پنجشنبه، ۱۱  دسمبر  ۲۰۰۸



د اختر ټال
 


زبیر شیرزاد

زمونږ کلی او بانډه د وطن په لری سیمه کی پرته ده. نه ښار لری او نه بازار او نه د کابل په شان ښکلی مغازی او هوټلونه هلته د خدایداد چاریکاری کباب فروشی هم نشته او د شورنخودو د دکان پوښتنه خو هیڅ مکړه. زمونږ د کلی او بانډی خلک رشتینی ایمانداره او میلمه پاله اولس دی. هو هلته بی وزلی ډیره ده خو د پلرونو نه ورته د نیمی ډوډی بیا نیمول د  نورو سره چه دا د میلمه پالی سمبول ده په میراث پاتی دی. هلته مکتب نشته او مکتب ته تلل ملاجان ورته گناه وایی. هلته اوس د ملا جان قانون چلیږی. پرون زمونږ د خټو د کورو واکداران خانان او ملکان وو خو اوس ملا جان دی. ملا جان ځان ته د حاکم سیوری وایی او حاکم بیا د پاچا سیوری ځان ګڼی. پاچا خو د خدای سیوری دی او واجب الاحترام هم دی او د ولی جواب څوک نه درکوی ځکه اوس ملاجان په ملا خانجان بدل شوی دی. ملا اوس هم خان دی او هم ملک. گوره که زمونږ کلی ته راځی څه چه ملاجان وایی هغه به منی که نه په خدای قسم د پرویز کامبخش سرنوشت به درته پر نصیب شی او تا به قاضی صاحب ۲۵ کاله قید کړی. زمونږ د خلکو د هوسایی پروا څوک نلری خو زمونږ د وژلو قواله یی نوروته وړیا ورکړی که هره ورځ زمونږ په بانډو له اسمانه بمونه راولویږی او زمونږ ماشومان ځوانان پیغلی زړی او زاړه په بمونو والوزی نو حاکم صاحب او ملا جان بیا وایی خپه نشی رضا د خدای ده قالو انا له لا و انا الیه راجعون. او وایی رییس صاحب جمهور یولک افغانی د وژل شوی د سر قیمت درکوی نور نو څه غواړی؟

هو، زمونږ په وژلو کی د ملاجان ډیره ګټه ده چه هیڅ نه وی په پور باید خیرات وکړی او سخات هم ورکړی چه ورڅخه ملا جان خپله برخه واخلی. زمونږ کلی او بانډی فابریکی هم نلری خو که زمونږ ځوانان د یوی مړی ډوډی پیداکولو د پاره نورو ملکو ته ځی بیا یی پنجابی ملایان او ایرانی اخوندان سرونه غوڅوی او وایی چه ولی ځان ته ډوډی پیدا کوی. رزق الله مو هیر کړی دا خو لا څه کوی اوس زمونږ ویالی هم وچی شوی دی هغه سیند چه مونږ به پکی ماهیان نیول د ناولو د بد نیت څخه وچ شوی. هلته د برق پوښتنه مکړه وزیر صاحب د برق له ازبکستانه که خدای کول ورته برق راوړی خو کله خپله وزیر صاحب د برق هم نه پوهیږی او خرم صاحب خو ډیر خوشحاله دی او وایی شکر د خدای فضل دی چه څوک څه لوستلی نشی چه اخبار او مجله ورته ورسوم.   او خدای بخښلی بیات صاحب هم زمونږ د کلی نه مرور دی. ځکه هغه سور کلی او سری بانډی  نه پیزنی او د شرق سره یی طبعیت چندان ندی جوړ. زمونږ خلکو ویل چه بیات به مونږ ته څه راوړی کرزی خو را ته څه جوړ نکړ بیات هم مونږ ته څه جوړ نکړ او زمونږ د خټو نه جوړ شوی کلی خو لا پخوا لعنتی جنگ راته وران کړی، پرون شور او غالمغال وو اوس ورانی کنډوالی او چوپ او چوپتیا. هلته صرف دروازی او تیران پاتی وو هغه تری نه قوماندان صاحب په غنیمت وړی دی ځکه اوس پاټک نشته قوماندان صاحب د پاټک په ځای دروازی او تیران ټولوی ځکه قوماندان صاحب عادت کړی. عادت بد شی دی یو وخت یو یکه دزد (غل) یو ځل د حکومتی خلکو لخوا په غلا نیول شوی وو د څو کالو قید څخه وروسته چه خوشی شو فامیل یی ورته عذر او زاری وکړی چی نور غلا مه کوه ده د خپل د کورنی خبری ومنلی او له زندانه هم ډیر ډار شوی وو څه رنګه چه غلا یی عادت وه یوه شپه د خپل د کور مالونه یی د یو اتاق څخه بل اتاق ته وړل. خو کله چه ښځه او ماشومان یی ویښ شول په لوړ غږ یی ناری کړی هله غل راغلی. میړه یی ورته وخندل، غل ندی زه یم عادت می شوی ډډی می ښارښت کوی که کور کی هم غلا و نه کړم مړ به شم اوس زمونږ قوماندانان هم عادت شوی د خپل د ډیرانو چرګان پټوی. زمونږ وولس ډیر غم گاللی خو نه یی غاړه چاته نه یی سر او نه یی شمله ټیټه شوی. دوی کلیوال دی دوی د بانډو خلک دی د بانډو د خلگو داسی ژوند وی.

چا چی بانډی لیدلی او د بانډو ژوند یی لیدلی سهار وختی حتماً مو نری شونډی د سهار یخ رپولی. هلته یو ساده ژوند دی. په بانډو کی هیڅ درغلی چل فریب او دوکه نشته فقط انصاف او رشتیا ده. که څه اخلی او که څه خرڅوی او که د چا سره قول ورکوی نو رشتیا یی قانون دی انصاف یی مذهب او تر مرگه یوځای تلل د دوی کلتور، عنعنه او د شهامت نښه ده. زمونږ کلی هم گدر لاره هم ښکلی اوږد مازدیگر او طبیعت ورته ښه ښکلا ورکړی وه یو خواته یی جگ غر او بل خواته ټیټه غونډی او د غونډی په خوا کی ښکلی گدر. زمونږ کلی ته د سهار لمر د هغه لوړ غره له برکته ناوخته راجیګیږی او د هغی ښکلی غنډی له برکته ژر ماښام نه راځی نو ځکه زمونږ د ځوانانو لمنځونه خو لا څه کوی چه د ملا جان څخه هم لمونځ قضا کیږی. د غونډی لخوا نه یوه ډیره ښه رڼایی زمونږ په کلی راولیږی او زمونږ د کلی رنگ یی سور کړی دی نو په همدی علت زمونږ ځوانان له ازله سره پیدا شوی دی. او دوی همیشه په سره لار ځی. زه نه پوهیږم چه دا د غونډی اثر دی او که دا د دوی د پلرونو او میندو هغه رشتینی درس، غیرت او انصاف چه د دوی اولادونه تر مرگه سرو سره سره پاته کیږی. د سری لاری او د سره کاروان ډیری میندی بوری شوی او ډیری کونډی او ډیر تری یتیمان پاتی. ملا جان چه هر څه وایی و دی وایی خو زمونږ کلی کی همغه سره جنډه رپیږی او هغه سور مازدیګر اوس هم شته. هو د بنګړو خبره ده هغه هم د ماتو بنګړو. زمونږ کلی او بانډو سره طبیعت هم کله کله جفا کوی. کله ژاله راوروی او کله سیلاب راځی او زمونږ د کلی بند بیا سیلاب ویسی او زمونږ په کلی اوبه وچی شی. او بیا دهقانان هغه سیلاب وهلی بند په وطنی ترانو په ډهل او سورنی سره بیرته جوړوی. ترڅو چه بند جوړ شوی نه وی ځکه هغه بند ژر نه جوړیږی نو بیا زمونږ د کلی پیغلی د زرکو په شان یو قطار جوړوی او خپل رنگین منگی په اوږو کړی او د ګدر په لور روانی شی. په خدای قسم داسی منظمی روانی وی چه ته به وایی په پل سوخته کی عسکری مکتب او یا په څرخی پله کی حربی پوهنتون لوستلی دی. دوی کوشش کوی چه په دغه قطار کی خپله رازداره ځان ته رانږدی کړی تر څو د زړه خواله وکړی. منگی یو ځل هم په اوبو غوټه کیدای شی خو زمونږ د کلی دا شنی طوطیانی منگی په سرو لپو ډکوی. دوی غواړی چه د خپل د زړه رازونه او د شپو هغه خوبونه کوم چه دوی لیدلی اوبو ته ووایی او بیا د اوبو نه د هغو خوبو جوابونه و غواړی. زمونږ د کلی انجونی ساده ندی. دوی هم زمونږ د کلی د ځوانانو په شان ډیری هوشیاری دی دا چه مکتب ته خان او ملک اجازه نه وه ورکړی خو اوس د ملا جان نه څه گیله ده. دا زما د نیمچه ځوانی او د ځوانی یادونه دی. زمونږ کلی ښکلی چینی هم درلودلی. زمونږ د کلی پیغلو خپلو پلرونو ته د تندی د ماتولو لپاره له هغو لرو چینو نه یخی اوبه راوړی او دوی بیا په خپلو اوازو کی ښکلی سندری ویلی چا د وطن د پاره چا د مسافرو په یاد او چا بیا د مینو د پاره. زمونږ کلی او بانډی اختر هم درلود او هم یی د اختر ټال درلود. زمونږ د کلی او بانډو د پاره اختر او نوی کال او د پیغلو ودونه د میلو ورځی دی. زمونږ د کلی د اختر ټال هم په سرو جنډو ښکلی شوی وه او د