباشد.

 

تاریخ ارسال به «اصالت»

شنبه، ۲۶ سپتمبر ۲۰۰۹

 

د شهید ډاکتر نجیب الله د شهادت د دیارلسم تلین په یاد

د تلی د میاشتی ۵ نیټه چه د میلادی کال د سیپتمبر د ۲۷ نیټی سره سمون لری، دافغانستان د مخکنی ولسمشر، د وطن د ګوند لمړی منشی او د افغانستان د ملی شخصیت شهید ډاکتر نجیب الله او د هغه د مهربانه ورور شهید احمدزی د شهادت ورځ ده، دغه ورځ د افغانستان په تاریخ او د ټولو افغانانو په زړونو کی د همیشه لپاره یوه نه هیریدونکی ورځ ده او تل به د تاریخ او ګردو افغانانو په یاد وی، دا هغه ورځ ده چه شهید ډاکتر نجیب الله خپل ځان د افغانستان د یووالی او ملی وحدت په خاطر قربانی کړی او هغه خپل شعار چه همیشه به یی ویل چی "سر ورکوم خو سنګر نه ور کوم" او یا دا چی ویل یی "یا وطن و یا کفن" د عمل په ډګر کی پیاده کړ.

شهید ډاکتر نجیب الله زمونږ د افغانی ټولنی یو مترقی، پوه، دلاور، غښتلی، با استعداده او با ابتکاره رهبر وو په خپل ځان او په افغانستان کی یی په مختلفو قومونو او نژادونو باندی پوره باور او اعتماد درلود او د هغو و مشورو ته یی د قدر په سترګو کتل، شهید ډاکتر نجیب الله ته د افغانستان په ډیرو سختو او پیچلو شرایطو کی د افغانستان د چارو مسوولیت ور په غاړی شو چه په هر لحاظ د اندیښنو څخه ډک وو او بل هیڅڅوک په داسی خرابو شرایطو کی حاضر نه وو چه دغه درنده مسوولیت په غاړه واخلی آن تر دی چه د افغانستان خارجی او داخلی دوستانو هم په افغانستان کی و پیروزی ته د شک په سترګو کتل او دشمنانو یی د پیروزی شپی او ورځی شمارلی او په دی فکر کی ول چه که نن وی او یا سبا افغانستان به د پاکستان په یوه بله صوبه بدلیږی. ولی شهید ډاکتر نجیب الله د لوی خدای(ج) په توکل او د افغانستان د خلګو او خپلو ملګرو په کمک او همکاری وکولای شو چه د افغانستان و کشالی او معضلی ته د حل یوه مناسبه او معقوله لاره پیدا کړی، شهید ډاکتر نجیب الله داسی یوه اسلامی، افغانی او ټولو خواوو ته د قبول وړ لاره پیدا کړه چه هغه د ملی روغی جوړی او د افغانانو تر منځ د پخلایني لاره وو.

د شهید ډاکتر نجیب الله د ملی روغی جوړی سیاست او تګ لاره داسی یوه لاره ده چه تر اوسه پوری لا هم بدون له دغی لاری څخه بله کومه داسی معادله لاره د افغانستان د کشالی د حل لپاره نه ده پیدا شوی او نه به هم په آینده کی څوک وتوانیږی چه بله داسی لاره پیدا کړی، د افغانستان فعلی وضع په هر لحاظ د جدی تشویش او لوی خطر سره مخامخه ده، د بن د کنفرانس څخه داده پوره اته کاله تیریږی د جهان څه د پاسه ۴۰ ستر ملکونه د ناټو د پيمان په مستقیمه همکاری د افغانستان د دولت په ګډون د سر درګومی او سر ګردانی په حال کی دی او د حل لاره د یو څو ډیرو محدودو مخالفینو په مقابل ځنی ورکه ده او وارخطا معلومیږی یوه ورځ د مذاکری ناری وهی او بله ورځ د جنګ په دوام باندی ټینګار کوې او نشی کولای چه د حل یو مناسبه لاره پیدا کړی، د پیښو د مسوولیت او ناکامیوو بار په یوه او بل باندی اچوی، په هره میاشت کی امریکا او متحدین یی د افغانستان لپاره نوی تګ لاره او ستراتیژی جوړه وی په اصطلاح "یو سر نه شی خریلای سل نور خشته کوې".

