داکتر محمد ظاهر حکمی

 

د پسرلی زیری

 

ځا نګم  په ټا ل کی د پسرلی ، لــــرم  د زړه ارما ن

تر سر به شی می غو ښتا ، د پسرلی پــــه ا رمغا ن

خوښ یم د ګل چمن  با غو بوستا ن  پــــه زرغونتیا

د خو ښی  ټا لونه خورمه ، سره می لــــــه  یـــاران

د  بز ګرو  کروند  ګــــرو  د هیـــــلی  ورځ  راغی

د  چوغکو  بلبلو خـــــــو ښۍ  شو  پـــــــه  ګلستا ن

شنو ورخو هرخوا په وده  شی ګـــــــــړۍ  په ګړۍ

هڅی د زیار وهی  څپی ، پـــــــــه زړه کی د انسان

پسرلی په راتلو د نوی کال سینګارشی پـــــه سترګو

د خوښۍ احساس ښخ شی په زړه کی د زوړاوځوان

په غرونو د  منو نو کی  ژو  ګــــرځی  ډ کی خیټي

شپانه د رمی شاته ښکاری خوښ  په خـــوله خند ان

د  ژمی له  سا ړه  با د و نه خلک  شی  پـــــــه امن

پسرلی  کی غرو  رغو رنګینی  په  ګل  د ا رغوان

خرمی  د  پسر لی خلکو زړونو کی  خوری ټـا لونه

د خه  ژوندون بحیر د رومی،  په نڅــا و په جولا ن

کوچا ن په خوشحا لی او اوښا ن  پــه غړغړی  وی

و طن  ته شی  په راتگ ، د  کډ وا لو لوی  کاروان

څړ ځا یونو کی  څارویو ښکاری په خیز پــه مستی

ګوری  په  هڅه  با ند ی ، کروند و کی  بــــز ګران

په  پلو ا و په  پټیو  کـــــــا  ته  شی  د کــــر هــڅی

هر یو ورته خوښ د خلک  خه ژوند  پــه  ګـــزران

راتګ  د نوی کا ل او پسرلی مبارک  وا یي حکمی

غواړی سمسور په  سوکا لی دا خـــوار هیواد ودان

 

Sat, April 10, 2010 16:23

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org