Tue Jul 22 2014 09:56:04


اســـــــــــــدالله زمــــــــــــــری

 

 د احساس کریـکه    

کــــــله کــــــله مې د سرو وینو موجــــــــونه
د مـــــــــرام د غوړیدلــــــــــــــو تکلونــــــــه
هیجــــــــــــان د پاریـــــــــدلو احساساتــــــــو
د دردونـــــــــــو او ظلمونو تېر یــــــــــادونـه
ســـــــره رڼا د یرغــــــــــــلونو او بـــــــــریو
د مــــیـــــــدان د اتــــــلانـــــــــو غیرتـــــونه
د ویښ شوي ولــــــــــــس هڅې ستړې منډې
خوشحالۍ او رالنډ شـــــــوي مزلـــــــونــــــه
په رګو کې د بــــــــــــــري او مستې څریکې
پورته شوي په ویاړونو کې جـــــــــــــــامونه
هلهلې او ولــــــولې د انـــــــــــــــــقــلاب مو
مورچــــــــلــــــــونه، غورځنګونه ګوزارونه
د زبــــــون دښمن د تېښتې لـــــــــوڅې پوڅې
د مـــــات شویـــــو ورمېږونو ذلـــتـــونـــــــه
پـــــــــاروي مې هڅوي مې،
خــــــوځوي مې
څو چې وليکم د مست زړه فریــــــــــــــادونه
د دې سرو مغزو د محصول د احساس کریکې
د وطن د سو کالۍ تـــــــــاوده شعــــــــــرونـه

۲۲/ ۹/ ۱۳۶۲

کابل

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org