په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند د شورا له خوا

 د خواشينۍ پيغام
 

 په ډېره خواشينۍ سره مو دنه ستړی کيدونکی مبارز، وطنپالونکی او مهرابان استاد پوهندوی بازمحمد صافی د افغانستان ملی ګوند د مرکزی شورا د غړی، د بې وخته مړينې خبر تر لاسه کړ. انا لله و انا اليه راجعون.

 استاد خپله چټه ځوانی لوړو انسانی آرمانونو، په هيواد کې رښتينې سولې او دواقعی ټولنيز عدالت د تأمين سترو چارو  ته وقف کړه. استاد د خپل هيواد او خلکو سره بې ساری مينه درلوده، ده  وطنپالونکی روزل او هڅول.

استاد باور درلود چې ملی او وطنی موخو ته د افغانستان ملی ګوند رښتينولی او ژمنتيا، همدارنګه د تفکر او سياسی عمل په برخه کې ددې ګوند نرمښت، د تېريدنې، انعطاف مننې او د نورو سره ګډ کار ته د چمتووالی کړنلاره به د ملی دموکراتيکو او وطنپالونکو ځواکونو تر منځ موجودو بې مانا تربګنيو او تأو تريخوالی ته د پای ټکی کيږدی او د هيواد په سياسی ډګر کې به داسې ډاډمن او يو موټی سياسی ځواک را منځ ته شی چې د نننی بحران څخه به هيواد او خلکو ته نجات ورکړی، د سولې، بيارغونې او دموکراسۍ د ټينګښت او پراختيا کار به عملی او يقينی کړی.

 استاد د خپلې تواضع او خاکساری، لوړو اخلاقو او اوچتو انسانی فضايلو په وجه د خپلو همځولو، ملګرو او دوستانو د زړونو پاچا ؤ. په داسې حال کې چې د استاد کورنی، ملګری او دوستان ددې سترې ضايعی له امله د درانده غم شيبې تيروی، په هالنډ کې د افغانستان ملی ګوند شورا د ارواښاد استاد بازمحمد صافی کورنۍ، د افغانستان ملی ګوند ټولو غړو او په ځانګړی توګه د افغانستان ملی ګوند مشرتابه ډلې او د استاد ټولو دوستانو ته د زړه له کومې ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوی او د استاد لوی روح ته د دعا لاسونه لپه کوی.

تل دې وی د استاد نه هيريدونکی ياد.

 

 په هالند کې د افغانستان ملی ګوند شورا

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org