یکشنبه، ۲۵ نوامبر ۲۰۱۲

 اسدالله زمری

 

                                      

د ماتم څادر

 

هلته بلوي  چی ټول همیش په  مزارو    ډیوی

هلته    لګوی   چی د پردو    په زیارتو   ډیوي

هلته چې خوشحال لکه وړانده په تروږمۍ کې دی

هلته چې مړی کیږی په نفرت  کې د کورو ډیوی

 

*  *  *  *  *

 

هلته  خر مهره  چې له ګوهر سره سیالې کوی

هلته چې ټپوس هم له ګربت سره مستې کوی

هلته چې ګلاب د ګنډیری په تول خرڅ شوی دی

هلته چې زمري  د یو ګیدړ غوړه مالي کوي

 

*  *  *  *  *

هلته چې وږمو او په نغمو باندی بندیز   وی تل

هلته چې حرام د ښاپیرو نجونو مکیز   وی تل

هلته چې مکروه وی په ګلشن کی د بلبلو شور

هلته چې تړلې حسن او عشق په مهمیز   وی تل

 

 

هلته چې جلاد د پرښتو جامه اغوستې ده

هلته چی هر څیز د ورکیدو جامه اغوستی ده

هلته چې دي جګې د ماتم او ساندو کریکې تل

هلته چې هر یو  ګور ته د تلو جامه اغوستې ده

 

*  *  *  *  *

هلته چې د لمر له پلوشو سره دښمن دي ټول

هلته چې ناولې او اوباش خلک پتمن دي ټول

هلته چې «د شپی څادر» خپور شوی او دي تت هر څه

هلته چې د سر سړي ښخ شوي په خوږلن دي ټول

 

*  *  *  *  *

هلته چې هر ږغ ته لکه غرونه بندیزونه شته

هلته چې هر یون ته زر ګواښونه، او جیلونه شته

هلته چې رباب خپلې مرۍ نه زیندی شوی دی

هلته چې طوطیانو ته په هر ګام کې دامونه شته

 

*  *  *  *  *

هغه د افغان د زوریدلي ولس کور دی اوس

هغه چې د هر ژوندي احساس  لپاره ګور دی اوس

هغه چې لړلی او لت پت دی خپلو وینو کې

هغه چې په  ویر ناست پکې هر پلار او هر ورور دی اوس

 

*  *  *  *  *

کله به له دغې مېنې بیا دا تور څادر شي ټول

کله   به له مونږه د ماتم دغه ټغر شي ټول

کله به    جلوو ته د زاړه برم  بیا وخاندو

کله   به وطن نه د پردیو دا لښکر شی ټول

 

۲۰۱۲/۱۱/۱۸

ویسبادن

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org