چهارشنبه، ۱۷ اپریل ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

دانه سرطان افغانستان

لیکونکۍ: دکتور طاوس وردک- لندن،

۲۵ وری ۱۳۹۲

 

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Tuesday, April 16, 2013 14:54:59

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

زموږ شکلۍ هیواد د تاریخ په اوږدو کې همیشه د ډول ډول ناروغیو او آفتونو سره مخامخ شوۍ وو خو بیا هم زموږ میړنو غورنیکه ګانو یو ډول دوا او در ملنه ورته پیدا کوله او علاج ېې څه نا څه کولو، خو وروسته له دی چې د هغو نری رنځ نه چې د انګریزانو په ناولو پیچکاریو زموږ خلکو ته دغه ساری مرض پیدا شوو او هر وار ېې یو نوې (افغاني) ویروس ورته پیچکاري کړۍ وو نو بیا به دغه ساری نرۍ رنځ تازه شوو مطلب می د نری رنځ نه د انګریزانو دری جنګونه او دری واری نوې افغاني ګوډاګی امیران او شاهانو په وجود کې زموږ له هیواده یوه ټوټه د (جګر - یا زړه یا لري یا کولمو غوڅه کړې) یعنی خاوره ېې غوڅه کړې ده او علاج ېې نسبی شوی دی، خو کله چې د امان الله خان میړني پوځ انګریزان سه کونجي ته کړل او د افغانستان د مرض اصلی تداوی ېې له پاره ېې دوا پیدا کړه نو دوی (انګریزانو) ولیکل چې د دیورند د کرښې له پاره بیا کتنه په کار ده او ور باندې بیرته باید د سره غور وشي تاسې لاړ شي د (ویکي پیدیا) سایت ته او هلته د افغان انګلیس دریم جنګ درته پیدا کړۍ نو به ووینۍ چې د (دیورند لاین) په هلکه ېېڅه لیکلي دی .

http://en.wikipedia.org/wiki/Third_Anglo-Afghan_War

نو کله چې انګریزانو د هندوستان آزادی ومنله د افغانستان سره ېې بیا دوکه وکړه او دغه خاوره چې په مختلفو زمانو کې زموږ له لوی افغانستان څخه جلا کړې وه او زموږ سرحدات د (اتک سیند) بلل کیژي نو په دغو ېې سترګې پټې کړې خو کله چې پاکستان د هندوستانه جلا کیژی او انګریزان دغه تقسیمات دستوری او قصدی په پاکستان تحمیلوی نو انګریزانو د افغانستان سره کوم اسناد چې په وار وار ېې په اول او دوهم جنګ کې زموږ نه خاوره جلا کړې وه د دغو اسناد یوه کاپي پاکستان ته ورکوی (دا زما اغلب تصور دی) او د دې اسناد په بدل کې د پاکستان څخه سند اخلی چې تل تر تله به د انګریز تر امر او قومانده لاندې اوسیژۍ او انګریز به په ملی او بین المللی مسایلو کې د پاکستان پلوی کوې، په سر د دی چې ټول خلک پوهیژی چې (غوا توره او پۍ ېې سپینې دي) یعنی هغه وخت چې د (ډیورند لاین) لاسلیک کیدو د (انګریز او افغان یعنی میر تیمور دیورند او امیر عبدالرحمان خان  تر منځ سند لاسلیک شوۍ او بیا هغه وخت چې دغه ناولۍ سند لاسلیک کیدو پاکستان د نړۍ د نقشی په مخ نه وو، نو دغه سند په هیڅ وجه د پاکستان حق نه دی او د افغانستان له پاره ((پاکستان یوه خطرناکه غده د سرطان ده)) که د دې دانی چې نن سبا ېې زموږ په هیواد کې ډیرې خطرناکې ریشې پلنې کړې دي او زموږ خلک ېې زیادتره په دغو ریشو باندې د سرطان په مرض اخته کړي دی چې درۍ له هغو سرطانی ریشو نه (د حکمتیار - مولوی حقانی - ملاعمر) ریشې دی، په خپله غده داسې سره سکروټه شوي چې حرارت ېې د لمر نه ډیر زیات دي او هره ورځ په مختلفو وړانګو زموږ وطنداران سوزې او تر ننه پورې یو میړه پیدا نه شو چې دغه سرطانی غده عملیات او یا د بیخه وباسي، هغه څوک چې د دی غدې په ایستلو ښه پوهیدو او د هغو سرطانی غدې د له منځه وړلو له پاره ېې ځان ښه آراسته او په وسایلو او جنګې ماشین تجهیز کړو هغه ارواښاد (ببرک کارمل) وو چې په لومړی مرحله کې د خپلو دشمن نما ملګرو له خوانه ورباندې وارونه وشول او بیا د (پاکستان - ایران - عربستان - د امریکا د امپریالیزم او انګریزانو او افغانی ۱۵ ګونه تنظیمی اسلامی لیډرانو له خوا نه د زیات فشار په راوړلو سره په (ګرباچوف) باندی د یوې لیکل شوې پاڼی په ذریعه چې د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د سیاسی بیرو ځنو غړو لکه (سلطان علی کشتمند- صالح محمد زیری - نوراحمد نور - سلیمان لایق - اسلم وطنجار - مارشال سکولوف - ستر جنرال ورینیکوف او د شوروی سفیر) لاسلیک کړې وه ګرباچوف ته لیږلی وو چې ببرک کارمل د کاره ګوښه کړې او ببرک کارمل د ډیرو خرابو جعلی او ساختګی اسنادو په لیکلو د وظیفی نه ګوښه کوی، که ببرک کارمل ته توطیه نه وای جوړه شوې نن به دغه خبیثه د سرطان دانه (پاکستان) زموږ خلک تر ستوني نه نیول او نن به موږ د (ګوادر) سمندری بندر خاوندان وو؟؟؟

