سه شنبه، ۲۱ می ۲۰۱۳

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد

 

د افغانستان تاریخی او صمیمی دوست هیوادونه

دکتور طاوس وردک

 

 

(«اصالت» در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در «دیدگاه ها» به دوش نویسنده گان آنها میباشد!

 

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د مختلفو هیوادو مخصوصا همسایه ګانو له خوانه تهدید او تر ډول ډول فشارو لاندې نیول شوۍ وو، خو زموږ خلکو چې په عمومی ډول سالمه رهبری ېې نه درلودله تل د نابکارو او خرڅ شویو افغانانو له خوانه بیرته زموږ په حریم دشمنانو ته زمینه د تجاوز او اشغال برابره کړې وه او زموږ خلک ېې د لوېې بې سترۍ سره مواجه کړي وو، خو زموږ هیواد هغه وخت هم یو تعداد صلح دوست - خیرخواه او بې مقصده دوستان او طرفداران لرل چې له هغو جملې نه د ترکېې او هندوستان هیوادونه دي ، د تاریخی لحاظه دغو دوو هیوادو نه یوازې چې زموږ په داخلی او خارجي امورو کې لاس نه دی وهلی بلکه زموږ د هیوادو سره ېې په مختلفو زمانو کې او مختلفو رژیمو کې، علمی - فرهنګي - تخنیکي او نظامی او تجارتی مرستې کړې دی د مثال په ډول د ترکیی هیواد چې د هغو پیاوړۍ او قهرمان میړه اتاتورک د ترکیی هیواد ته آزادی او ترقی ور په نصیب کړه زموږ د نو بنیاده هیواد افغانستان سره د امیر امان الله خان سره ډیرې مرستې کړې دی یو له هغو نه زه د یوه عیني شاهد په توګه وایم چې زموږ سره ېې د ویزې سهولتونه او مجانی ویزه مخصوصا هغو کسانو ته چې د افغانستان د خدمت (ګلابی) پاسپورت لرونکي وو د ترکیی هیواد ویزه ضرور نه وه مثلا زه شخصا د حزب دموکراتیک خلک افغانستان په دوران کې په ۱۹۹۰ کې د یوه کاری سفر په خاطر چې د خدمت پاسپورت می لرلو ترکیی ته لاړم او هلته ېې زما سره ډیر انسانی برخورد کړې او هغه وخت چې ما پاسپورت ورکړو نو ډیر زر ېې ټاپه کړو او بیرته ېې را کړو او نور یوه هفته چې ما خپل کارونه تر سره کړل بیرته چې را وتلم بیا ېې ماته خروجی ټاپه کیشوه او په عزت ېې رخصت کړلم چې دغه د امان الله خان د وخت تعهد او قرارداد وو او ترکانو ته تر نن زمانه د اعتبار وړ دې، دوهمه خبره داده چې ترکیی زموږ ډیر زیاد ارکان حرب افسران تربیه او زموږ اردو ته ېې تقدیم کړل (د ظاهر شاه له وخته بیا تر حزب دموکراتیک خلق افغانستان پورې) چې د نړۍ په ارکانحربی مکتبو کې ټاپ ارکان حربان هغه وخت شمیرل کیدل، نن سبا ترکیه زموږ د هیواد سره ډیرې بیشماره هر اړخیزه مرستی کوې امید واره یم د افغانستان خلک د ترکیی بې غرضه - مرستو ته هر کلۍ ووایی او همیشه د ترکېې هیواد د خلکو منندویه ووسي، او نن وینو چې د ترکیی هیواد زموږ سره په نظامی، تحصیلی، تجارتی، علمی او فرهنګي برخو کې د (ناټو) په چوکاټ کې خپلو انسانی او دوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او زه یقین لرم چې ترکیه زموږ سره ملاتړې وه او ملاتړې به وي، ژوندۍ دې وي د افغانستان او ترکېې تر منځ نه شلیدونکې دوستي.

