جمعه، ۱۵ جولای ۲۰۱۱

 

د برياليتوب سيګنال

 

زه په ځان مين يم، خو د نورو قدردان يمه

زه اصيل افغان يمه

مور می زيږولۍ، زه خدمت ته د انسان يمه

زه اصيل افغان يمه

ټول می غولولي، هم غليم زه د شيطان يمه

زه اصيل افغان يمه

ځمه پر لار ځمه، بريالۍ پر هر مکان يمه

زه اصيل افغان يمه

ښکلۍ می ارمان دی، خو صرف وخت ته انتظار يمه

زه اصيل افغان يمه

و ګوری تاريخ ته، زه د اصله قهرمان يمه

زه اصيل افغان يمه

ستری هېولا سره، هميش لاس په ګريوان يمه

زه اصيل افغان يمه

ښخ ئی شو فاشيزم، خو دا بل سره په چال يمه

زه اصيل افغان يمه

ګران امان می غواړی، انتقام ورته تيار يمه

زه اصيل افغان يمه

ساه، ئی ده وتلی خو جسد ته په تلوار يمه

زه اصيل افغان يمه

ښخ به شی، اباد به شی ملکونه با ايمان يمه

زه اصيل افغان يمه

 

انجنير ظهور الدين انديش

د ويانا ښار

۱۴/۷/۲۰۱۱

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org