اختر په ټال کی زمونږ د کلی بلبلانی ځنگیدلی او په ځنګیدو کی یی په خپلو مینځو کی د مینی قصی کولی او ځوانانو هم کله کله خپله حیا تر پښو لاندی کوله د ټال ځای ته به د یوی بهانی په لرلو راتل او هدف به یی نور څه نه وو د خپل د زړه د مینی سوداگری ته به راتلل. زمونږ د کلی ټال هم یو ورځی راوشکید او د سپینی کوتری په شان زمونږ د کلی پیغلی لټ په لټ شوی تا به ویل چه ښکاری ښکار کړی دی چا به خپلی جامی پاکولی چا به خپل تور اوربل او نورو پیغلو به ورباندی خندل. هو که کوچنی اختر تیر شی بیا زمونږ کلیوال د لوی اختر په انتظار شپی او ورځی تیرولی او کله چه لوی اختر هم کډه وکړی بیا د سپرلی ورځو او شپو ته خوشحالی کولی. زمونږ عنعنوی میلی یا د اختر ورځی یا دنوی کال د سپرلی شپی او ورځی دی. اختر کی پیغلی ډیری خوشحالی وی ځکه کوزده شوو پیغلو ته د خسر له کوره ټال او د سرو پتاسو نه ډک سور ګلداره دستمال راځی. او هغه پیغله چه د خسر کورنی ورته ډولی ټال راوړی بیا دا پیغله په لاره کږه وږه ځی او له خوشحالی نه پتاسی په خپلو همزولو باندی پټی پټی ویشی. خو کله کله داسی هم شوی چی یوی پیغلی ته د خسر له کوره د پتاسو دستمال راځی خو ټال نه. دا چه پیغله ناامیده نشی زمونږ د کلی څو ځوانانو د نادر خان د لوخو د ځنګله څخه لوخی راوړی بیا یی ورته ډیر ژر ټال جوړاوه او بیا دی پیغلی به هم د بلبلی په شان ځنګیدله. خو د نن څخه پوره دیرش کاله د مخه زمونږ د کلی ټال په ناپاکو لاسو وشکیده او د کوزدی د وریجو او قورمی نه هغه ډک دیګی چه د پیغلو د خوشحالی د پاره پاخه شوی وو هم په لعنتی ښپی په بل مخ چپه شول. اوس زمونږ د کلی د پیغلو د اختر ټال نشته. او هلته په ټال کی د ځنګیدو هیلی نیمګړی پاتی شوی. خو د کلی او د بانډو بله عنعنوی میله زیارت ته تلل دی. زمونږ د کلی څخه دا زیارتونه هم ډیر لری پراته دی. هغه وخت د موټرو امکانات هم نه وو. او ګاډی کی خو ډلی ډلی نه ځایدلی. یوه لاره وه باید پیغلی او ځوانان زاړه او واړه نیمه شپه له خوبه بیدار شی او د زیارت په لوره روان شی. او د ځان سره یی د کلچو په شان وړی وړی خوږی ډوډی هم وړی او په لاره که به دمه کیدلی. دوی په لوړ اواز کله د دایره سره او کله بی له دایری په لوړو اوازونو داسی سندری ویلی چه د کلی شاوخوا خلګ به ټول له خواږه خوبه راویښیدل. دوی به زیارت ته تلل. زیارت یی د خدای نازولی ګاڼه او هرچا به په سرو لاسو دعاګانی کولی تر څو ددغه نازولی په خاطر خدای یی مراد قبول کړی. زیارت خو د مراد ځای دی او هریو خپلو آرزوته رسیدل غواړی او بعضی خلګ زیارت ته ځی که مریض یی خدای ښه کړی. په کلو بانډو کی نه ډاکتر شته او نه دوا. د زیارت د ساتونکو له خوا د دوا په ځای بند ورکول کیږی او د نسخی په ځای دعا ورته ورکول کیږی.  