پنجشنبه، ۱ سپتامبر ۲۰۱۱

 

د مينې زور

ما د مېن د خولګۍ جار کړی

چی ېو خبره څو ځلي راته کوينه

 

آدم خان ځان باندی مېن دی

په لېاره درومي خپله مينه لټوينه

 

مينه سېلاب ورځنی وړۍ

دی لامبو زن دی لامبو کړي ورپسی ځينه

 

ستا د وصال په آرزو راغلم

ځای می زندان شو سری لمبی می سوځوينه

 

خېر دی سکروټو کی به وريت شم

مېن منلي دي په ځان مشقتونه

 

په تنهائی کی په تنګ نه ېم

زه په تنګ شوی کورني شېطان نه ېمه

 

دا ستا په مينه لکه دار شوم

ما قبول کړي د ازله تهمتونه

 

د بد نامۍ ځنځير په ملا دی

دا ستا وصال که می نصيب شی ورک به شينه

 

مينی ته ځان رسول فرض دي

مينه هم وخت ته منتظره را به شينه

 

که مينې زور را باندی وکړ

قېامت حتمي دی ضروري به ېو ځای شونه

انجنېر ظهورالدين اندېش

۱/۹/۲۰۱۱

ويانا

 

 

 

  

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org