که څه هم دوی ټول یعنی افغانی رهبران او خارجی متحدین یی په عمل کی اوس دی نتیجی ته رسیدلی دی چه د ډاکتر نجیب الله د وخت د ملی روغی جوړی سیاست او تګ لاره د افغانستان لپاره د حل مناسبه او سنجیده لاره ده ولی د هغه تعصب او کرکی په وجه چه د دموکراسی، اجتماعی عدالت، ترقی، بشری حقوقو او د ډاکتر نجیب الله او د هغه د رژیم سره یی پخوا درلوده په ښکاره اعتراف نشی کولای او همیشه په خپلو خبرو کی د کنایو او تشبهاتو څخه استفاده کوی او بعضی معادلی جملی استعمالوی لکه "اجماع ملی"، "کمیسیون صلح"، "جرګه های قومی" او نور، ولی د افغانستان و عامو خلګو ته اوس په اثبات ورسیدله چه د افغانستان د معضلی د حل لاره هم هغه د شهید ډاکتر نجیب الله د وخت د ملی روغی جوړی سیاست او د ملګرو میلتونو پنځه فقره یی پلان ده او بل کوم هیڅ سیاست او ستراتیژی د تطبیق وړ نه ده .شهید ډاکتر نجیب الله به همیشه په دی ټینګار کاوه او د خپلو څرګنده ونو په ترڅ کی به یی د افغانستان خلګو او مخالفینو ته ویل چه د پردیو په زور او مټو و افغانستان ته سوله راتلای نشی او ویل به یی چی سوله او امنیت یوازی د افغانانو تر منځ د اتحاد او اتفاق په صورت کی راتلای شی، همدغه وجه وه چی شهید ډاکتر نجیب الله همیشه تلاش کاوه تر څو د ملی روغی جوړی د سیا ست او تګ لاری په بنیاد مخالفین و سولی ته را دعوت کړی او د شوروی اتحاد د فوځی قطعاتو بیرته تګ زمینه له افغانستان څخه و خپل هیواد ته مساعده او برابره کړی لکه چه دغه ابتکار یی وهم کړې او په دغه لاره کی یی د هیچا څخه د څښتن تعالی په توکل بیره نه درلوده او په دغه پیروزی کی د ځان د قربانی تر سرحده مخ ته ولاړی او د افغانستان دښمنانو ته یی خپل ځان د دار تر حلقی پوری تسلیم نکړ، په داسی حال کی چه د سهار لمونځ یی د قرآن پاک د تلاوت سره چه همیشه یی دا عبادت او تلاوت عادت وو سرته رسولی وو په ډیره بی رحمانه او مظلومانه شکل یې د شهادت لوړ مقام د خپل وفاداره ورور سره يو ځای په نصیب شو، روح دی شاد وی دښمنان دی د همیشه لپاره سر ټیټی او خجله وی و فامیل او باز مانده ګانو ته یی د جمیل صبر غوښتنه د همیش لپاره کوم. او د داسی ورځی په هیله او آرزو یم چه د شهید ډاکتر نجیب الله ستر آرمان چه هغه په ګران افغانستان کی د سولی او امنیت راتګ وو ډیر ژر عملی شی. او د عمل جامه واغوندې او دښمنان یی ډیر ژر رسوا شی .

