الحاج استاد دوکتور محمد سعید (سعید افغاني)


الحاج استاد دوکتور محمد سعید (سعید افغاني)

د پوهې، علم او ادب د پیاوړي قلم خاوند

 

تهیه کننده:

 انجنیر عبدالقادر مسعود همکار قلمی «اصالت»

 

د فبروري (۲۵) نیټه د استاد سعید افغاني د وفات اوه ویشتمه کلیزه ده.

زه د داسې یو نامتو عالم او تکړه لیکوال په اړه څو کرښې لیکم، چې دهغه دروند نوم نه یوازې زموږ په هیواد کې، بلکې په نورو هیوادونو کې هم د یو مخور استاد، علمي، روحاني او ملي شخصیت په توګه خپل ځانګړې ځای او مقام لري.

زموږ په ټولنه کې زیاتره خلک د نومیالیو، وتلیو او میړنیو څیرو کارنامې او ویاړنې هغه وخت ستایي او نمانځي، چې هغوی په دې دنیا کې نه وي. دا ډیره ښه خبره ده، موږ باید د دوی یاد په خپلو زړونو کې ژوندی وساتو، خو که په ژوند کې هم د هغو پر آثارو، علمي او څیړنیزو کره کتنو، سمینارونه، کنفرانسونه، غونډې جوړې کړو او دوی یاد کړو، دا به د اوسنیو او راتلونکو ځوانو نسلونو د دیني، علمي، ملي، ادبي او فرهنګي ودې او پرمختګ لپاره کارنده او ژور اغیز ولري.

ارواښاد استاد دوکتورمحمد سعید (سعید افغاني) څو اړخیز شخصیت لري، ده نه یوازې زموږ دهیواد د دیني او مذهبي علومو ډیوې بلې ساتلې وې، بلکې د یو محقق، مو‌لف، څیړونکي، تاریخ پوه، سیاست پوه او ټولنیز پوه په توګه ډیر مشهور شوې هم وو.

ارواښاد استاد دوکتور محمد سعید (سعید افغاني) د ارواښاد مولانا عبدالمجید (ساپي) زوی وو، چې پر (۱۳۰۰) لمریز یا (۱۹۲۲) زیږدیز کال کې د لغمان ولایت د عمرزیو د خیرآباد په کلي کې په یوه درنه او روحاني کورنۍ کې زیږدلې دی.

 د ده پلار ارواښاد عبدالمجید (ساپی) په خپل وخت کې د نامتو علماوو، مشایخو او مدرسو له ډلې څخه وو، چې ډیرو زیاتو دیني عالمانو خپلې زده کړې د ده په لارښونې ترلاسه کړې دي. استاد سعید افغاني صاحب د تفسیر، حدیث، د فقهې اصول، فلسفه، منطق، بدیع، بیان، معاني، تجوید، صرف او د شرح جامی علومو زده کړې، هم له خپل پلار او یو شمیر نورو عالمانو په لارښوونې سرته رسولې دي.

پروفیسورعبدالله بختانې (خدمتګار)، چې زموږ د هیواد یونامتو عالم اوتکړه لیکوال او شاعر دی، په خپله یوه لیکنه کې داستاد سعید افغاني صاحب په اړه داسې کښلي دي:

 (. . . دې ماشوم د خپل وړوکتوب په دوره کښې د خپل کلې له ماشومانو سره د خیر آباد په خاوره خاپوړې کولې. پلاریې لوی مدرس او د تیګړو د ښار د جامع جومات خطیب او امام وو. دهغه وخت له رسم او رواج سره سم مدرسانو به ددیني علومو طالبانو ته درسونه ویل.

د درسونو نصاب معلوم و. د تفسیر، حدیث، فقهي، د حدیث اصول، دفقهي اصول، صرف، نحو، بدیع، بیان، معاني، تجوید، منطق او فلسفې باندی شامل و. ځینو متبحرو عالمانو به د دغو ټولو موضوع ګانو کارکاوه، ځینې به په یوه څانګه کښې مشغول وو چه د هغه وخت په اصطلاح د هماغه څانګې عالم یا ملا بلل کیده، لکه د فقهي ملا، د حدیث، یا تفسیر یا صرف، یا نحو، یا منطق . . . ملا او داسې نور.

