17 september 2015 21:26:40


             اســـــــــد زمری

 

 

د قیام چیغه

 

ځۍ چې وران یې کړو جیلونه ، ځۍ چې بل کړو پرې اورونه

ځۍ    چې  ویې سوزو قصرونه  ،  څو وطن   په   رڼېدو شي

څوک به یې ووژني ملګرو ، څوک به یې سوړ کړي په پوکیو؟

که    زمونږ    د زړو    سکروټې    په   لمبو    په   بلیدو   شي

ځۍ    چې   کېنوو    په    ویر   کې    لېوني   د زور   او  زرو

څو    د عمر     ویر ژړلي       په خوښۍ    په    خندیدو  شي

 اوچت    پورته    کړي     ملګرو    دزمان     د     تقاضا   غږ

 څو    چې  د ا ویده  ولس پرې لږ  په شور  په  ویښیدو  شي

چې    دوکه    نه   شۍ په رنګ یې ، دا ګلان ندي زقوم دي

د   سرو   ګلو   باغ    زمونږ    به    نن  سبا  په  غوړیدو  شي

د    وطن    له مینې   جوړ   دي   که زمونږ   وجود  یا سر دی

نو   زمونږ   ژوندون به څه وي ؟ که   وطن   په ورکیدو شي

په    ګولیو   به یې   توده   کړم   په    ایمان   مې د قسم    وي

 هغه   دم   چې   مې   سره   وينه   یوه  ذره    په  سړیدو  شي

چې    دخلکو    لار کې    نه مري    د دې خاورې    لایق ندی

کاشکې    مړی    دې    زمریه   دلته    وړ      د ښخیدو  شي

 

۲۹/ ۷/ ۱۳۵۶

دارلامان کابل

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org