د شهید ډاکتر نجیب الله د شهادت پلان د یوه او یا څو نفرو له لوری په عاجله توګه نه دی عملی شوی بلکی په دی باب لا ډیر د پخوا څخه ډیر وسیع پلان د افغانستان د څخه د باندی د وطن او آزادی د دښمنانو تر لاس لاندی قرار درلود و دا د یوه مملکت د استخباراتو پلان هم نه وو بلکی د څو مملکتونو تر منځ مشترک کوردینه سوی پلان وو چه د افغانانو په لباس کی بالاخره تر سره شو، دا چی ویل کیږی دا پلان د "طالبانو" له لوری عملی شوی دی دا له حقیقت او واقیعت څخه ډیری لیری خبری دی په دی خاطر چه د پلان اصلی تطبیق کوونکی خپل ځانونه پټ کړی د مسوولیت پیټی په "طالبانو" باندی اچوی او په "طالبانو" باندی په زور تحمیل شو، د "طالبانو" هیڅ مشر په هغه وخت کی چه د شهید ډاکتر نجیب الله د شهادت پلان عملی کیدی لا و کابل ته نه وو را رسیدلی، یوازی د "طالبانو" مشر او عمده قومندان "ملا بور جان اخند" وو چه غوښتل یی په بیړه ځان له جلال آباد څخه و کابل ته را ورسوی په نیمه لاره کی په ډیره مرموزه توګه هغه هم شهید شو، دا چه په دی ورستیو دوو کالو کی یو کتاب د ښاغلی رزاق مامون له لوری چاپ او نشر شوی دی او په هغه کی د ډاکتر صاحب نجیب الله د شهادت په باب ځینی معلومات وړاندی شوی دی که چیری دا کتاب چا لوستلی وی سړی دا نتیجه تر لاسه کولای شی چه دا ټول شفاهی او یا تحریری معلومات او تبصری دی، هلته صحی، مکمل او موثق اسناد او شواهد نشته چه د سړی یقین او اعتماد حاصل شی، ټولی ما ویلی او تا ویلی خبری او تبصری دی، د هیچا د سترګو لیدلی حال نه تر سترګو کیږی، که سړی ښه متوجه شی او یا دا کتاب دقیق ولولی د داسی جملو او خبرو څخه استفاده شوی ده لکه چه د کتاب لیکونکی تلاش کوی د وطن ګوند د فعالینو تر منځ و نورو اختلافاتو ته لمن وهی خصوصا د وطن ګوند د مشرانو تر منځ او غواړی نور یی هم په مختلفو ډلو او ګروپو سره وویشي او د یوه او بل په مقابل کی یی استعمال کړی. او په هغه چا باندی چه د ډاکتر صاحب نجیب الله د شهادت تور لګول شوی دی هغه په یوازی توګه د دی توانایی او طاقت نه درلود چه ده او یا دی د هغه ملګرو دا د تاریخ دغه لوی جنایت ته زړه ښه کړی وی، د دی کتاب ځینی لیکنی فقط او فقط زما په نظر د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د اعضاوو تر منځ و نورو ژورو اختلافاتو ته لمن وهل دي.

د هری ورځی په تیریدو د شهید ډاکتر نجیب الله نیک نوم او شهرت د خلګو په زړونو کی لاره پیدا کوی آن د هغه چا په زړونو کی چه د شهید ډاکتر نجیب الله په ضد یی د پردیو په لمسون مقاومت کاوه او نن ورځ هغوی په دی حقیقت او اشتباه ډیر ښه پوه شوی دی چه د ډاکتر نجیب الله هلی ځلی په افغانستان کی د سولی او امنیت لپاره د ستاینی او قدر وړ وی، که بعضی محدود افراد او اشخاص خصوصا د افغانستان څخه د باندی په تلویزیونو او شخصی محفلونو کی د شهید ډاکتر نجیب الله په ضد د تبلیغاتو څخه لاس نه اخلی دوه عمده علتونه لری، اول دا چه دغه تبلیغات اوس د دی ډلی خلګو عمل او کار ګرځیدلی دې او که دا عمل قطع کی روحی او روانی تکلیف ورته پیدا کیږې دوی نه یوازی په ډاکتر نجیب الله پسې او یا د هغه په ګوند پسې بلکی د یو زیاد تعداد افغانانو په ضد تبلیغات کوي هغوی نه "پیر" پریږدی او نه هم "ملا" هغوی د مجددی، پیر سید احمد گیلانی، کرزی، خلیلزاد، ظاهر خان، داود خان، ستار سیرت، اشرف غنی احمد زی، کریم خلیلی، احسان الله بیات او نور هم په آرامه نه دی پری یښی، برعلاوه تر دی هغوی په خپل منځ کی هم د یوه او بل په ضد ناوړه تبلیغات کوی. دویم: دغه ډله چه اوس په خارجی ملکونو کی اوسیږی د دوی د پناهنده ګی یا مهاجرت کیسونه د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند او یا د وطن ګوند په ضد د مهاجرینو و خارجی دفترونو ته ورکړی دی، او د هغه په اساس قبول شوی دی دوی لکه نبیل غمګین مسکنیار، حسن امیری، شکیب علومی، خطاب، عباسی او نور مجبور دی د خپلو کیسونو مطابق خبری او تبلیغات وکړی او د شهید ډاکتر نجیب الله او د هغه د ګوند په ضد ناوړه تبلیغات وکړی او که دا کار و نه کړی دوی ته به په امریکا اروپا کی د تلویزیونی خپرونو اجازه هم څوک ور نه کړی او تل په شانی به د همیشه لپاره بیکاره او بی روزګاره د سړکونو په سر ګرځې او بیا به د نیکټایی د تړلو او د لباس د نمایش موقع هم پیدا نه کړی دوی لپاره اوس دغه تبلیغات ښه تجارت ګرځیدلی دی. ولی د افغانستان خلګ اوس دغه تخریب کاره ډله ډیره ښه پیژنی او د هغوی په تبلیغاتو باندی به هیڅکله هم باور او اعتماد و نه کړی.

