چهارشنبه، ۸ اگست ۲۰۱۸


         نثار احمد بهیـن

            

غل ملا

په یوه کلی کی ملا
ګیر مسجد کی شو پر غلا
چا تری وپوښتل چی ولی؟
وی: د ملا کـار دی همـدا
یا به نورو ته لار ښیی
یا به خپـله کړی دا غلا
چی مسجد کی دا کار وشو
پـړ می مه ګڼه آشنـا
خدای له پاسه را ته ګوری
ضرورت کی ده روا
هغه دی ندی آوریدلی
چی اړتیا ده لویه بلا
نو ملا چی شی مفلس
بیا له خدای نکړی حیا
نه له چا څخه ویریږی
نه پـروا لـری د چـا
ملایان دی د بل نسله
ډیر یی ښه دی، ډیر رسوا
ته چی زما ځینی دا پوښتی
دا هم ته واوره زما
که ملا وکړله غلا
نه ده دا کومه ګناه
ګرده ورځ تبلیغ د دین کړی
خلک یی بولی خپل پیشوا
نو پیشوا چی هرڅه وکړی
هـــغه مـــه ګڼــــه خـــطا
کنه، دوزخ به دی بیا ځای شی
او محتاج به شی د دعـــا .
اوس بهین راشه واوره
د مــلا صیـب دا فتــوا
د یوه کلی رهنما یی چی وی غل
عامی خود جوړ شی د کلی اژدها

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نثار احمد بهین ـ ماینز ـ جرمنی ــ ۸،۸،۲۰۱۸

 

= = = = = = = = = = = = = = = = = = = =

 

مطالب مرتبط:

 ملای یک مسجد در تخار بعد از تجاوز به یک دختر ۱۳ساله او را باردار کرد

بازداشت ملای یک مسجد در افغانستان به اتهام تجاوز جنسی

ملا امام یک مسجد در هرات به اتهام تجاوز بر دخترش بازداشت شد

دختر خرد سال که در قندز از سوی ملا امام مسجد مورد تجاوز جنسی قرار گرفته . . .

 

 

 

 

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از اصالت صرف با ذکر منبع و نام اصالت مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به اصالت می باشد

Copyright2006Esalat

 

 

www.esalat.org