یکشنبه، ۲۲ اگست ۲۰۱۰
|
اسدالله زمری د ۱۲۹۸ کال د اسد د ۲۸ نیټې د ګران هیواد د آزادۍ د اعلان د ورځې او د مسعود د مرګ یعنې د رژیم د «روز شهدا» د لمانځلو د محکومولو په مناسبت. |
|
|
آزادي |
|
| ته کلونو او قرنونو ترڅ کې |
د هر محکوم د زړه لمړی آرمان یې |
| ته یې مرام د استبدا د بندي | د اسیرانو د هر درد درمان یې |
|
د طبعیت نه د انسان لپاره |
یوه خوږه او بې بها تحفه یې |
| ته د هر چا د پاره لویه آرزو | په ښو صفاتو لکه فرشته یې |
| خو چې د څوانسان نما وحشیانو | د شومو هیلو د یو کنیزه کړلې |
| د تا پر تخت تور اسارت دیره شو | ته یې د پلید مرام سریزه کړلې |
| چې تا د ځان کړي ای حسېنې ناوې | له سره تیر څه دنګ ځلمیان چې نه شول؟! |
| چې ستا خوږه وږمه تل وچلیږې | د جېل خوراک څه اتلان چې نه شول؟! |
| ستا رسیدو لپاره ډیرې سینې | په مردکو سورۍ سورۍ شولې |
| چې په ارمان دې د زرګونو ځلمو | تر خاورو لاندې ښې ځوانۍ شولې |
| د تا لپاره دانسان آرمانه | د نړۍ واړه محکومان هڅیږي |
| چې ته د ټولو د ژوندون نغمه شې | د حاکمانو خوني لاس غوځیږي |
| که زما ژوند ټول اسارت کې شي تیر | آرمان به نه لرم وروستۍ سلګۍ کې |
| که مې دغه یوه آرزو شي پوره : | چې نفس ورکړمه زه آزادۍ کې |
|
|
|
|
۸ / ۹/ ۱۳۵۶ خیرخانه کابل اسدالله زمری |
|