د خط، حساب او نظم «ادبیات» لپاره بیل درسونه وو، او استادان یی «ناظمان» بلل کیدل.

دوی سره، د دیني علمونو طالبانو، چه د هیواد له ګوټ ګوټ نه راتلل او د هغه کلي او شا و خوا کلیو د خلکو په مرسته، خیراتونو او صدقو ژوند کاوه.

محمد سعید، د خپل پلار د درس په حلقه کښي خپلي لومـړني زده کړي وکړی. د دیني موضوع ګانو، او د صرف، نحو، منطق او معاني مبادي یې هلته ولوستل او هملته ښایسته ښه ملا شو. . . .)

استاد سعید افغاني صاحب د لومړنۍ زده کړې وروسته پر (۱۳۲۰) ل کال کې رسمي آزموینې سر ته ورسولې او بیا د کابل دارالعلوم ته، چې په سیمه کې یو نامتو دیني مرکز وو، په پنځم ټولګي کې شامل شو. پر (۱۳۲۵) ل کال کې له دولسم ټولګي څخه په ډیره عالي درجې سره فارغ شو. د کابل د دارالعلوم د مقاماتو له پریکړې سره سم، د ده پر سر د مولوي توب لونګۍ وتړل شوه، اوهلته د استاد په توګه وټاکل شو. ده پر (۱۳۲۸) ل کال په ننګرهار کې د نجم المدارس دمدرسې د مدیر (سرمدرس) په توګه پوره لس کاله خپلې دندې ته دوام ورکړ. بیا کابل ته راغی د میرویس نیکه لومړۍ ښوونځي کې د ښوونکي په توګه او ورپسې د حبیبیې په لیسه کې د دیني علومو (تفسیر او منطق) د ښوونکې دندې لرلې.

 

 
تصویر یادگاری الحاج سعید افغانی با شاگردان لیسه حبیبیه

استاد سعید افعاني صاحب پر (۱۳۴۲) ل کال یا (۱۹۶۴) ز کال کې د لوړو زده کړو لپاره مصر ته ولاړو، او هلته یې تر (۱۳۴۷) ل کاله پورې د جامع الازهر په پوهنتون کې د فلسفې او الهیاتو په څانګه کې خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. د خپلو لوړو زده کړو وروسته د الازهر له پوهنتون څخه د لیسانس، ماستري او دوکتورا دیپلومونه یې تر لاسه کړل، بیا خپل وطن ته راستون شو.

 

 
الحاج سعید افغانی در سال (۱۳۴۲) مطابق (۱۹۶۴) غرض تحصیلات عالی به قاهره اعزام شد، دکتورای خویش را در رشته فلسفه و الهیات از پوهنتون مشهور اسلامی جهان (جامع الازهر شریف) بدست آورد

کله چې دی پر (۱۳۴۷) ل کال کې وطن ته راغی، لومړی د روښان په دارالمعلمین کې د تاریخ مضمون د استاد په توګه وټاکل شو. بیا پر (۱۳۴۸) ل کال کې د پولې تخنیک انستیتوت د ټولنیزو علومو په دیپارتمنت کې د استاد او آمر دندې تر سره کولې. ورپسې پر (۱۳۵۲) ل کال کې د داوُد خان په فرمان سره د عدلې وزارت په چوکاټ کې د قضا د عالي شورا د غړي په توګه په مافوقې رتبې کې (وزیر) وټاکل شو، چې تر څنګ یې د قضایي محکمې چارې هم مخته بیولې. په همدې وخت کې د کعبې زیارت ته ولاړو او د حج په مراسمو کې يې ونډه واخیسته. دی پر (۱۳۵۷) ل کال کې د تمیز د عالي محکمې (قاضي القضات) د رییس په توګه، ورپسې د اسلامي شئوونو د وزارت او وروسته د علما او روحانیونو د عالي شورا په رأس کې دندې تر سره کړې دي. استاد سعید افغاني صاحب په خپل وخت کې د پلار وطنې جبهې یا ملي جبهې د مرستیال په توګه، د ژورنالیستانو، لیکوالانو، حقوق دانانو د ټولنو او د اکادیمي علوم د علمي غړي په توګه وټاکل شو.

