Thu, June 24, 2010 20:35

د بایرن مېشتو افغانانو کلتوري ټولنه

د خدای بخښلي رحیم مهریار په مړینه غمجنه شوه

 

په ډېره خواشیني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ګران هېواد افغانستان پیاوړی او ولس مین سندرغاړی رحیم مهریار د ور پېښې ناروغي له کبله له دې فاني نړۍ څخه وکوچېد (اناالله و انا الیه راجعون)

د خدای بخښلي رحیم مهریار کورنۍ او خپلو خپلوانو ته دتسلیت تر څنګ جمیل صبر او خدای بخښلي رحیم مهریار ته د جنتونو غوښتونکي یو.

باید زیاته کړو چې رحیم مهریار یو له هغو درنو، مشهورو او خوږ ژبو افغان سندرغاړو څخه وو چې د افغانستان ټولو توکومونو ته یې درناوی درلود د ټولو ژبو درناوی یې کاوه ځکه خو یې لمړنۍ سندره هم په خوږه پښتو ژبه کړې وه.

زموږ د ټولنې مشرتابه هیئت د خدای بخښلي رحیم مهریار له مېرمنې اغلې پرستو سره دتیلیفون په ذریعه غم رازی وکړه او تر خپله وسه یې د مرستې تیاری ورته وښود.

 

په جرمني کې د بایرن مېشتو افغانانو کلتوري ټولــــــــــــــــنه

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org