سه شنبه، ۱۶ نومبر ۲۰۱۰


 

    اختر

 

اختره ته خو راغلی منم

خو زمونږ کورو کی نه یی

دلته وینی دی تویږی

د نکریځو په ځای لاس پری سره کیږی

پرون په سپین کفن کی، اوس مو ناوی په سرو کالیو کی وژل کیږی

او ته وایی نن اختر دی

او خوشحالی د هر یو کور

څنګه ووایم اختر دی

چه خپل ورور می مرور دی

ځه ورځه ګرانه اختره

د شیرپور دنګو کورو ته

کوم چه په وینو آباد شوی

په هیروئینو ډیزاین شوی

نو ووایه اختره په خیمو او په بانډو کی اختر شته؟

پرون پسونه په دی ورځ حلالیدل

نن ځلمی می قربانیږی

هر شیبه او هر ساعت می پلار می وژنی او کور مو تباه کیږی

او ته وایی چه اختر یم

لاړ شه لاړ شه مونږه پریږده خپل ویر ته

که اختر وی ته پرون یو عنعنه وی

د مذهب یو نشانه وی

په ریښتیا به ټول خوشحال وو

که پولدار که یتیمان وو

نن خبر یی چه کلتور می بدلوی

له آسمانه او له ځمکی راکټونه اوروی

او ته وایی چه اختر یم

اختره! منم چه ته اختر یی

او که ووایم چه نه یی

دا د دین ټیکه داران به می سنګسار کړی

او د درواغو په فتوا به می په دار کړی

وګوره اختره زمونږ کلی کی غوغا ده

شور ده مرګ ده او ژړا ده

د لیونی په شان پوښتنه کړم له ځانه

چه نن اختر دی؟

دا ګنګی ژبه می وایی، غلی کینه اختر نشته

جنازی دی چه باریږی تورو خاورو لاندی کیږی

او ته وایی چه اختر دی

د اختر پوښتنه مکړه

اجل هم دلته بدلیږی بی کفنه کډی کیږی

په یو قبر په سل هاوو دفن کیږی

که ډیر را نه پوښتی راته لږ غوږ شه

که اختر دی د څو زرو په کورو کی

د شیرچور دنګو کورو کی

د غریبو څه اختر وی

بیګنا می پلار او ورور اوس وژل کیږی

راته ووایه اختره نن اختر دی که محشر دی؟

       

        ز. ش.

 

 

*  *  *

 

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org