دوشنبه، ۸  فبروری  ۲۰۱۰

 


لوړ سياسي، ادبي او انقلابي شخصيت، شاعر او ليکوال اجمل خټک

 

د تسليت پيغام

 

ته وې په عزم  اراده کې خپل زړه ور خټکه !

د  پښتونخوا  د  پښتنو  پښتون  رهبر   خټکه !

ته وې اديب ته وې شاعرته وې محبوب دولس

ته  وې ملګرۍ  د مظلوم  په  لر او بر خټکه !

د باچاخان د صمد خان پرلار دې پل ايښۍ دی

ته  لکه  باز چې الـوتې  په  لـوړ خيبر خټکه !

تا به ويـل چې  پيښور کابـل مې خپل وطن دی

د خپلواکۍ شمـله  وه  لوړه  ستا په سر خټکه !

ستا د غـيرت جګه  شمله به  جګه  ساتي  دلته

لکه جګ سرچې جګ ولاړدی په سپين غرخټکه !

 

 

د خبرونو څخه مې واوريدل چې: منلۍ لوړ سياسي، ادبي او انقلابي شخصيت، انقلابي شاعر، ليکوال او لوی جرګه مار اجمل خټک په حق رسيدلۍ دی. دده مړينه لويه او درنه ضايعه بولم چې تر ډيره ډيره به ئې په سياسي، ادبي او انقلابي ډګر کې ځای تش پاتې وي.

زه د خدای بښلي خټک د درنې کورنۍ، د نشنل عوامي پارټۍ د غړو او ټولو افغانانو سره په دې لوی ماتم کې ځان شريک بولم او خپله ژوره خواخوږي او خفګان څرګندوم.

د لوی خدای څخه ورته جنتونه ښاد او آرامه روح او درنې کورنۍ ته ئې د زړه صبر غواړم.

 

په درنښت

 

انجينر عبدالکبير کاکړ

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org