سه شنبه، ۳۰ اگست ۲۰۱۱

 

اختر راغی

ما ویل څه کړم دا بی کوره اختر

دغه بی پلاره او بي موره اختر

نه می ډوډۍ شته نه مي نوی جامي

دا تږی اوږی او بي اوره اختر

اختر هغه دي چي خوښی ولری

په خوله خندا، په زړه مستی ولري

د میني شور او ولولی ولری

سری د احساس سر کي لمبی ولري

زه له اختره هیڅ خبر نلرم

د اختر فکر هیڅ په سر نلرم

زه د ساړه ژمی د اور په فکر

په پښو بوټ په سر څادر نلرم

داسی اختر به ماته ښه اختر وي

بی کوره اوره به دا ښه اختر وي

چه په زخمي زړه مي دردونه بار کړي

ښه به وی دا چه ما ته نه اختر وي؟

اختر زما، نه مرور اختر دی

د غریبانو بي خبر اختر دی

زمونږ د کور او کلی نه تیریږی

دا د پول دار او معتبر اختر دی

د زوره ورو او خود سرو اختر

دا د ایرو او د ډالرو اختر

زما غریب «مختار» به څه اختر وي

د غریبانو کور کي نه اختر وي

تر تیب کوونکی انجینر محمود صافی

 

 

  

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org