29 februari 2016 15:03:14


نور محمد غفوری

|
 

د ۲۰۱۶ کال د فبرواری د میاشتې ۲۹ نېټه

د ۱۳۹۴ کال د حوت د میاشتې لسمه نېټه

عـزم

نن مې بیا په سر هوا راځی د بزم

را یادیږی مې خواږه یاران د رزم

 

کاشکی موږ سره یوځای یوځلې بیا وای

مجلسونه وای د نثر او د نظم

 

که هرڅو مې ګیره سپینه شوه ملګرو

د وطن خدمت ته لا مې کلک شو عزم

 

چې نېشه مې دې ځوانۍ راباندې راشی

د خُمونو حوصله لرم د هضم

 

ستا په مینه کې پتنګ یم، لکه وم چې

د (نور) شمعې ته بلیږه زه به سوځم

واصل آباد - کابل

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org