اسدالله زمری
 

 د افغان غم

د افغانانو د ستر غم له پاره

ددغې لوئې  نړۍ ،

زړه لا وړوکی بریښي .

ددوۍ د ساندو او دکریکو غږ ته ،

             د نړیوالو او آسمان غوږونه ،

              لا هم کاڼه دي کاڼه .

ددوۍ د حال او مصیبت لیدو ته

                  هر څوک وړانده دي، وړانده .

                                   

لکه چې دا وګړي ،

           دلته پردي دي پردي ،

لکه چې دغه خاوره ؛

           د کومې بلې دنیا

              ډیر نا منلی، کرغیړن سوغات  وي .

                             

مونږه نو چیرته لاړ شو ؟

مونږه نو چیرته لاړ شو ؟

چاته خپل غم ووایو ؟

څوک به مو چیغې واوري ؟

څوک به مو حال وویني ؟

څوک به مو خپل وګڼي ؟

څوک به مو خپل وګڼي ؟

مونږه نو چیرته لاړ شو ؟

مونږه نو چیرته لاړ شو

 

توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 

www.esalat.org

 

 

چهارشنبه،، ۲۲  اکتوبر  ۲۰۰۸