انجینر محمد داؤد اڅک

ګرانو لوستونکو د افغانستان ناخوالې او تراژیدی په یوه یا دوه بې کفایته قوماندانانو، والیانو، او وزیرانو پوري ندي تړلي بلکه هرڅه:

 

                باید پاک سي

                   

اوبه د سره خړي دي نهرونه باید پاک سي

چیني چي بهیوي هغه جګ غرونه باید پاک سي

 

                   که اوري چټل څاڅکي پاس د لوړه

 لوړ پاس اسمانونه باید پاک سي

 

که سکروټي پر ما اوری د ازله

دا فرمان او تقدیرونه باید پاک سي

 

 راځۍ موسی را پورته کړو له قبره

د فرعون دا ښامارونه باید پاک سي

 

امان، میر مسجدي،عبدالله خانه نور را پاڅۍ

پر وطن بیا د پردیو یرغلونه باید پاک سي

 

که د تبر لاستی زما د خپل وجود وي

د وجود چټل رګونه باید پاک سي

 

رندان چي مو تواب کوي پر ږیره د ملا

د داسي دلالانو څه بزمونه باید پاک سي

 

چي نورو ته دوزخ ځانته جنت غواړي

د دغه مؤمنانو جنتونه باید پاک سی

 

په رنګ رنګ بد بینیوؤ چي اخته دي 

دا تور او خیرن زړونه باید پاک سي

 

 په ډیوؤ باندي د صلحي او انصاف

 تیارې او وحشتونه باید پاک سي

 

 ۶-۱۲-۲۰۱۶

 

  

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

 

www.esalat.org