مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد


.

قدرمن همت صاحب زما د زړه له کومې تاوده سلامونه او د ژور درناوی مراتب ومنی . هيله ده چې د خپلې درنې او محترمې کورنۍ سره روغ جوړ او خوشاله اوسې .

پرون مې د تلګراف په ورځپاڼه کې د واورو د لاسه د بدخشان د وژل شوو ماشومانو په هکله مطلب ولوست او سمدلاسه څه ورباندې وليکل . که لازمه يې نه بولۍ مه يې خپوروی . ستاسو له دايمی مينې او اخلاص څخه د زړه له کومې يوه نړۍ مننه کوم. خدای مو سرلوړی او بريالی لره.

په درناوی مو نمانځم، حکيم روان

 

حکيم روان

 

د غلو بې شرمه حکومت بايد استعفاء ورکړی

 

Wed, February 29, 2012 17:59

 

نن د ۲۰۱۲ زيږد کال د فبروری د مياشتې په ۲۸ نيټه مې د هالنډ هيواد د همدې نيټې د تلګراف په ورځپاڼه کې لاندې مطلب ولوست:

په افغانستان کې ماشومان له ساړه مری

کابل ـ د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولايت کې دومره ساړه دی چې د دوو ورځو په جريان کې دقیقاً (۳۵) ماشومان ساړه وژلی دی. د بدخشان ولايت د کارکوونکو له خولې د ولايت مرکز ته په څېرمه سيمو او ولسواليو کې دا ماشومان د ساړه د لاسه وژل شوی دی. د درنو واورو د اوريدو له امله د نږدې پرتو ولسواليو لارې بندې شوی دی. ددې ولايت يوه ډاکتر نور خاورين ويلی چې ماشومان د ساړه او سږو د التهاب له امله وژل شوی دی. خو مونږ ايله اوس وکولای شوه چې يو سيار د بيړنيو مرستو کلينيک د ماشومانو سره د مرستو له پاره وګمارو.

په افغانستان کې دا ژمۍ د تيرو ۱۵ کالو په موده کې تر ټولو سخت ژمۍ دی. تيره اونۍ د عامې روغتيا وزارت وويل چې د يوې مياشتې په موده کې د (۴۰) ماشومانو ژوند ساړه واخيست. له دې جملې قربانيانو څخه تر نيمايی زيات يې د مهاجرينو د هغو کمپو ماشومان دی چې د کابل په څڼډو کې جوړ شوی دی.

کله مې چې دا مطلب ولوست، ستونۍ مې ستغ شو، په سترګو کې مې اوښکې په موجو شوې او د ځان سره مې وويل چې يا خدايه ته چيرې يې؟ او دا زمونږ په اولس څه تيريږی؟ زمونږ د بدخشان لعلونه، کوچنی ماشومان په يوويشتمه پيړۍ کې د ساړه له لاسه تر خاورو لاندې کيږی، زمونږ د ملايکو په شان ميندې بورې کيږی، په بې اسرې سترګو کې يې اوښکې وچې شوی دی. د زاريو، ژړاګانو، چيغو او واويلاوو د اوريدو غوږونه کاڼه دی. خدايه! تا مونږ د ليوانو په خولو کې هېر کړی يو. دهغو ليوانو په خولو کې چې ستا په نوم ستا د بندګانو سرونه غوڅوی. تا هغوی ته د کاڼو زړونه ورکړی دی، په کومو کې چې د هيڅ ډول ترحم له پاره ځای نه شته. زمونږ د وږو او لوڅو يتيمانو او نااميده کونډو رنډو او محتاجو بوډاګانو څيرې ګريوانونه تيږې ويلې کوی، خو ستا د جنت او دوزخ د ټيکه دارانو په ډبرينو زړونو هيڅ آغېز نه شی کولای. يا خدايه! هغوی چې ستا په پاک نوم او ستا د محبوب او نازولی پيغامبر په نوم سوداګانې کوی او د ديرش کلن تباه کوونکی جنګ او ډالرو له برکته د بې شانه ماڼيو خاوندان شوی او ددې په وينو ډوب ملت په برخليک او سوځيدلی هيواد معاملې کوی او شتمنۍ يې په زور او ظلم خپلې کړی، د هيواد د ننه او د هيواد څخه د باندې ورباندې عيش او عشرت کوی، وايی چې دا ليوان تا ګمارلی دی او خپل چور او تالان ستا ورکړه بولی. يا خدايه! دا څنګه معما ده چې د جنګ لعنت زمونږ له مسلمان او دينداره ملت څخه هر څه واخيستل، خو د دين ټيکه دارانو او تنظيمی ليډرانو ته يې هر څه ورکړل؟ دا څنګه زمونږ د کور د پاسه د معمول او قاعدې پر خلاف يو بام او دوې هواوې دی؟ څنګه کيدای شی چې داسې يو څوک تا ګمارلی وی، چا چې جوماتونه پرايښی د وزارتونو، رياستونو، ماڼيو، اخيری مودل موټرو، رشوتونو، د نشه ای توکو او وسلو د تجارت په کار اخته دی؟ د مرګ او تباهۍ ددې بې رحمه او بې زړه سوۍ سوداګرو خيټې او کوناټی ورځ تر بلې پړسيږی او زمونږ د غيرتی ولس په رګو کې وينې وچيږی. زمونږ ولس د چښلو اوبه نه لری او ددوی د عصری او اروپايی ډوله مجللو کورو په نلونو کې وينې بهيږی او سهار او بيګاه په دې وينو لامبی. ددوی د شانداره، تاودو او مجهزو ماڼيو لږ شانې ها خوا زمونږ د بې کورو او بې ځمکو بزګرانو کورنۍ په بې دروازو او بې چته کوډلو او سوريو سوريو کيږديو کې اوسيږی او د ژمی ساړه يې د ماشومانو ژوند آخلی. ستا د غوره اسلام منلی پيغامبر خو به شوروا هم مسلمانو او غير مسلمانو ګاونډيانو ته ويشله او يواځې به يې نه خوړه، ولې په نننۍ اسلامی نړۍ کې ليوان د عمر عادل پر ځای ناست دی؟ څوک به د کرزی، فهيم، خليلی، سياف، ربانی، حقانی، مسعود، ګلبدين، دوستم، محسنی، محمدی، محقق، خالص او د هغوی د کورنيو او متعلقينو مليونونه حساب کړی؟