اساسي معضله یوازې او یوازې د افغانستان د خلکو په وړاندې د دغو خبیثه سرطانی دانې شتون دی، اوس که د کوزی خوا پشتانه وغواړي سر را پورته کړي، خو شک لرم چې دوی به سر را پورته کړي البته به غیر د څو زره (محمود خان او اسفندیار ولی خان) له ګوندیانو نه نور خلک د افغانستان سره چندان سر نه خوځوی، د بلی خوانه د پشتونخوا خلک ویني چې د افغانستان وسله وال پوځ د یوې خوا نه دستوری د (نواز شریف او امریکا په فرمان) خلع سلاح شوۍ او هیڅ نه لري (وسله وال پوځ ېې اجیر - تنظیمی - سمتی - جهادی - او د پاکستان او ایران د نمایندګانو نه جوړ شوۍ دی) او د بلی خوا نه زموږ حکومت د یوه سره د بیسواده او رشوتخورو افغانانو په لاس کې دی چې دوی نه د مرض په علاج پوهیژي او نه د دغو سرطانی دانی له منځه وړلو ته ضرورت لري، یو خو د عملیاتو له پاره او د دغو دانی د ایستلو له پاره مجهز ماشین الات او وسایل او کافی اندازه پیسې او همدا رنګه متخصص او پروفشنل پروفیسران او دکتوران په کار دی چې موږ ېې د افغانستان دننه او په حکومت کې نه لرو یو څو کسانو ته چې سترګې ور اوړی هغه بیرته د پاکستان -ایران - عربستان په جال کې حصار دی او د دوی نوکران شمیرل کیژي او د پاکستان نه ډیر ډاریژي.

آخر که غواړۍ یا نه غواړۍ باید دغه دانه یا تداوي کړۍ او یا ېې له بیخه اوباسي؟؟

اول:

- د دانی د بیخه ایستل نن سبا یو مشکل کار دی، ځکه اوس دانی دومره ریښې اوږدې کړې چې په لنډولو ېې نور لیونتوب ته شروع کوي او داسې ویروس خپروی چې سر تا سر زموږ هیواد په وینو کې ډوبوي او دغه کار بیا بیرته لیکم چې (ډیرې پیسې - ډیر مدرن ماشین الات - ډیرو متخصصو ډاکترانو ته ضرورت دۍ، او بیا ضرور ده چې څو بهرنی پهلوان متخصیصین په دغو عملیاتو کې در سره شریک شي ځکه کیدای شي یو پنس یا کارد بیځایه وارد شي، چې زه شک لرم په خارجیانو، ځکه دغو خارجی متخصیصینو قصدی دغه د سرطان دانه په خبیثه تبدیله کړه، دوی ېې د اتومی وسلو او راکټو خاوندان کړل او نن سبا ېې د بهترینو ستراتیژیکو دوستانو له جملې نه شمیرل کیژي چې یوه ورځ ېې د روس او چین پر ضد استعمالولای شی نو د دغو خارجی متخصیصینو شرطونه او خواهشات به دومره ډیر وې چې د هغو په ورکولو (تر مزد نه ېې شاګردانګي) زیاتیژي، زما په عقیده د دغو دانې د بیخه ایستلو هڅې او هاند ډیر ممکن هم وو خو هغه داسې وخت امکان پذیر وو چې د افغانستان "مجاهدین" - "طالبان"، د خپل خره نه کوز شوي وای او نورو خلکو او نورو ګوندونو او مدنی کړیو ته ېې هم په حکومت کې ځای ورکړۍ وای، اعتماد سازی شوی وۍ او ملي وحدت ټینګ شوۍ وۍ، خو په ډیر تاسف سره چې نني سیاست مداران - اسلامی ګوندونه - مدنی ټولنی (فقط یو ارمان لری او هغه، مقام ته ځان رسول او د مقام نه سوی استفاده او غلا، رشوت ته زمینه برابرول دی) چې دغه ۱۱ کال ېې په رڼو سترګو وینو.

اوس د پورتنیو دلایلو پر بنیاد باید قانع شو چې د داني د بیخه له منځه وړل امکان لری خو دغه دانه بیرته را ژوندۍ کیژی چون خبیثه سرطان دی نو هرو مرو مریض وژني یعنی په ځای د دې چې دانه عملیات کړۍ باید دانه د پراختیا او نورو ریشو د غزولو مخه ېې ونیسۍ او داسې پیچکاری ورته پیدا کړۍ چې همیشه د یوه ډاکتر لخوا نه چې هغه د سرطانی دانو د مخ نیوي او پراختیا په مخ نیوي په دقیق صورت پوهیژي را دعوت کړۍ او ورنه خواهش وکړۍ چې موږ د یوه خبیثه سرطان سره مواجه یو او ټوله کورنی مو د دی مریضی له لاسه د یوه سره مریضان شوی یو که ته لطف وکړې هغه دوا او درملنه چې ته ورباندې پوهیژي وکاروی او استعمال ېې کړې فکر کوو چې د سرطان د دانی د انکشاف او درد مخه به ونیول شي او زموږ هیوادوالو ته په دغو ۲۰ کالو کې چې "مجاهدین" په مقام ناست دي او دغه ۲۰ کاله دغو سرطان دانی زموږ خلک تباه کړل او یوه ډاکتر زموږ په حکومت دارۍ کې د دی مرض تداوی ونه کړه نو وروستۍ چانس به تا ته درکړو او یقین دی چې ته به د افغانستان خبیثه د سرطان دانه (پاکستان) ته داسې پیچکاری یا دوا توصیه کړې چې نور لیونتوب خوښې کړي او دغه خبیثه دانه تداوی کړي.

 

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !