عــبدالهـــادی آبـدیـــده

 




تاریخ جاودانگی: یکشنبه، ۲۳ می ۲۰۲۱ مطابق ۲ جوزای ۱۴۰۰



فــضـلی صاحب ډیر درند شخصیت وو، خو د ابدي کیدو غم یې هم هغسي دروند دی. نوموړی دمضبوطی ارادې او په کارونو کی د نوښت درلودونکې وو، په تصمیم نیونه کي یې ځانګړی قاطعیت او مهارت درلود، په عملي ډګر کي یې جوړه نه لرله، د مهربانی، صمیمیت، لوریینې نه هیریدونکې زړه سواند سړی وو، هره مشوره یې د عمل رهنمود وو. د جد وجهد د کاروان د ډیرو مخکښو لارویانو نه یې د معنوی پانګی پله درنه وه، مطالعه یې ژوره، معلومات یې ډیر او عمل یې خلاق وو. فضلی صاحب په خپل ځان د پیاوړی اعتماد او باور درلودونکي شخصیت وو، نوموړی د تیروتنی او ماتي نه ډار نه درلود، ځکه ده د ډیرو سختیو او کړاوونو مزل وهلۍ وو، د نوموړی کار منظم او هڅه یې همیشنۍ وه. دا ډول خلک د انسانیت غوره پانګه بلل کیږي. متاسفانه چی نور دغه پانګه په ناڅاپي توګه د ابدیت په لوري و خوځیده.

اروا ښاد فضلی صاحب خپل ټول عمر خپله ټوله ځواني د وطن او وطنیت، افغان او افغانیت د ترقی او پیشرفت، سولي او امن د را وستو په لاره کی وقف کړي وه.

 فضلی صاحب ډیر مهربانه، ډیر مینه ناک زړه سواند، او صبر کوونکۍ سړی وو، تر ټولو لوی کریکټر د ده سپیڅلتوب او پاکي وه. د نوموړي ټولو ملګرو دوستانو، بلخصوص محترم عبدالقدیر فضلی، محترم عبدالقادر فضلی، دوکتور صاحب انعام، محترم ولی محمد زیارمل، محترم محمد انور ایثار او ټولی درنې کورنۍ ته یې تسلیت وایو. يو ځل بیا زه او زما ټوله کورنۍ په دغه ستر غم کی ځان شریک بولی.

روح یې ښاده، یاد یی تل پاته اوسه!

درنښت،

 
عــبدالهـــادی آبـدیـــده
 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org