په پوهه او هنر کې لومړی شرط استعداد، بیا استاد او ورپسې د ده خپلې هلې ځلې دي. استاد سعید افغاني صاحب ته پاک خدای یو ذاتي او ځانګړې استعداد ور په برخه کړی وو، ده د خپل پیاوړي قلم په وسیله، هغه وخت چې لا د عربي دارالعلوم زده کوونکې وو، په دیني، اخلاقي اوټولنیزو برخو کې ډیرې په زړه پورې لیکنې او مقالې په مطبوعاتو کې په پرله پسې توګه کښلي او خپرې کړې دي. نوموړي په ننګرهار او کابل کې پرته له تدریسي چارو په ادبي او فرهنګي ډګر کې مهم نقش او رول لوبولی دی. هغه په ننګرهار کې د (النجم) په نوم جریده د مدرسې لپاره په پښتو ژبه کې، چې لومړۍ ګڼه یې پر (۱۳۳۷) ل کال کې د میزان میاشتې پر (۳۰) نیټه خپره شوه چلوله، او د دې جریدې مسوولیت یې هم درلود. په کابل کې کله چې دی د حبیبیې لیسې ښوونکې وو، د (اخلاق) په نوم جریده د خپل قلمي هاند او هڅې په وسیله د زده کوونکو لپاره چلوله. استاد سعید افغاني صاحب به هر کله زده کوونکي د شعروشاعرۍ او ادبي نثرونو په ډګر کې روزل، پالل اوهم یې هڅول، همدا لامل وو، چې د زده کوونکو پر اشعارو، لیکنې او مقالې د دې جرایدو پاڼې رنګینیدلې او هرچا په ډیره مینه په کې برخه اخیسته اوخپلې لیکنې یې نشرولې. خوزیاتره د ده خپلې لیکنې اومقالې وې.

سرمحقق محمد صدیق سیلاني په خپله یوه لیکنه کې د استاد سعیدافغاني صاحب په اړه داسې وایي:

 (مرحوم محمد سعید «سعید افغانی» از شخصیت هــای فرزانه و درعین حال مبارز کشورعزیزما افغانستان است.

وی بیشترین سالیان زندګی پر بارش را وقــف ایجــاد آثار علمی و تعلیم و تــربیت نسل جــوان کشور به روحیه وطنپرستی و صداقت و خدمت به مردم نموده و در ردیف آنعده فرزانه مردان قرار دارد که دست اندرکاران دانش ومعرفت جامعه افغانی برافکار و اندیشه هایش حساب میکنند.)

په رښتیا سره د استاد سعیدافغاني صاحب ټولې لیکنې اومقالې په تیرا بیا په دیني، علمي، ادبي او فرهنګي چارو کې د خورا قدراوستاینې وړدي. ده د شعراو ادب سره ډیره مینه او علاقه لرله، د پښتو ادب لمن یې په خپلو ادبې نثرونواو شعرونو تازه اوښیرازه ساتلې وه، نوموړي خپلې لیکنې په ډیر ساده، روانو او خوږو الفاظو کې په ظریفانه انداز سره کښلي دي. د ده په تحقیقي او څیړنیزو آثارو او ادبي نثرونو کې د انساني او ټولنیز ژوند موضوعات په ډیر عالمانه، علمي او انتقادي ډول څیړل شوي دي. د هغه دا لیکنې، زموږ د هیواد په زیاتره ورځپاڼو، جرایدو او مجلو کې خپرې شوې دي. د استاد سعیدافغاني صاحب خدمتونه هلې ځلې هر با احساسه افغان نه شي هیرولې او سترګې نشي ترې پټولای. دوکتور فخرالدین سباوون د (هیندارې او نیزه) مسوول مدیر په خپل یو شعر کې د ده شخصیت داسې ستایلی دی:

علامه مولوی دوکتور محمد سعید «سعید افغانی»

