جمعه، ۱۲ فبروری ۲۰۱۰

 


اسدالله زمری

*  *  *

په هلمند کې د روان ناتار په اړوند

 

 

 دوزخي تنده

 

د وطن له کلی – کوره، جګه بیا د ویر ژړا ده

کاڼو- بوټو اور اخیسی، د ظلمونو انتها ده

د شیطان دوزخي تنده، بیا په سرو وینو ماتیږي

د ماتم ساندو ته ناڅي، تور مرګي ته په خندا ده

ملا، کمان د زاړه بُست شوه، له غیرته ویلې کیږي

د مارجې - نادعلي ځمکه، هر انسان ته کربلا ده

د وحشت شین سترګی دیو دی، یاغي شوی شنه وادې کې

کاڼي چوي نن له هیبته، د مرګونو بیا غوغا ده

د ساړه ژمي محشر کې، ده دی بل محشر جوړ کړی

د بیوزلو انسانانو، په شا کډه دلته بیا ده

د هلمند په سین کې وینې، د اوبو پر ځای خوټیږي

د بغرا مرۍ غوڅیږي سره په وینو، ترې دنیا ده

 

بیاد سپینې پنبې رنګ ته وینی غواړي له انسانه

د رخام ښکلو رګو کې، له ناتاره واویلا ده

د ملالې سر سر تور دی، د ټپې زړه یی ټپي ده

د میوند د ماتې غچ کې، د افغان په کور بلوا ده

د سالنګ مرګونه کم وه، ستا د وینو اشتها ته

چې هلمند ته دې راوړې، د ورانۍ او مرګ بلا ده؟

څومره نور بیګناه خلک، په یوه – بل نامه وژنې؟!

دا خو ستا مخلوقات نه دي، که ولجه پری نن د تا ده

ستاسي خیر نه مو توبه ده، نور د مرګ شر را نه بچ کړۍ

ستا سې مرستې ځینې تیر یو، چې مو رحم هم تعدا ده

چې یې خپل بچي پردي شول، له پردو نه څه ګیله ده؟

د وطن او ورور نیستۍ ته خپل افغان توره تر ملا ده

د افغان د وینو موج ته، هر چا سترګې دي ګنډلې

اوریدو ته د فغان یې بیا کڼه ټوله دنیا ده

د لندن په اشاره بیا، په افغان ناتار جوړیږی

د وژلو کنفرانس دی پرې د لر او بر سلا ده

چې څاروان د کاروان غل شو، نو همدا د ژړا ځای دی

نن د سولې لویه دښمنه، متحده امریکا ده

که "اخوان" که "القاعده" ده، د انګریز د لاس نیالګي دي

چې په مونږ یې را تپي اوس، دا د کوم لوري خطا ده؟

د ډیر ظلم نتیجه ده، چې نن هر افغان "طالب" شو

ګناهکار سلامت ګرځي، بیګناه وړ د سزا ده!!

نور د قهر غواړو خدایه یا مو ورک کړه یا یې ورک کړه!

دا دعا له عاجزۍ نه، که له درد ډکه ښیرا ده

۲۰۱۰/۲/۱۱

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org