نثار احمـــد بهین

د مړو ننداری :

هر قانون کی فرد تابع د جماعت دی
وایی اجماع کی هم ثواب هم برکت دی
کوم کسان چی پر ځان نه منی دا اصل
شرمنده هم په دنیا هم آخرت دی

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی
هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

زمونږ خاوره کی پیدا شو عجیبه ډول مسلمان
چی نه خیال ساتی دخدای نه دقران
دا په ژبه درته وایی کلمه د «محمد»
ولی اصل کی شیطان دی په ایمان

هره ورځ مونګه په ویر یو 
هره ورځ مونګه دلګیر یو

څو اوباشو ښخی کړی دی منګلی پر دی خاوری
لګوی د هر افغان پر مخ شوکاری
نه پوهیږم دا له کوم نسله پیدا دی
په وحشت کی یی نړی نه ښیی ساری

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی
هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

څو چی دا ملک او جهان وی
څو چی دا جاهل وحشیان وی
خوار، غریب به تل ځوریږی
تباهی به د افغان وی

هره ورځ به مونږ په ویر یو 
هره ورخ به مونږ دلګیر یو

راشه یو موټی،یو ځان شو وطنداره
یو له بل ځینی کربان شو وطنداره
په رښتینی او صداقت سره لاس یو کړو
ستر ملت او «یو» «افغان» شو وطنداره

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی
هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

په غمونو دی غمیږم ای افغانه
په دردونو دی دردیږم ای افغانه
لیری اوسی هم له درده هم له غمه
په وار وار درته ځوریږم ای افغانه

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی
هره ورځ دلته دمړو ننداری دی

ای زما دسترګو توره ای افغانه
لږ په مینه ما ته ګوره ای افغانه
حسادت او کینه پریږده خدای لپاره
دا «بهین» نه واوره وروره ای افغانه

هره ورځ زمونږ کورو کی جنازی دی
هره ورځ دلته دمړو ننداری دی
ــــــــــــــــــــ
ماینز ـ جرمنی ـ ۰۹،۱۲،۲۰۱۴

 

 

توجه:

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org