ته «سعید» ته نیکبختي د هر افغان یې

ته د شرق ځلانده ستوری، په جهان یې

ته دټول افغانستان فخر او نشان وې

ته خواخوږی او خیر خواه، د هر انسان وې

ښه ماهر، ته د دوران او د ایمان وې

د اظهر، شعلور لمر او نمایان وې

ته داکتر وې، د اسلام دوست د سبهان وې

ته مهرر، ښه مفسر دپاک قرآن وې

ته استاد، د فلسفی او دبیان وې

نړیوالوته، دسولې په ارمان وې

ته «سعید افغانی» ستر روحاني او علامه وې

ته ثانی، «جمال الدین» ددین قا‌ئمه وې

د اسد میاشت، ۱۳۸۷ل کال ـ کابل

د استاد سعیدافغاني صاحب د آثارو، لیکنو اومقالو څخه څرګندیږي، چې ده خپله ټوله پاملرنه، توان، ټوله انرژي او د ژوند هره شیبه او ګړۍ د خپلو خلکو دملي وحدت، یوالي، اتحاد او اتفاق، ورولي، د سولې او سوکالۍ، انساني مناسبات، دنیوي او آخروي نیکمرغیو په لارو وچارو کې وقف کړې ده، ده د خپلې پوهې او لیاقت په وسیله دیو دیني او علمي او ادبي عالم په توګه په خپلو آثارو او لیکنو کې له رښتینولۍ او حقیقت نه کاراخیستی او په ټولنیزو چارو کې یې د هر ښیګڼې ستاینه کړې ده، د تعصب، کینې، حسادت، کبر او غروراو غیبت سره یې کرکه لرله، د نصیحت، پند او عبرت په توګه یې خلکو ته د ښو او بدو لارو لارښوونه کړې ده. هره بدي یې غندلې، که د حکومت خامي او که د وطن او دخلکو د یوالي، ملي وحدت او ورورولي پرخلاف وي، نوموړي خپل ټول پیغامونه، اهداف او انساني مقاصد بې له ویرې او ډاره خپلو خلکو ته په ډاګه کړي دي. مولوي غلام سرور منظور په خپله یو لیکنه کې د استاد سعید افغاني صاحب په اړه داسې وایي:

 (. . . څه شی چې زما په نظر ډیر د یادونې وړ دی هغه دا چې: مولانا صاحب د کورني او بهرني سولې ته ډیر ه زیاته توجه در لوده، ده د سولي د ټینګښت په خاطر ډیرې زیاتی مقالې، موعظې، دیني مضامین، کتابونه او رسالی لیکلي دي، چی هر یو یې د ډیر زیات ارزښت لرونکي دي.

ډاکتر صاحب عالم وو، او عالمان ور باندی ډیر سخت ګران وه، او عالمانو ته به یی همیشه داسې خطاب کاوه: «چی سوله تبلیغ کړی، ورور ګلوی تبلیغ کړی، د انسان انسانی کرامت تبلیغ کړی، فقر، فلاکت، دربدری، بی عدالتي، لوږه، بی کوري او اجتماعي مظالم چې اصلآ د اسلام مبین دین یې په کلکه غندنه کوي، د اسلام له نظره و څیړی او اضرار یې ټولو مسلمانو او زیارایستونکو هیواد والو ته، روښانه کړی.»

دی پدی عقیده و چـې: مــلا امام، خطیب او نور دیني او مــذهبي مسوولین د نورو هیواد والو په وړاندی ډیر درانده مسوولیتونه لري، را پیدا شوې ستونزې باید عالمان او روحانیون په مبتکر رانه توګه تشریح او توضیح کړي. . . . )

الحاج استاد سعید افغاني صاحب، د وطن د ازادۍ، سولې، سوکالۍ، خپلواکۍ، دیني، علمي، اخلاقي او ټولنیز مطالبو په اړه په خپلو آثارو، لیکنو، مقالې او ویناګانو کې په ډیر انساني اخلاقي او اسلامي فکرونو خپل نظریات په ډیره خوندوره ساده او روانه ژبه، چې په کې ډیرلوړمفاهیم او معناګانې نغښتې دي، خپلو خلکو ته بیان کړي دي. د ده د آثارو، لیکنو او مقالاتو اغیز هغه وخت سړی احساسولی شي، چې هغه په ژوره توګه مطالعه کړي، د ده پوهنیز، څیړنیز، دیني، تاریخي او ادبي آثار، ویناګانې، روحانیت، علمیت او تجربه زموږ په هیواد کې او له هیواد نه بهر دومره شهرت ترلاسه کړی دی، چې خلک د ده روحاني، مذهبي، ټولنیز او علمي شخصیت ته په ډیره درنه سترګه، د عزت، عقیدت او درناوی په توګه ګوري، او د ده په لارښووونو ویناګانو، نصیحتونواو پندونو خپل عملي ګامونه اوچتوي.

