د بانو مجلې لنډه پېژندنه:

د بانو مجله یوه چاپی خپرونه ده چې د مېرمنو لپاره په فرهنګي، هنري او سیاسي برخو کې نوی او په زړه پورې مطالب انتخاب؛ او چاپ ته سپاري چې په نورو رسنیو کې ډېر کم تر سترګو کېږي.

بانو مجله د دغې مجلې د مسوؤل مدېری ناهید صدیق علومی له خوا د هالند په هېواد کې ترتیب او تهیه او له هغې وروسته د اتریش په هېواد کې د دغې مجلې د مؤسس او د امتیاز خاوند غوث الدین میر په هڅو چاپ او د ټولې اروپا سربېره د نړی مختلفو هېوادونو ته لکه: امریکا، کانادا، استرالیا او د ګران هېواد په داخل کې خپلو مینه والو ته ویشل کېږی.

د بانو مجله چې په هر فصل کې یو ځل د چاپ په ګڼه سمبالېږی، د افغانستان د میرمنو د حقوقي او تحلیلي مطالبو څخه علاوه، د مېرمنو په وړاندې د تاو تریخوالي پيژندل، مخنیوی او د لازمو کړنو تر سره کول، په همدې توګه صحت او روغتیا، ښځه او ښکلا، واړه او ځوانان، ښځه او لیکوالي، شعر او آدب، ښځه او ټولنه، ښځه او پژوهش، پخلۍ، طنز، ټوکې یوه کړکی او زر خبری، د فعاله او مخکښو میرمنو پېژندنه او معرفت، د اکاډمیکو اشخاصو تجربی او د فکر خپرونه، او په همدې ډول ډېر نور په زړه پوری او مربوط موضوعات افغانی او نړیوالو میرمنو ته منعکسوی.

د بانو خپریدنه د یو شمېر فعاله او با احساسه افغانی میرمنو له خوا د نړۍ له مختلفو هېوادونو لکه: اتریش، هالند، ډنمارک، المان، بلجیم، روسیه، ناروۍ، سویډن، امریکا او د ګرآن هېواد په داخل کې په رضاکارانه ډول پر مخ وړل کېږی.

دغه تحلیلي، خبري، فرهنګي او اجتماعي رسنۍ په زړه پورې او د پام وړ لاسته راوړنې لري، چې تر ټولو مهم یې د میرمنو د احساساتو، ارادو او کوښښونو، تعقیب او راټولنه یادولی شو.

دغه ټولې هڅې او لاسته راوړنې دي چې ورځ تر بلې دغه علمي مجله د ملي او نړیوالو معیارونو په لور پر مخ درومي.

د یادونی وړ ده چې د بانو مهالنۍ خپرونه د هغو محدودو رسنیو له جملې څخه ده چې د خبرو او ویلو لپاره ډېر څه پکې تر سترګو کېږي، له همدې امله ورته د کتونکو پاملرنه مخ په زیاتیدو ده.

اوس د بانو مجلې په اولسم پسرلی کې قرار لرو، څلوېښتمه ګڼه یې تازه د مینه والو په لاسونو کې ده، او یوڅلويښتمه ګڼه یې د ۲۰۱۷ م کال د لومړی فصل لپاره د کار لاندی ده او ډېر ژر به د لوستونکو د پام وړ وګرځي.

په درناوی

ناهيـد صديق علومی

د بانو د مجلی مسوؤل مديره

 

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org