فاروق فردا

مسکو

تاریخ ارسال به «اصالت»:

Sun, October 17, 2010 22:36

 

د فاروق فردا څو ښکلی شعرونه

------------------

 

د وینو رنګ

 

لکه د ژرندې تیګي،

هره ورځ ګرزي پر سرونو زموږ

کیسې د اور او هم کیسې د وینو

څومره دي ډېري تويي شوي ویني.

هر یوه دلته وینه وینه وايي

خو هيچا ونه ویل:

د چا دي توري؟ د چا سپيني ویني؟.

 

وینه

 

زموږ په وینو کې خدای څه ګډ کړي؟ خدای پوهېږي

چې ورته تږي د دنیا خلک دي

څومره چې څښي، هغومره نور هم غواړي.

هغوی مړېږي نه او

چينه د دوی د وینو نه وچېږي.

په فلسفې د دې پوه نه شومه چې:

دا څه بلا؟ ها څه بلا خلک دي؟

 

دوینو تږي

 

دا څه خلک دي؟ چې وینو ته دي تږي

خپلي ویني څښي، یا ستا، یا که زما دي

د سرو وینو د جامونو تږي وايي:

د انګورو ویني نه دي چې یې څښل په چا حراموي

دا د نورو مفتي ویني دي روا دي.

 

سور تاریخ

 

د وخت له مخ و سترګو اوري د باران غوندې چې،

څوک وایي بل څه دي دا ویني ندي

خو د تاریخ د کاغذ پاڼه زموږ

ان له اوله سره ده

ځکه نن هم مو د لمرونو وړانګې سپیني ندي.

 

زېری

 

د وږمو د زلفو عطرو زېری راوړ

پسرلي را روان کړی خپل کاروان دی

زموږ د هیلو شاړ فصلونه به بیا شنه شي

د وخت پېغلو به د شنو سندرو ډنګ ته

آچوي به اتڼونه او ګډېږي

ژمي هم ګډه تړلې او روان دی.

 

زه او ته

 

ما وې چې ستا سترګې به شم، ځو چې مې ځان وګورم

څومره چې نږدې شوم درته

هومره ځان شو ورک را نه

«زه» چې تر څو «ته» نشم

او «ته» په ما کې «زه» نشې

زه به خپل ځان نه ګورم، زه به جهان نه ګورم.

 

خوب

 

د ژمي خوب یې پوره کېږې نه چې هر څه وکړم

زما په سترګو زما په زړه ورېږې

باڼه مې ستا د رڼا څاڅکي ټولوي لپو کې

ته پرې شېبې شېبې ورېږې

څومره ښه ورېږې

 

ستړی

 

ووایه بڼو ته دې

چې سترګې را نه واړوي پېرې دې را ته نه کوي

خوب یم ستا په سترګو غواړم پرېوزم

وامې خله دمه مې شه او خپل مې کړه پخپل ځان کې

څو چې ستا د مينې د ستړیا له غره را کېوزم.

 

د مچکو ستوري

 

که دې سترګې پټي هم وي

نو باڼه خو دې ما څاري

ما وې ږدم په رڼا ورځ به ستا پر مخ د مچو ستوري

خو د حسن تر آسمانه دې لا اوس هم

لړې لړې تورې تورې ورېځي ښکاري.

 

کیسې

 

ستا د خندا لمنه تاوه شوه را تاوه شوله

ما پکې ولوستلې

زما وستا د بېګاني او هغو نورو ګناهو د ثوابونو کيسې

د یوه شنه پسرلي زېری پکې هم ښکارېده

او زما و ستا د شوګيرو د مزلونو منزلونو کیسې.

 

تله مسکو- ۲۰۱۰

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org