شنبه، ۲۷ نوامبر ۲۰۱۰



دیپلوم انجنیر عبدالکبیر کاکړ
 

 

 

 د زمان جبر

 

مونږ د پوهنې د روزګار څه فقيران خو نه وو

په رڼا ورځ چې لار ورکيږي د زمان له جبره

مونږ له هوس او له خوښۍ دلته راغلي نه يو

چې په راتلو مې نن ګواښيږي د زمان له جبره

مونږ سره چا هم په خپل وخت کی مرسته ونکړله

دا په پنډونو چې اوس کيږي د زمان له جبره

مونږ خو د دوی په دښمنۍ کی په دې حال اخته شوو

اوس چې دا زوړ دښمن دوستيږي د زمان له جبره

زمونږ سلام ته له ډير کبره عليک نه وايه چا

لاس په سينه چې اوس دريږي د زمان له جبره

مونږ ترحم، مهرباني له چا ليدلې نه وه

اوس لکه پلار پر مونږ رحميږي د زمان له جبره

په صليبي مرض اخته ظاهر باطن ئې بيل دی

چې عقيدې مو ساتل کيږي د زمان له جبره

شمشاد خيبر پامير سپين غر لا هسې جګ ولاړ دي

که ئې پر سر کاروان تيريږي د زمان له جبره

وخت به ئې راشي چې ملاله بيا خپل غږ اوچت کړي

ميوند کې سور بيرغ جګيږي د زمان له جبره

کاکړه دا ورځ به راځي خو ته به ئې او که نه؟

د تيښتې بيا ميدان ګرميږي د زمان له جبره

 

انجنير کبير کاکړ

۱۰ ـ ۱۱ ـ ۲۰۱۰

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org