پنجشنبه، ۱۱  فبروری  ۲۰۱۰

 د خواشینی پیغام

 

نامتو شاعر، ادیب او سیاست وال ارواښاد اجمل خټک

 

 

په ډیر خواشینئ سره خبر شوم چې لوی ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت ښاغلی«اجمل خټک»  د اوږدې ناروغئ له امله له دی فاني  نړی څخه د تل لپاره سترګې پټې کړئ.

 (انالله و انا الیه راجعون)

ارواښاد اجمل خټک د پښتو ژبې زړه ور، پوخ، نومیالئ، وتلی شاعر، لیکوال او لوی سیاست پوه و.

زه په داسی حال کې چې د ارواښاد اجمل خټک د کورنئ له غړو او ټولو پښتنو او دده مینه والو، سیاسی ملګرو او دوستانو سره په دغې ستره غمیزه کې ځان شریک بولم، دده مړینه د هیواد والو او ټول پښتون ملیت لپاره لویه ضایعه بولم.

دده کورنی ته جمیل صبر او ده ته د پاک الله (ج) نه د فردوس جنت غوښتونکئ یم.

ارواښاد اجمل خټک هغه شاعر دی چی مرګ دده فرهنګي، ادبي او ستر شاعري ځواک او شخصیت نشی وژلئ،  د داسی سترو فرهنګې شخصیتونو ژوند د هغوی د مړینې وروسته پیل کیږي.

خادم چی په رښتیا وي څوک د ملک او د ملت

وطن یې پس له مرګه په مدفن فخر کوي

په ډیر درنښت

انجنیر عبدالقادر مسعود

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org