شنبه، ۱۳  مارچ ۲۰۱۰

گرانو او محترمو ملگرو او د «اصالت» د سایت چلونکو او پوهیالیو ته گڼ گڼ سلامونه او خپلې نیکې هیلي وړاندې کوم او د کار په ډگر کې تاسو ته د لوی خدای څخه پوره توفیق غواړم او زما یو پارچه شعر دی چې د "ډالۍ" تر نامه لاندي خپلو وطنوالو ته د سوغات په توگــــــه وړاندې کوم.

په درنښت .نبی "رنجبر"

غلام نبی رنجبر، خظاط چهار قلمی نسخ، نستعلیق، شکست و ثلث و شاعر معاصر کشور
 

ډالۍ
 

راځه د زړگۍ ســـــره چې شعرونــه در ډالۍ کـړم

د خپـــل د زړه دردونـــــه او داغونه در ډالۍ کـړم

ملـگرو کې همـت خو پخــــــــوانۍ څه پــاتي نـه ده

د دوی مــــــکاره گۍ او تکلیــفونه در ډالۍ کـــــــړم

وطن کې مې لاس پوڅې انسـانان سـر قـــدرت دي

د دغو داړه مـــــــــارو پټ رازونه در ډالۍ کـــــړم

د دین تر عنــــــوان لانــــــــدې د تســـــبو په اچـولو

د دغو یرغلــــــگرو تــاوانونـــــــــه در ډالۍ کـــړم

پخوا خو به تعـــــــهد او راشـه درشـه انســــانی وو

د دغو درغلگرو مات قـــــولــونه در ډالۍ کـــــړم

تعــــهد وفادارای باندې مو خپل ســـــر ورکــــوله

وفا په چـــا کې نشـــــته چالشـــونه در ډالۍ کــــړم

ټگۍ او بره گۍ اوس د عــــــدالت ټـــغر کې نغښتـی

راځـــــه چی فریبـــونه فســــادونه درډالـۍ کـــړم

رنجبره! پسې مه گرځه چې ږیره به دې سپین شي

سوغات تر نامه لانــــــدې رشــوتونه در ډالۍ کړم

 

غلام نبی "رنجبر"
 

 ۱۳-۱۲- ۱۳۸۸ کال
 

 بغلان ولایت، صنعتی بغلان

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org