زمری
۱۰ - ۴- ۲۰۰۸

د پسرلي سنګسار

 عمرونه شول چې څارمه پرې، لار د پسرلي

لیمه مې شول اوبه، په انتظار د پسرلي

په ټولو له ډیر وخته د خزان سپیره موسم دی

په ژمی دی خرڅ شوی، مدام وار، د پسرلي

ساړه دي، تورې وریځې دي د لمر تودوښه نه شته

نن څه ټکه لویدلې، په کردار، د پسرلي

مستي خمار، خمار ده، د مطرب ساز دی  شکیدلی

بلبل دی ګونګه شوی په ګلزار، د پسرلي

نه پیغلې له منګو سره، ګودر ته دي روانې

نه زاڼو دی جوړ کړی، جګ قطار، د پسرلي

خالي دي وستلونه ، د ځلمو له ګړ او شوره

تالا والا ښکاریږی، نن بازار، د پسرلی

ګلبوټي پخواني دي خو لودن ور باندی ورک دئ

اغزي سپړي یوازی، نن مالیار د پسرلی

بورا او بلبل ځکه د ماتم جامې اغوستي

کارغه ګڼي خاونده! ځان واکدار د پسرلي

 

ګلا ن د غوړیدو له شوقه واړه لاس په سر شول

چې ځوړند ئې ولید سر، کله په دار د پسرلي

طوطي ته د قفس پر ځای، ډولۍ ده جوړه شوی

بدل ښکاری نن، ډول او سینګار د پسرلي

اشنا وږمه د ګلو، له دامان نه نه لګیږي

نن وینی او باروت لوڼی، عطار د پسرلي

آزاد لاله بندي دی نن د باغ په دیوالو کې

په زړه ئې داغ دی ایښی دې کردار د پسرلي

د شنو درو هوسۍ نن د سارا اغزو کې څري

زمرو نه هم ورک شوی دی، نیزار د پسرلي

د ستورو او د شپی څادر زمونږ په مېنه خپور دی

څرک نه ښکاری په سترګو، د سهار د پسرلي

خوږې، وږمې، لوخړې شوې؛ او تندر شوې چاودنې

بدل ښکاري وطن کې هر یو چار د پسرلي

کلونه شول چې پاڼې د شنه صبر، تکې سرې دي

په وینو اوبه شوی دی، بهار د پسرلي

څپې د خوشحالیو، د ښکلا په سیند کې نه شته

ماتم ښیندي هر خواته، کردګار، د پسرلي

یما د سوما جام د اهریمن خولې ته نیولی

بخدي نه دی جوړ شوی نن، مزار د پسرلي

توغونه خوزښت ډیر دي خو اشنا پکې یو نه شته

کاوه نه دی ورک شوی نن، اسرار د پسرلي

راځئ چې ژبه پریک او لاس ئې مات کړو ورته  غبرګ نن

د چا په خوله جاري چې شو سنګسار، د پسرلي

 

 

www.esalat.org