پروفیسورعبدالله بختانې (خدمتګار)، چې زموږ د هیواد یو نومیالی او متفکرشخصیت دی، په خپله یوه لیکنه کې داستاد سعید افغاني صاحب په اړه داسې کښلي دي:

 (. . . دوکتور محمد سعید «سعید افغانی» زمــونږ د هیــواد مشهور عــالم، لیکوال، مــولف، استاد او اجتماعـــی شخصیت و چـه تل یې د سولې، تـرقي، وروري، برابري او تفـاهم لپـاره مبارزه کـوله، د دې نومیالـي پوه دروند نــوم هم په وطــن کښې او هــم د نړۍ په نورو هیوادونــو کښې خپور او مشهور دی . . .)

کله چې استاد سعید افغاني صاحب لوړې زده کړې پای ته ورسولې او خپل وطن ته راغی، په دارالمعلمین کې د تاریخ د مضمون داستاد په توګه خپلې دندې ته دوام ورکاوه، په دې وخت کې ده د هیواد سیاسي او تاریخي مطالبو ته ژوره پاملرنه وکړه او خپل نظریات او یاداښتونه یې سره را ټول کړل او د کتاب په بڼه یې (د افغانستان تاریخ) په نامه چاپولو ته برابر کړل. ده د هیواد سیاسي حالاتو، سیاسي فعالیتونو ته ډیره پاملرنه لرله. د کابل پوهنتون او پولي تخنیک انستیتوت زموږ په هیواد کې د لوړو زده کړو، سیاسي او صنفي مبارزاتو او فعالیتونو ډیر مهم، ستر او اوچت علمي، تخصصي او سیاسی مرکز وو، چې په ملي کچه د نارینه او ښځینه د زده کوونکوپه روزنه او پالنه کې یې ډیر اغیزمن نقش درلود. په پوهنتون او پولي تخنیک کې سیاسي ګوندونود خپلو سیاستوالو په وسیله خپلې سیاسي موخې د خبرو اترو، لیدنې کتنې او د ښو اړیکو په ټینګولو سره د زده کوونکو په منځ کې فعالیتونه کول، په اخبار او جرایدو کې بیلابیل موضوعات خپریدل، مظاهرې، میټینګونه او د سلطنت پر ضد فعالیونو کیدل، خو د هغې وخت سلطنت دا ټوله وضع تر خپلې پاملرنې لاندې ساتله، په ښکاره او پټ ډول یې خپل پلویان لرل. استاد سعید افغاني صاحب د یو با احساسه، ملي او وطنپرست شخصیت په توګه د هیواد سیاسي حالت او وضع په غور سره تعقیبوله، هفه وو، چې د کابل پوهنتون او دپولي تخنیک د استادانو او زده کوونکو د دموکراتیکو صنفي فعالیتونو او هلو ځلو نه خپله پلوي وښوده او د دوی ترڅنګ د صنفي او دموکراتیکو اهدافو لپاره یې فعالانه مبارزه پیل کړه. استاد سرفراز مومند، چې زموږ د هیواد یو تکړه سیاست پوه، ټولنیزپوه، ادبي اوفرهنګي شخصیت دی، د استاد سعیدي افغاني صاحب صنفي فعالیتونه په پوهنتون کې په خپله یوه لیکنه کې داسې بیانوي:

 (. . . په د غه وخت کې د افغانستان د پوهنتونونو قانون خپور شوی ؤ، چې د محصلینو او استادانو د جدي غبرګون سره مخامخ شو. په ۱۳۵۰ کال کې د محصلینو اتحادیه جوړ شوی وه، ویل کیدل چی نوموړی قانون غیر دیموکراتیک دی، د استادانو او محصلینو حقوق پکې پوره په نظرکې ندی نیول شوی نو د استادانو د اتحادیی جوړیدل په همدغه وخت کې یو مبرم ضرورت ګڼل کیده ترڅو، چی د محصلینو د اتحادیی په څنګ کې د استادانو اتحادیه هم جوړه شي او د استادانو د دیموکراتیکو او صنفي غوښتنود پاره مبارزه وکړي.

