جمعه، ۱۵ جولای ۲۰۱۱

 

د مينې غږ


پروت نور بس دی، وخت تمام دی، ښوريدل دي

سنګرونه زاړه شوي، رژيدلي، پاڅيدل دي

خوځيدل دي، حرکت دي، نور وتل دي

د غليم خوا ته دقيق، دقيق، کتل دي

رنګ ئی زيړ، خوله ئی ده ما ته، مخ پړسوب شو

ددی مټو زور ئی وليد تښتيدل دي

ذخيره ئی د عمرونو سپيره شوي

قبرستان کی فغانونه ژړيدل دي

خلک ئی نه لری صحی بيمه زوريږي

ملېاردونه مصرف شوی کړيدل دي

رهبران ئی ما شومانو شانته رېږدي

څه وخت راغۍ افسوسونه او ژړل دي

ورځ په ورځ حالات خراب دي پراخېږي

اوباما دی که جورج بوش دی ډېر غولېږي

زه په مينه کی خندا کوم ګډېږم

مازديګر دی، مازديګر دی رارسېږي

 

انجنير ظهور الدين انديش

دجولای ١٢ نېټه د٢٠١١ م کال

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org