دوشنبه، ۱۵ اپریل ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

لیکونکي:

دکتور طاوس وردک- لندن، ۶ اپریل ۲۰۱۳

 

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Apr 8, 2013 20:47

 

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

افغانستان بیله شکه د ټولو افغانان، په شمول د لرو (کوزې پشتونخوا افغانانو ګډ کور او ګډ ګور دی)، هیڅوک یو افغان نسبت بل ته قدرتمند - صلاحیت داره - د امتیاز څښتن - زور واکۍ - نه شي ګڼلۍ، بلکه د غه پورتني خلک د یوې مور زامن (یعنی د افغانی خاوري) اوسیدونکي وو، دی او وي به که کوم وخت ځنې زور واکانو یا ځنو حکمرانانو زموږ خلک د (ایزم یعنی ایدیالوژۍ) پر بنیاد د کوره شړلي یا ېې مهاجرت ته مجبور کړې هغه یوه تاریخی او لویه اشتباه او ګناه وه او بیا څوک دغه اشتباه یا ګناه باید تکرار نه کړی که څوک بیا داسې نه بخشونکې ګناه تکرار کړي نو دوی بیا د وطن دخلکو په وړاندې محکوم او مجرم ګڼل کیژي.

د هر هیواد د اجتماعی نظم له پاره حکومتونه او سیاسی سیستمونه را منځ کیژي اکثریت حکومتونه زموږ په هیواد کې د پردو، زبیښاک ګرو - استعمار ګرو - نوی کلونیالیزم - عربانو مرتجعینو له خوا نه زموږ په خلکو د تاریخ په اوږدو کې تحمیل شوي دغه کارونه د پيړیو پیړیو په دوران کې په وار وار تکرار شوۍ دی، زموږ هیواد په دغو زمانه کې همیشه هر زمان یوه ټوټه خاوره له لاسه ورکړې ده له همدی خاطره زموږ سرحدات همداسې زیګزاک په نښه شوي دي، لکه د تزار په واسطه زموږ له هیواده (خیوا - بخارا - سمرقند - قوقند - مروه یا ماری) چې په تاریخ کې د پنجده په نامه یادیژي په زور په اکراه زموږ له نقشی نه جلا کړل شوي دی او بیا د دریو خونینو جګرو په دوران کې انګریزانو زموږ له هیواده زموږ تر نیمایی زیاته خاوره په چال او نیرنګ (د دیورند) تر نامه لاندې برنته کړی ده چې هیڅ قانونی صبغه نه لری په سر د دې چې یو تعداد خود غرضه - افغان دشمنه - پردی پرسته - پشتون ضد کسان دیورند ته قانونی بڼه ورکوي یا ېې د کرزی د ملاقات په دوران کې د انګریزانو سره تاییدوي چې دغه کاملا درواغ او د حقیقت نه لرې خبره ده، اول هغه څوک چې د بحری بندر په مزیت نه پوهیژي - بیا هغه څوک چې زیادتره د طبیعی معادنو زیرمی لرونکي خاوره پنجابی ته ور بخشش کوی هغه نه منطق لری او نه وطنی او ملی احساس لری، او همدا دلیل دی چې زموږ خلک بیګانه پروره او خودکش دی .

زموږ خلکو چې اکثریت مطلق ېې د سواد له نعمته بهره مند نه دی د بیګانه مخصوصا د اخوندی او روحانی مبلغینو بیا نن زمان د هغو افغانانو خبرې ښه خوځښت او جوشش ورته لري چې د پنجابی-ایرانی -عربانو نوکری ته صرف د یو څو زرو ډالرو یا پوڼډو غله دی سترګی پټې کړې دی خو په یاد ولرۍ چې (چپاول - غلا - رشوت خوړل - د خلکو د ثروتو او جایدادو غصبول - د بیګانه دشمنو هیوادو نه ځیره معاش اخیستل) د یوه ډیر کم وخت له پاره کفایت کوي خو بی ننګي - شرم او بې ستري چې خلکو ته د دوی له لاسه رسي بیا دغو ته څه ځواب لري؟؟

