28 februari 2016 13:50:36


             اســـــــــد زمری

 

 

د لمر غمیزه

د ګران وطن د تورو تورو دنګو غرو له شانه،

د شنه اسمان په مورګو؛

د لمر ځلانده ټیکلی وه راختلی څه جګ،

د رڼایۍ او رنګینۍ په پلوشو باندې یې . . .

لار پرانیستله ورځ ته.

او د تنکیو هیلو شین بزغلی،

د لوړو، سترو آرمانونو چمن،

د غوړیدو د دوران تاندې غوټۍ،

هوسیدلې، غوړیدې او خندیدلې ورته.

ده د سرکش او یو مغرور ښکلي جانان په شانې،

د تغافل په ګوتو . . .

د هر یو زړه تخنوه.

په ناز روان وو چې د مینې د اسمان د عرش په تخت وخیږي . . .

* * * *

لا د غرمې مزل یې نه وو پوره،

چې د تیارو لښکرو . . .

له خړو وریځو، توفانونو او سیلیو سره،

په غړمبا سر شوې او یرغل یې وروړ . . .

ټولو تنکیو هیلو . . .

د آرمانونو د چمن او غوړیدلو د دوران غوټیو . . .

د لمر لپاره خپلې وینې ورکړې او ځار یې کړل سرونه؛

ځینو «هغو» چې به یې د لمر مخکې سجدې کولې،

شول د تیارې غلامان،

او لمر نه یی مخ واړوه،

 «هغو» ځانونه په رڼا ورځ کې ویده واچول . . .

«هغو» پرې ننګ و نه کړ . . .

«هغو» غیرت خپل کړ هیر . . .

ستورو، سپوږمۍ او څراغونو هم ځانونه کړل پټ.

لمر شو ټپي او شو یوازی پاتې

چا یې زخمونو ته پتۍ رانه وړې،

  هیلی، ارمان او غوتۍ،

شوې ځوانیمرګې او له خواره بخته

تیاری رابری شوی او شپې شوې خپرې

او د لمر ملک باندی یی

 د مرګ، او ویر . . .

غم او غربت . . .

چور او وحشت . . .

یاغي محشر راوسته.

اوس

مرګ راوریږی هرې خوا نه او وړانده خفاشان وینی زبیښی.

ټول اوس له ډیرې ژړا . . .

په عزیزانو د ماتم او د قبرو په تل کې،

ټول د تیارو له ظلمه . . .

د جهالت د حکومت . . .

 او د زړو او خوسا شوو ککریو د وحشت له لاسه . . .

وړانده يا مړه ښکاریږی

* * * *

خو لمر، هماغه زخمی شوی، ژوبل، ژوبل اتل...

تورو تیارو سره له جنګه لا ستومانه نه دی،

هره ورځ دانګي د تیارو پر مورچلونو باندې . . .

شفق یې سور په وینو...

 باختر یې ډوب په وینو . . .

او د اسمان لمنه یې سره وی په سپیڅلو وینو . . .

* * * *

ای د وطن د سوکالۍ په ولولو مینو،

ای د رڼا په ښکلا ګانو او جلوو مینو،

د پتنګانو ورونو، ای په سرو لمبو میینو،

ای د اسمان د عظمت او پروازو میینو،

ای شاه ځلمو او ای د لمر په پلوشو میینو،

دا زخمی لمر او دا زمونږ خوږ وطن . . .

 ډیر دی یوازی پاتې،

ټپونه یې ډیر دي ژور،

او له مرګي سره دی لاس په ګریوان؛

که پرې لږ ننګ و نه کړئ،

که یی شغلو سره ملګري نه شئ،

که یی یرغل ته مخه خلاصه نه کړئ،

تل به په دې تورو تیارو کې زنداني پاتی شئ!

او د جنګ په سره اور کې به لا وراته شئ!

یا به د خاورو د چنجیو په شان،

په دی بوینه او نمجنه شپه کې . . .

 بی حرکته، بی فایدی او عبث،

د ژوند په نوم ننګینې شپې تیروئ

۲۵/۲/۲۰۱۶

ویسبادن

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org