پدغه وخت کې کابل پوهنتون د سیاسي مبارزاتو ډګر ؤ، د ټولو سیاسي جریانونو نمایندګان په پوهنتون کې محسوس ؤ، د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند دوې برخې «خلق او پرچم»، د مائویستانو ګوند «شعله جاوید»، فغان ملت، صدای عوام او جوانان مسلمان فعالیت درلود. هر ګوند به په مختلفو مواردو کې ځانګړی غونډی او تظاهرات تنظیمول خو په تاسف د دغه ډلو اکثر انرژي د یو بل په تخریب مصرف کیده او پدغه اساس همیشه صنفی هدفونه د سیاسي مرضونو قرباني کیدل، دوخت دولت په د دې تضادونو څخه استفاده کوله او صنفي مبارزو به مطلوبه نتیجه نه ورکوله.

ښه مې په یاد دي چې دغه وضع د استادانود اتحادیی په جوړولو کې هم مسلطه وه، هرې ډلې غوښتل، چې اتحادیی ته یې غړي انتخاب شي، چې د ضرورت په وخت کې دغه صنفی اتحادیه د خپل سیاسي غرضونو د پاره استعماله کړي.

جلسی روانی وې، تضادونه عمیق کیدل او بالاخره یوه جلسه دومره هیجاني شوه چې نژدی وه چې د استادانو اتحادیه، چې د استادانو د صنفی ګټو یواځنی رښتینی مدافع وه جوړه نشي اوغونډه ړنګه شي او دغه کلاس حق او دیموکراتیک غوښتنه په ځای پاتی شي.

درست په دغه لحظه کې استاد سعید افغانی چې د پولیتخنیک د بی طرفه استادانو څخه ؤ او د پوهنتون اکثره استادانو کې د ټاکلي احترام څخه بر خورداره ؤ، یوه ثابته بیانیه ایراده کړه، استادان یې اتحاد او اتفاق ته را وبلل، صنفی هدفونه او سیاسي هدفونه یې لنډ توضیح کړل، هیله یې وکړه، چی صنفي غوښتنې د سیاسي غوښتنو څخه بیلی کړي، استادان يې په ډیر ارام او متانت سره دغه عظیم مسوولیت ته متوجه کړل، چې که دا اتحادیه جوړه نشي نو یوه نه بخښونکی تاریخي اشتباه به مو کړي وي او راتلونکی به په مونږ لعنت وایي.

پر له پسی چکچکو دغونډی سکوت مات کړ، دغه بیانیی په ټولو استادانو ښه تاثیر وکړ، جلسی دوام وکړ او په نتیجه کې په یو ټا کلي پروګرام د اتحادیی انتخابات وشول، اتحادیه جوړه شوه، چې دارلانشایی پدی ډول و ټاکل شوه.

۱ـ استاد فضل الربي پژواک د اتحادیی د رییس په تو ګه

 ۲ــ استاد سعید افغاني د اتحادیی د معاون په توګه

۳ــ سرفراز مومند د اتحادیی د منشي په تو ګه

۴ــ داکتر پشتونیار «د ننګرهار پوهنتون څخه» د اتحادیی د منشي په تو ګه .. . .)

