Sun Dec 14 2014 19:21:24


             اســـــــــد زمری

 

د وینی سیلاو

له ماښام او له سحره وینې څاڅي

د وطن له هر پرهره وینې څاڅي

دلته ورځ ده په سرو وینو لړل شوی

ټوله ورځ تر مازیګره وینې څاڅي

د عزت، پت او ناموس نومونه ورک شوه

د افغان له کور، ټبره وینی څاڅي

نه رسول او نه قران مو چاره وکړه

چې له الله اکبره وینې څاڅي

انتحار، فساد او ظلم مو عادت شو

اوس له هر سالم ځیګره وینی څاڅي

 چې کرلی مو پخپل لاس وو وطن کې

دهغه کښت له ثمره وینی څاڅي

د جهاد د باغ ثمر دی بل څه نه دي

له محراب او له منبره وینی څاڅي

  Sun Dec 14 2014 19:21:24

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org