راځی چه د شهید ډاکتر نجیب الله د شهادت د ۱۳ تلین په خاطر ټول اختلافات یوی خواته پریږدو او په دی باندی فکر وکړو چه څرنګه کولای شو چه یوه او بل ته دوستی او وروری لاسونه ورکړو او یو او بل په غیږ کی ونیسو، په ګران افغانستان کی د آزادی او عدالت د لاری د ټولو شهیدانو و آرمان ته چه هغه سوله او امنیت دی خدمت وکړو، زمونږ کامیابی او پیروزی د یوه او بل په ضد په لیکلو او ویلو کی نه ده، بلکی برعکس زمونږ کامیابی او برې په خپل منځ او د ټولو افغانانو سره د اتحاد او اتفاق په صورت کی انشاالله حتمی او ضروری ده، دا څو کاله کیږی چه زمونږ یو تعداد دوستان په خپل منځ کی د یوه او بل په ضد لیکنی او د حقیقت څخه لیری ناوړه تبلیغات کوی، تاسی د خپل ځان سره قضاوت وکړی چه دی کار کومه نتیجه ورکړی ده بیله دی څخه چه خپل ځان د دښمنانو په مقابل کی ضعییف او ناتوانه معرفی کړو، نه مو کوم خاص لوی او غشتلی ګوند جوړ کړی او نه مو وکولای شوای خاوری او وطن ته خدمت وکړو، هر یو جلا جلا د دنیا په یوه او بل کنج کی له ځان سره اخته یو او نورو ته سترګی په لار یو چه زمونږ دا خراب شوی افغانستان چه مونږ افغانانو په خپل لاس خراب کړی دی دوی را ته ګل او ګلزار او جوړ کړی.

که زمونږ د لاسه څه نور پوره نه دی، هلته په داخل په ګران افغانستان کی اکثریت د "وطن ګوند" او "د افغانستان د خلق دموکراتیک گوند" غړی او دګرانو شهیدانو باز مانده ګان شته چه د آزادی او دموکراسی چیغه یی د افغانستان په نا امنه شرایطو کی پورته کړی ده له هغوی سره کمک وکړو او خپل آواز له هغوی سره هم آهنګ اوچت کړو، مونږ جنایت او کوم خیانت نه دی کړی چه ځانونه پټ کړو، مونږ غواړو چه جنایت کاران ولو دا هر څوک او په هر حزب او ګروپ پوری ارتباط لری باید د محکمی میز ته را کش شی او د بیګناه خلګو حقوق ورځنی واخستل شی او د بدو اعمالو جزا ور کړه شی .

په آخر کی وایم چی: د شهید ډاکتر نجیب الله او د وطن د آزادی د لاری د ګردو شهیدانو روح دی د تل لپاره شاد وی او د هغوی د کورنیو پاتی غړو ته د جمیل صبر غواړم. پاي،

 رحمت الله روان