لکه همدا نن یو تعداد خلک د اسلام نه منکر شوی او عیسویت ته ېې مخه کړې ده او هغه زموږ افغانان دی، زه په دوی کوم انتقاد نه لرم (بیر کله بیر خیال) خو مهمه داده څوک چې د پلاره خبره و نه منی - د پلار د زویتوب نه منکر شي - د پلار په لاره چې معقوله او سمه وی لاړ نه شي د قوم او قبیلې او ملیتونو رسوم او عنعناتو ته احترام ونه کړي او همیشه دیوه بیګانه، دشمن، سرمایه دار، زورمند، فیوډال، روحانی، ملا، طالب، میر، پیر، حضرت، خان، ملک، خلاصه د (آی اس آی) او سي آی ای) نوکر شي او د پلار سره دشمنی شروع کړې آیا دغه کسان تاسی څه ډول انسانان بولۍ، زه وایم آسمان شین رنګ لري، خو ته وایی نه آسمان زیړ رنګ لري یا زه وایم موږ د مځکې په کره کې اوسیژو او مځکه د لمر په شا و خوا تاویژي ته وایی دروغ ده موږ له نورو ستورو نه جلا یو، زه وایم ټول ستوري په یوه غړوسکه کې قرار لري چې ورته (ناکې وې وای او ناکی وې په میلکی وی کې قرار لری) خو ته ېې نه مني او وایی اوه آسمانه دی او آسمان ته څوک نه شي تلالی، یعنی بیا را ګرزم خبره د هغو وسلې نه ده چې زموږ خلک نه دی ورباندي مسلح شوي او هغه وسله (دانش او علم دی) او تر پوهې او علم نه پورته مهمه وسله هیڅ نشته ده، او همدا علت دی چې خلک ابتدایه مکتب خلاصوی - بیا متوسطه مکتب خلاصوی - بیا ۱۲ ټولګي خلاصوی - بیا پوهنتون ته ځي او بیا ماستری اخلی بیا دکتورا اخلی او بیا پروفیسری اخلی او تیزسونه او کتابونه لیکې او د اجتماعی قرارداد په علم او د اجتماع له پاره د ستراتیژۍ په را منځ ته کولو يو پروګرام چې (تاکتیکی او ستراتیژیکي) پروګرام ېې بولي جوړوي او مرحله په مرحله هغه عملی کوې او خپل هیواد ته ترقی ورکوي .

که زموږ په هیواد کې د معارف پلویان نه وای، یا هغه کسان چې تحصیل ېې کړۍ نه وای یا هغه کسان چې په سیاست نه پوهیدلای، یا علما او متخصصین نه وای نن به د مکتبونو دروازی تړلې واې بیا که خارجی هیوادونه نه وای او زموږ ځوانانو هلته تحصیلات نه وای کړي نو به نن موږ ډیر ورسته پاتی وو، هیڅ وخت باید یو افغان په بل افغان تهمت و نه لګوی چې فلانی د هندوستان- روس - امریکا یا انګریز سړۍ دی نو موږ ته په کار نه دی چې دا ډیره غلطه خبره ده، وروڼو وطندارانو تاسې به لیدلي وی چې که یوه افغان ته ووایی قواره د لکه د (دهرمندر یا امیتابچهند غوندی ده نو ډیر خوشحالیژی) خو که ورته ووای چې هندو غونته قواره لری نو ډیر په قهر کیژي، او په دی نه پوهیژي چې هغه دوه هم هندوان دي، د بله طرفه ماته ووایاست چې هغه څه چې خوری - آغوندی - استعمالوی - په کار اچوی لکه ماشین آلات - یا د ډاکتر نه استفاده کوي - اکثریت خارجیان دی، دواوی خارجی دی - لباسونه خارجی دی، پنجابی دی، هندی دی، عربی دی، کرستونه او کرې او زنجیرونه په غاړو کې اچوی خو هیڅ کله نه وایاست چې په دغو د کافرانو لاس لګیدلای یا د هغو په واسطه جوړ شوی دی نو ما ته حرام دی او نه ېې استعمالوم، خو که یو افغان چې په شرق یا غرب کې خپل تحصیلات سر ته رسولي وی او په یوه رشته کې مخترع وي یا د هغو دولت په پوهنتونونو کې استاد وی یا دولتی کارمند وی، چې حتمی او ضروری ده باید هلته کار وکړی ځکه بیدون له کاره ژوند نه شي کولای او اولادونه نه شي لویولای، او بیا خو د یوې ملګری یا هم صنفی سره واده کوې نو دا کومه ګناه ده، اکثریت خلک چې دا خبری کوې (یا د بصیرت خاوندان نه دی یا نه پوهیژي یا ېې بیګانه ورته دیکته کوی) چې په دریو واړو حالتو کې لویه ګناه ده او زموږ هیواد فرسخونه د ترقی او تمدن نه لری ساتی، هیله ده همیشه د خپل افغان خبری - مشوری- دلایل - نصایح - اوامر او فرامین چې د خلکو په ګټه او مفاد تمامیژي ولو که د هر خارجی هیواد تابعیت ولري د زړه په غوږو واوری او قبولې ېې کړې هیڅکله د دشمن خبرو ته موقع مه ورکوي چې یو ځل بیا مو د (کمونست - اخوانی) په نامه اسلام په خطر کې دی استعمال او د خاورو خمیر کوي مو بس دی نور کونډی کول - یتیمان کول - کورونه او شهرونه ورانول - اوس باید یو د بل سره وروڼه او د ملی وحدت خبری او زمزمی په مطبوعاتو کې رواج کړي او یو بل پذیر شي یعنی یو بل ومنۍ او ورته احترام وکړۍ هغه څوک چې دروند بار دروند مسوولیت د وطن د امنیت د وطن د ترقی، د وطن د آبادی، خلکو ته د کار زمینه برابرولای شي که د هر هیواد تابعیت ولری نو باید ورسره مل او ملګری شو تر څو ددی لاری نه د دشمن ملا ور ماته کړو او افغانستان ته نجات ورکړو، امین .

 

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !