Sun, May 15, 2011 12:28

اسدالله زمری


 

د مُصیبت غوغا

 

   هره تیــږه ده سکروټه، ټولو شګو نه خوږ لــــن جــــــــــوړ

   هــــــره ونــه  ده شناخته، ټــــولو پـــاڼو نه کفن جــــــــــوړ

   د باران څاڅکي هم دلتـــه لکه تنــــدر راپـــــریـــــــــــوځی

   ټوله ځمکه خو لا پریږده، دی آسمان ورته دښـــــــــمن جوړ

   د هر بوټی په رګو کی د شهید ویــــــنــــــه بهــــیــــــــــږی

   په هیڅ ځای به پیدا نه شی د ژوندی - مړی بدن جــــــــــوړ

   یوه لویشته خاوره نشته چی خالی بــه وی له خلــــــــــــــکو

   پـــه هر ګام کې یو څوک ښخ دی، قبر هر چاته مأمـــن جوړ

   د ټوپکو تورو خولو کې، د قیامت د شپـــیلی غــــــــــــږ دی

   پری هر څه زیر او زبر شول، کنډوالو کړ دا وطن جــــــوړ

   مصیبت دی چې غوغا کړی د افغان ولس په ځمــــــــــــــکه

   جنګ، سیلاب او زلزلو کړ له دې ملک ځنی مدفن جـــــــوړ

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org