د استاد سعید افغاني صاحب دروند نوم نه یوازې زموږ په هیواد کې، بلکې دنړۍ په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم خپوراوپیژندل شوې دی. دی په قاهره کې د پښتو رادیویي خپرونې د څانګې ویاند اوآمر هم وو، ده د دغې رادیويي خپرونو په وسیله زموږ د هیواد تاریخ اوفرهنګ، او زموږ ده وطن او د مصر د تاریخي او فرهنګي اړیکو په اړه، اودعلمي، اسلامي او مذهبي مطالبو په تړاو نړیوالواوعربي نړۍ ته په عربي او پښتو ژبو معلومات ورکاوه. دی یو رښتینې متدین، پاک او سپیڅلې مسلمان وو. کله چې پر (۱۹۶۷) ز کال کې د مصر جمهوري دولت له نظامي یرغل سره مخامخ شو، په همهغه شپه کې، ده ټول خطرونه قبول کړل، ځان یې د قاهرې رادیو ته وراساوه. د پښتو خپرونو ترڅنګ هغه د رادیو عربي نشرات په عربي ژبه په ډیره میړانه، چې د فصاحت او بلاغت له خلاقیت او ژورنالستیکو نورمونو سره برابر وو، فعال وساتل، او ټول خلک یې متانت، ورورلي، اتحاد او اتفاق ته او نظامي قوتونه یې د نظم اوامنیت ټینګولو ته په ډیرو عالمانه توضیحاتو هڅول، چې د ارواښاد جمال عبدالناصرد جمهوري دولت څخه ملاتړ وکړي. همدا لامل و، چې دی د ارواښاد جمال عبدالناصر له خوا، چې د ارشاد او فرهنګ وزیر هم حضور درلود، رسما وغوښتل شو، د ده شجاعت اومیړانه یې وستایله او دی یې ډیر زیات ونازاوه او ورته یې وویل:

 ( (. . . ستا دا شجاعانه او د میړانې ابتکار د سید جمال الدین افغاني خاطرات او یادونه، یو وار بیا د مصر د خلکو په زړونو کې شیرازه او تازه کړل، له دې کبله د مصر دولت ستانه د دوهم علامه په توګه او د افغانستان له ټولو خلکو څخه د زړه له کومې مننه کوي. . . . ) )

 ارواښاد جمال عبدالناصر د ارشاد او فرهنګ وزیر ته دنده وسپارله، چې د استاد سعید افغاني صاحب دوه کتابونه، چې ( شيخ الااسلام عبدالله الانصاری الهروی او نابغهّ ءالشرق السيد جمالالدين الافغانی) نومیدل د ده له خدماتو او میړانو او د افغانستان او مصرد روابطود ټینګښت لپاره چاپ کړي.

استاد سعید افغاني صاحب، د ده له پاملرنې څخه د زړه له کومې نه مننه وکړه. په رښتیا سره، داستاد سعید افغاني صاحب دا خدمتونه، او نه ستړیکیدوونکې مبارزه دقدر او ستاینې وړ ده.

لنډه دا چې استاد سعید افغاني د خپل ژوند تر آخره سلکۍ پورې خپل قلم اوچت ساتلی وو، او د دوه زرو په شاو خوا کې یې، دیني، اخلاقي، تصوفي، فلسفي، ټولنیز، سیاسي، ادبي او فرهنګي لیکنې او مقالې کښلي دي، د خپل وخت په مجلو او ورځپاڼو کې لکه: هیواد کاروان، انیس، پامیر، ننګرهار، پیام حق او قضا او همداسې نورو. . . . کې د ده لیکنې او مقالې خپرې شوې دي.

 

د استاد سعید افغاني چاپ او نا چاپ شوي آثار او تالیفات دا دي:

