دوشنبه‏، ۱۴‏ اکتبر‏ ۲۰۱۳

           

د مبارکی پيغام

 

غیرتمنو، پتمنو او درنو عزتمنو هیوادوالو وروڼو، خویندو ګرانو ځوانانو او د سترګو تورو ماشومانو!

لوی اختر مو مبارک شه د ناخوالو، دردونو او غمونو په آمان اوسی.

هسی خو هم له بده مرغه د جګړی ناولو ټپوسانو او سخت زړو ښرمښانو زموږ د ګران او خواږه خو ټپي ټپي ټاټوبي څخه د خوښی او سوکالی ټغر ټول کړی او د هیواد په ګوټ ګوټ کی د ویر او غمجنو ساندو انګازې خپرې دي او ورځ تر ورځی مو وطنپال او میړنی ولس د خونړي ناتار او غدار استکبار د اور په لمبو کی سوزي.

د عرش ځواکمن او نیاومن سلطان ته لاسونه لپه کوو چې پر ګلالي او ویاړلي ګران افغانستان د رښتینی اختر ځلانده لمر زرینې او اختریزې وړانګی خپری کړي داسی رښتینی او خواخوږی زعامت مو په برخه کړی چی دغو ویرجنو تراژیدیو او ناورین ته د پای ټکی کیږدی.

دا زوریدلی او غمیدلی ولس مو بیدار او هوښیار کړی چی د غلو او داړه مارانو تور او خیرن لاسونه چی کلونه کلونه د افغان ملت ترستونی تاوشوی په جسارت او قاطعیت مات او لنډ کړی نو هله به زموږ اختر رښتینی اختر وی.

د داسی نیکمرغه او غوړیدلی راتلونکی په هیله.

افغان ننګ ویب پاڼه بسم الله اکبري

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org