دوشنبه، ۱  مارچ  ۲۰۱۰

 


داکتر ظاهر حکمی
 

د ژوند په جنون

 

په څه ګناه  خطامی د ور وښود  غـــــبرګون

نه وینم په خوی کی د چه اوسی لـــــږ سمون

د مینی او محبت په درشل کـــــوم چه روانی

څله  د نه  ده هڅه  د مینی  پــــه  تــــــــړون

زمان راغلی د عصر غوښتا پــــــــــوری نن

ژوند چاری به سمیږی  د مینی پــــــه ګډ ون

دوسیه کی می د ژوند ګوره په لــــــوړه کچه

اوسی  دوامداره  په چرخش او د ګــــــرګون

هم نوعانو کی ځان  نه وینم  پـــــــه ټیټه کچه

هیله مندیم چه برۍ شم د ښه ژوند پـه موزون

په  کړ کیچ  کی د مینی ناخــــوالۍ  ده حتمی

په بیلتون کی د مینی  یم پاتی جــــــــګر خون

په بید یا کی د مینی تیــــروم  ژوند یـــــواځی

په ځغم کی دی خوارو ښکارم زیړکله ګلګون

زیړۍ  می د مخ  ښکارندوی د می  بیـان  ده

په مینه  کی  نشته  نه  قا ید ه او نه  قـــا نو ن

د مینی  په  دستور ورتګ  د زړه ارمــان  ده

له بده مرغه مینه کی  نشته  د ژونــد  مسو ن

بار یکۍ  د ژوند  ګوره حسا سه او  ده  پـــټه

هر یو ګړبنګ ګرځی اخته د  ژوند پــه جنون

محراب کی  د مینی حکمی  ګوره  پـه  سجده

غمو ځنی  خوار ګرځی  پیچلۍ  په  لـــړمون

  

٭٭٭

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org