د انسانانو عدالت خو په بې صبرۍ سره ددې بې رحمو مليونرانو عادلانه محاکمه غواړی. خدايه! ستا عدالت دې انجام ته څه وايي؟ (۱)

باور دی چې د کرزی د ويش ډلې (شريکان) هيڅکله هم د هيواد د دې بې دفاع او بې سرپناه اوسيدونکو په هکله فکر نه دی کړی. زمونږ د خلکو ماشومان ساړه وژنی، لوږه او سوء تغذی زمونږ ماشومان وژنی، زمونږ او دهيواد راتلونکی د ورکې او نابودۍ د ګواښ سره مخامخ ده. دا نو د فساد په اداره پورې څه اړه لری؟ د فساد اداره د خپلو مليونونو د ايستلو غم وخوری او که د خلکو؟ دوی د دوبۍ په مدينت العرب، برج الخليفه او پالم آيسلاند کې د خپلو کورونو د رانيولو غم وخوری او که د لوږې، مرضونو او ساړه څخه زمونږ د خلکو د خلاصون غم؟ لنډه دا چې خبرې ډېرې دی او سر يې يو دی. که د کرزی حکومت او تنظيمی سياسی ـ مذهبی ليدرانو شرم او حيا درلودلای، بايد د دې ماشومانو د مرګ او خپلې بې کفايتۍ له امله يې استعفاء کړی وای. خو په يقين سره چې د دوی د شرم او حيا سترګی ناروا ګټو ړندې کړی دی، دوی نه له خدايه شرميږی اونه د خدای له مخلوق څخه شرم کوی. نه پوهيږو چې دا ناروا به څو نوره دوام وکړی. خو زمونږ د خلکو متل دی چې: کوږ بار تر منزله نه رسی. زمونږ خلک بايد پوه شی چې فاسدې ادارې او ناوړه ګاونډيانو په ګډه سره زمونږ بيخ او بنسټ ته کولنګ اخيستی دی. خو په نړۍ کې داسې ملت نه شته چې له ډيرو تيارو او پرزيدو وروسته يې کور د لمر رڼا نه وی تود کړی او په خپلو پښو نه وی ولاړ. يوه ورځ به زمونږ کوڅې ته هم اختر راشی. يقينی ده چې ددې له پاره زمونږ ولس بايد هوښيار او بيدار شی، په خپلو کې د ورورۍ او يووالی لاسونه ورکړی.

(۱) د هيواد دستر، نامتو او پياوړی شاعر او ليکوال سليمان لايق د ((وينو حمام)) له شعر څخه.

 

 

 

 

 

(اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)