زمونږ پیغلو په زیارتو کلک عقیدی لرلی. خو عجیبه دا وه که یو مریض به جوړ شو او یا څوک خپل مراد ته به ورسید بیا دغه زیارت ته به یی رسیدلی او د خدای نازولی ویلی او بیا هرڅوک به ورته تلل او سری جنډی به یی ورته نظرانه کول. اوس زمونږ د کلی اکثرو خلګو کډه کړی او د لویو ښارو په لور کوچیدلی. زمونږ پیغلو د ښارو د پیغلو په شان هم ارزو درلودلی چه ښار ته لاړی شی او د یو باسواد سره واده وکړی. خو زیاتی ارزوګانی داوی که کابل ته لاړی شی. او بیا شهرنو ووینی او د دادخدا چاریکاری په دکان کی کباب وخوری، سینما ته لاړی شی، ګل غنډی ته لاړی شی، د کارته سخی زیارت ته لاړی شی، قرغه او پغمان ووینی. هو همداسی شول، ډیر ښاروته راغلل او د سری لاری ځوانانو سره یی ودونه وکړل. زمونږ کلی کی ډیری کونډی را پاتی دی. دوی ارزو درلودله چه په برق ډوډی پخه کړی خو ښارو دوی بدبختی کړی، کونډی یی کړی، بوری یی کړلی اوس دوی بیرته بانډو ته تللی. په ښار کی ژوند ډیر مشکل دی. قیمتی دی. بی کوری دی او د اختر ورځی هم ګرمی ندی او د اختر ټال خو هیڅ رواج نه دی. خو په بانډو کی څوک نه بی کوره پاتی کیږی او نه څوک وږی پاتی کیږی. هلته لا د نیمی ډوډی د نیمولو پخوانی کلتور اوس هم د پخوا په شان شته. شکر دی چه زمونږ د سرو لارو اولادونه ځلمیان شوی دی. او د خپل کونډو او بورو میندو ته د لاس امسا شوی دی. زه د مات بنګړو د پیداکولو په امید ولاړم چه مات بنګړی پیدا کړم او وګورم چه زمونږ د کلی د هغی شلیدلی ټال په ځای بل ټال ځنګیږی او که نه؟ هلته د هغی وخت د ښه غږ خاوندی او د کلی دایره بازی غیرتی مور چه زمونږ زړونه به یی په خپل محلی او فلکلوریک سندرو او د دایری په وهلو خوشحال ساتل ولیدله راته یی وویل ځه له کوم ځایه چه راغلی یی بیرته لاړ شه. اول یی و نه پیژندلم هم کڼه شوی وه او هم یی د سترګو دید ډیر ضعییف شوی وو. کله یی چه و پیژندلم آخوا او داخوا یی ښکل کړم او په ژړاغونی غږ یی داسی یی راته وویل: اوس هغه ټال نشته، هغه ونه هم نشته چه په کی ټال ځنګیده. هغه قوماندان صاحب چپه کړی او کور ته یی وړی. هغه پیغلی هم نشته ټولو کډه کړی. هغه بنګړی واله چه پیغلو تری بنګړی اخیستل ظالمانو وژلی. هغه بزاز هم چا وژلی چه پیغلو به تری ټوټی اخیستلی او ځان ته به یی ډولی کالی جوړول. ځه لاړ شه دلته خطر دی د هغه وخت په امید چی راغلی یی هغه وختونه اوس اوبو وړی دی. ځه لاړ شه، هغه ګودر هم نشته چه د زرکو قطار ووینی، دلته هیڅ غږ نشته، شور نشته چپ او چبتیا ده. دلته کربلا ده، غم ده درد ده خوشحالی کډه کړی، دلته سپرلی هم زمونږ نه خپه شوی دی دی کلی ته نه راځی. اوس غوټی هم نه غوړیږی، ځه لاړ شه که ملا جان خبر شی بیا به څه کوی د هغه باغ ګلان ټول وچ شوی دی، د باغ باغوان هم چا وژلی. دلته اوس شنه طوطیان نشته، هغه بلبلانو هم کډه کړی. که کوم دی ولید ټول ګونګان شوی. او پام کوه د ترانو ویلو تمه تری و نه کړی اوس درته ترانی نشی ویلی. ځه لاړ شه ته راغلی یی چه هغه مات بنګړی پیدا کړی، نه نه، ته مات بنګړی مه لټوه، اوس هغه ځای هم بدل شوی، نیم تری ملا صاحب او نیم تری قوماندان صاحب په غنیمت نیولی او په کی یی کلا ګانی جوړی کړی. تا دا متل هیر کړی دی، چه زه پور غواړم او دا لا نور؟ خو د هغو پیغلو نه یی چارګل په زور اخیستلی. دلته غلو تری غلا کړی دلته یی ورنه کورونه او ځمکی په زور نیولی، ځه لاړ شه دلته د چا پلار، د چا ځوی او د چا خاوند بی له کومی ګناه وژلی هغه هم د هغو سرو کالو او د سری لاری په خاطر. ځه لاړ شه دلته چوپتیا دی بیا یی راته وویل: هو خو یو څه شته، هغه ښکلی مازدیګر. ځه لاړ شه دلته څوک نور دایره نه غږوی. دلته په نکریزو لاسونه سره کول اوس ګناه ده. دلته مونږ که ښه کوو دوی یی ګناه بولی، خو دوی هر څه چه کوی ځان ته یی روا بولی، دلته دایره هم نشته چه تاته دایره ووهم. د هغی دایره بازی کور په بمو الوتی، هغه د پیغلو سرداره شهیده شوی، خاوند یی هم شهید شوی، د کور ټول غړی یی شهیدان شوی دی. دلته د ولی ویلو اجازه نشته، دلته اوس شهر ناپرسان دی. اوس دلته څوک له ویری پټکان نه کوی، دلته څوک غیږی نه نیسی چی ته یی ننداره وکړی او تری نه خوند واخلی. دلته څوک فراق (چارمغزبازی) نه کوی، دلته د بیډیو، توشلو او لولک بازی دور تیر شوی ځای یی سنګسار نیولی ګوره چه څوک دی سنګسار نکړی ژر لاړ شه. دلته سګ جنګی ډیره شوی او نور تری نه لذت اخلی. دلته څوک زیارت ته د تلو اجازه نلری خو قمار بازی او غلا اوج ته رسیدلی. هو، که لمونځ کوی سپین جومات ته لاړ شه او آودس د ملا صاحب په مخ کی وکړه چه ملا دی ووینی او که نه ناره تکبیر ته به دی برابر کړی. دلته اوس هګی جنګیدل هم نشته د والیبال او فوټبال په شان شرعاً ناروا یی بولی. دلته څوک له ګدره اوبه نه راوړی، ګدر ته تلل ګناه یی بولی. ګوره د چینو خواته مه ځه هلته یخی اوبه اوس نشته، د چینو سترګی په خاورو او تیګو پټی کړی او په بولدوزر یی په بل مخ اړولی اوس هلته د زورورو دیره جوړه شوی، هلته اوس د چرسیانو دیره دی.  اما زه لاړم که مات بنګړی پیدا کړم که د اختر ټال وګورم او که ټال نه وو هغه دایره پیدا کړم. و می لټوله دایره می د خاورو لاندی پیدا کړه، دا رښتیا وه چه زمونږ د کلی د خلګو په شان دایره هم کڼه شوی وه او رنګ یی هم بدل شوی وو. نا امیده بیرته راغلم نه د پخوا په شان چا دایره راته ووهله نه چا راته سندره وویله او بلبلو هم کډه کړی وه او نه می هغه مات بنګړی می پیدا کړه او نه د اختر ټال چا جوړ کړی وو، ډیر ناامیده شوم خو کله می چه رخصت واخیست هغه زړی دایره بازی راته په غوږ کی وویل: زه ډیر زړه شوی یم بل ځل چه ته راځی زه به نه یم زه به مړه شوی یم خو لاسونه سره یو کړی بیا دی کلی ته د اختر ټال راوړی دا کلی د اختر په ټال ډیر ښه ښکاری بیا دی کلی ته شور او خوشحالی راوړی دا کلی نور غم نشی زغملی دا دسرو ځلمو سور کور دی. دلته دا کوچنی انجوڼی چه تا ولیدی چه بل ځل راځی دا ټولی به پیغلی شوی یی خو زه به نه یم. او بیا به دوی په هغه نوی ټال کی ځانګی خو یوه خبره واوره چه بیا چاته اجازه مه ورکوی چه ددی کلی ټال وشکوی او د وریجو او د قورمو دیګ چه د پیغلو خوشحالی ده په لغته ورته ووهی بیا می قبر ته راشه او په لوړ غږ د اختر د ټال زیری راکړه. خیر، که نور مو دوزخیان بولی خو زه به په جنت کی د کلی پیغلو ته د خپلو تورو زلفو نه د اختر ټال جوړ کړم او تاته به د درخانی سره یو ځای دایره ووهم چه ټول تری نه خوند واخلو.

 

زبیر شیرزاد

(تایپ کامپیوتری از ع . ق . فضلی)

 

    توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت محفوظ و متعلق به «
اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 

 

www.esalat.org