December 9, 2012 18:53:49

 
دیپلوم انجنیر کبیر کاکړ

 

          
د عليشنګ سیند

ډيوه

عليشنګ د سيند په لور اوبــو تــه لاړم

د خپل خوب تعبير د سيند له اوبو غواړم

سيــنــد غوريـږي را ټيـټيـږي او جـګيــږي

په غمجـــنــه ژبــه دا رنـګه غـږيـږي:

اوس مې نشته په څپو کې هغه زور

چې شپې ورځې به وم مست په شر او شور

په سختۍ باندې خپل لار باسم ساحل ته

د ميږي په شان چې خيژي جګ مورچل ته

راته ی وويل چې له ما څه کړې پوښتـنه

اوريـدلي بـه دې وي دا دوه بـيـتـونـه

[څو دې وس رسي په لوی درياب کې ګرځه

پـه ويـالـه کې دې زاوال ويـنـم نـهـنـګـه]

*  *  *

پـورتـه وخـتـم غـريـب غـونـډۍ تـه لاړم

د غــونــډۍ لـه پـاسه اورم دا غـــږونــه

نـلـرم جـوش او خــروش چې تـا لـيـدلـۍ

زړه کې نــشـتـه د سکروټـو سـره اورونـه

شا او خـواتـه خـاورې دوړې را جـګيـږي

نـه مګمـا شتـه نـه ولکان نـه تـوفـانـونـه

د سـپـرغيـو مـخ پـه خـړو ايـرو پـټ دی

له رګو څخه مې ورک شـول ټـول لـعـلـونه

*  *  *

بـيـا پـه مـنـډه د ډيـوې کـوڅـو تـه لاړم

انګــړونـو کې پـراتـه وه لـوی قـلــفـونـه

له ډيـريـو خـاورو دوړو غـږ اوچـت شـو

کنډوالو کې نور څوک نه کوي خوبـونـه

کشـميـالي شـول بـيګانـه زمـونـږ د کلي

دلـته نـشـتـه نور لـونګ او سـره ګلـونـه

د غـنـمـو، وريجـو، جـوارو خـبـر نـشته

د کوکنارو، دَمتـورو شـنـه دي فصلـونه

خُم خالي کـنـډول ئې مات دی ورتـه ګـوره

انګور نـه نيـسي شـنـډ شوي ټـول تـاکـونـه

*  *  *

لـه ډيــر غـمـه د مـسـجـد چـنـار تـه لاړم

د چينو له سترګو جګ شول تور دودونه

چنار وويل دا مې حال دی چې ئې وينې

زما مات دي د شنو څانګو ټول سرونه

نـه زلمي راځي نـه پيـغلې دې محل تـه

نــه جــوړيــږي د مـنـګـيـو قـــطارونـــه

نـه اختر نـه پسرلي کې هسې شور شته

سـاړه شـوي ډک لـه مـيـنې تمـام زړونـه

نـه راځي سـپـيـنې کوتـرې زمـا خـواتـه

تــړل شـوي ئې پـه لـومـو کې وزرونه

دلته هره شپه "رښتيا" په دار ځړيږي

د "ميړانی" شول کاږه سَم اورميګونه

په "ملي يووالي" کاڼي را اوريږي

په هر کاړ کی اجرا شوي ' سنګسارونه "

نو ورځه تعـبـيـر دې غواړه له قصرو نـه

يـائې غـواړه د بګ بـن لـه سـاعـتـونـه

لـټـوه ئې د جـوګـيـانــو پـه بـنـګلــو کې

هلته شته دي غلامان تـور تـور څـټـونه

اوس ورځه د خپل اولس نه ځان خبر کړه

کـتـاب واخـلـه پکې لـولـه تـاريخـونـه

هلته شته بالاحصار، جګدلک دواړه

د مــلالې پـښـتـنــې خـــور آوازونـــه

 د ميوند او قندهار سره لا شته دي

د خيبر، شمشاد، کابل ښکلي نومونه

بيا په خپله د خپل خوب تعبير پيدا کړه

د کاکړ په شعر کی شته «ترخه يادونه»

*  *  *

ما ويل نشته کار می نشته په جوګيانو

نه مې خوښ دي هغه جګ او سپين قصرونه

زه بــه ګـرځــم د وطـن کلـو بانـډو کې

ويـښـوم او ټــولــوم بــــه اولـسـونـــه

باهمت او غيرتي زلميان به ټول کړم

جـوړوم له سـره، وران کلي کـورونـه

ديپلوم انجينر عبدالکبير کاکړ

 

 

  

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org