د ترکیی تر څنګ یو بل ډیر با فرهنګه او با تمدنه او د لوی غرور څښتن هیواد چې نن د نړۍ د پرمخ تللو هیوادو په قطار کې ولاړ دی هغه د هندوستان دوست او زموږ ملاتړۍ عزیز هندوستان دی، هندوستان د ابتدا نه زموږ د امیرانو او سلاطینو او شاهانو له طرفه ځوریدلۍ، کړیدلۍ او ډیر تلفات ېې ورکړي دي خو په سر ددې هم بیرته زموږ سره په ډیر انسانی - اخلاقی - او زړه سوي سره خپلو هر اړخیزه مرستو ته ادامه ورکوي، زما په یاد دی چې هندوستان زموږ د هیواد په مختلفو رژیمو کې د افغانستان د خلکو ملاتړلې وه او نن هم هندوستان وروسته له امریکا - جاپان نه دریم هیواد دی چې ډیری زیاتی بی مقصده او په موقع سره ېې په حدود دوه ملیارده ډالره مرستې افغانستان ته ورکړي دی، زه د یوه عینی شاهد په توګه وایم چې کله زه د یوه بل ملګرې رسول خان سره د ارکانحربۍ مکتب چې دوه کاله ېې دوام وکړو البته په ۱۹۷۵ کې لاړو د ابتدا نه کله چې د هندوستان هوایی میدان ته ورسیدو هلته زموږ په انتظار یو افسر ولاړ وو او موږ ېې یوه لکس هوټل ته بوتللو او بیا ېې د طیاری ټیکیټونه را ته واخیستل او د ریل ټیکیټونه ورسره نو ېې په عزت داری تر اکاډمی پورې بدرقه کړي یو او په هره تم ځای (ایستګاه) کې یو افسر د یوه (تیفن باکس) برتن یا د ډوډۍ خوړلو بسته ظروف لرونکې بکس را کړې او تر هدف ېې زموږ قدر کړۍ دی او هلته ېې هر یوه ته دوه اطاقه اپارتمان چې ټول لازمی ضروریات پکې وو موږ ته را کړۍ او بیا ېې د هیات رهبری سره او استادانو او همصنفیانو سره چې ډیرۍ ې هندوان او لږ نور ېې مصریان بنګله دیشیان - نيپالیان - ملیزیایان - کینیایان - حبشیان - نایجیریایان او موږه افغانان وو معرفی کړي یو، هندوستان تر بل هر هیواد نه په نړۍ کې لوړ تحصیل لرونکي او ډیر پوه وطن پرست افسران لري (ما په افغانستان - شوروی - روسیه او لندن) کې تحصیلات کړي خو د هندوستان درسونه او سویه هیڅ چیرې نشته د هندوستان تحصیلی سویه ډیره لوړه ده، زموږ سره ېې همیشه لکه د خپل هیواد د افسرانو په څیر برخورد کړۍ دی، ما په وار وار د افغانستان د دفاع وزیرانو ته ویلي دي چې همیشه افسران د یوه لوړ کانکور وروسته البته چې انګلیسې ېې فوق العاده زده وې او په انګلیسي او ساینس کې ۱۰۰ نمری ولری هندوستان ته ولیږۍ تر څو موږ ته (چپ) زده کړۍ البته نه چپس، بلکه (چپ) مایکرو الکترو تخنیک او کمپیوټر ساینس خاصتا په نظامی برخو کې، هندوستان نن اتومی بمونه جوړوی - قاره پیما راکټونه جوړوی - ډول ډول درون تخنیک او وسلې - جټونه او هلیکوپترونه - او د طیارو ضد سر شانه ېې را کټونه او ټوپچي - (خاصتا اباټ تانک) د هندوستانه د افغانستان اردو ته واخلۍ زموږ وسله وال پوځ په هندی محاربوی تخنیک سمبال کړۍ، اګرچه ډیر ناوخته دی خو بیا هم په حدود ۱۰ بلیونه ډالره نظامی قرارداد ورسره امضا کړۍ، تر څو زموږ سربازان او افسران زموږ داخلي دشمنان په ډیر کم وخت کې وځپي او د خاورو خمیر ېې کړي، تر هندوستان بل ښه هیواد موږ ته نه شي پیدا کیدلای

ژوندۍ او تل پاتې دې وي د افغانستان او هندوستان دوستانه او بې غرضه دوستي .

لندن د مې ۲۱ - ۲۰۱۳

 

 

«اصالت» مطابق پالیسی نشراتی خود در تصرف، ویرایش و تصحیحات لازم انشائی و تخنیکی در متن نوشته ها و مقاله ها

 دست باز دارد و این حق را به خود محفوظ میدارد !