۱- شيخ الااسلام عبدالله الانصاری الهروی، په عربی او دري ژبو، چاپ ( ۱۹۶۷) ز

۲- نابغة الشرق سيدجمال الدين الافغانی، په عربی ژبه چاپ (۱۹۶۷) ز

۳- د شرق نابغه سيدجمال الدين افغاني، په پښتو ژبه، چاپ (۱۳۵۵) ل

۴- افغانستان، تاریخآ و حضارتآ و کفاحآ، په عربی ژبه، ناچاپ

۵- العقیده الاسلامیه وآرا المعتزله والاشاعره والماتر یدیه و اختلافاتهم

 ۶- الاشارات و التبهات ابن سينا، په پښتو ژبه، چاپ (۱۳۵۹) ل

۷- تفسير، د یو لسم ټولګی لپاره په پښتو ژبه

۸- تفسير، د یو لسم ټولګی لپاره په دری ژبه

۹- عقايد- درسی کتاب

 ۱۰- منطق ــ درسی کتاب

۱۱- اساسات اسلام به نګاه علم و فلسفه ــ د دارالمعلمین (۱۳) ټولګي لپاره

۱۲- اساسات اسلام از نگاه علم و فلسفه، د دارالمعلمین (۱۴) ټولګي لپاره

۱۳- کلتوراسلام از نگاه علم و فلسفه، په دری ژبه، د (۱۳۴۹) ل کال چاپ

 ۱۴ مختصر تاريخ افغانستان و دول متمدن اسلام. پوليتخنيک کابل

 ۱۵- محمد«ص» رهبربزرگ اسلام، د (۱۳۶۳) ل کال ــ چاپ

۱۶- پلاروطنه ملی جبهه او يا دلته د تولنيزوستونزو د حل لار، د (۱۳۶۲) ل کال چاپ

۱۷- خطر جنگ هستوی، په دری ژبه، د (۱۳۶۳) ل کال چاپ

۱۸- انـدرزونه ــ په پښتو ژبه، ناچاپ

۱۹- آداب قاضی، په دری ژبه

۲۰- و الصلح خير، صلح و آرامش از ديدگاه اسلام، د (۱۳۶۲) ل کال چاپ

۲۱- زندګی مسلمانان، په دری ژبه د (۱۳۶۳) ل کال چاپ

۲۲- انـدرزونه ــ په دری ژبه، ناچاپ

۲۳- در باره ادیان و دین اسلام، په دری ژبه ــ ناچاپ

۲۴- اخلاق و فلسفه، په دری ژبه ناچاپ

۲۵- د نجات او کاميابي لپاره علم او فلسفي له نگاه، د (۱۳۷۰) ل کال چاپ

۲۶- امراض روحی و معالجه آن ــ ناچاپ

۲۷- الاخــلاق و التصوف ـ په عربی ژبه، ناچاپ

۲۸- سفر، د (۱۹۸۲) ز کال چاپ

۲۹- خلاصه اندرزها و نصایح سودمند برای ستاژیران قضا، د (۱۳۵۴) ل کال چاپ

۳۰- ارکان، شرایط و احکام نکاح ــ ناچاپ

۳۱- طبیب بګو مرضم چه و چاره چیست؟، ناچاپ

۳۲- مبادی اسلام، د (۱۳۶۹) ل کال ـ چاپ

 ۳۳- حاکمیت انقلابی، نا چاپ

۳۴- تعبیر ــ په پښتو ژبه ــ ناچاپ

۳۵- د باختر اطلاعاتی اژانس مطبوعاتی مصاحبه ـ د (۱۳۴۷) ل کال

۳۶- انقلابی افکار، هڅی او هیلی ــ ناچاپ

۳۷- زمـــا ژوند ــ ناچاپ

استاد سعید افغاني صاحب پاک، سپيڅلې، مهربان او متفکر انسان د پراخې حوصلې او د لوی همت، او میړانې خاوند شخصیت وو. ده د بیوزلو، بې کسو خوارانو، یتیمانو، کونډو او رنډو سره سپیڅلې مینه او خواخوږي لرله، او په صداقت، تقوا، اخلاص او پاکۍ سره یې خپلې خاورې، خپل هیواد او هیوادوالو ته په عمل کې ارزښتمن کارونه او فعالیتونه تر سره کړي دي، ده دپاک الله سره، دانسان او انساني کرامت سره سپیڅلې مینه او محبت درلود.

ارواښاد استاد سعید افغاني پر (۱۳۶۳) لمریزکال دحوت په اومه نیټه یا پر (۱۹۸۵) زیږدیز کال کې دفبروري په (۲۵) نیټه له دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې. د زړه له ناروغی له امله د ده مهربان او خواخوږی زړه ودرید. دی په کابل کې د جابر انصار (رض) د مزار ترڅنګ د شهدای صالحین په هدیره کې په ډیره درناوی سره خاوروته وسپارل شو.

 


د علامه استاد سعید افغانی قبر د خواجه انصار (رض) د قبر تر څنګ د کابل په شهدای صالحین کی

روح دې یې ښاد وي او د ده روحاني، علمي او ادبي ډیوې دې تل روښانه وي

په ډیردرنښت: انجنیرعبدالقادرمسعود

 

د استاد سعید افغاني د آثارواو لیکنو څخه مو څو بیلګې غوره کړي دي، چې ستاسو درنولوستونکو پام ورته راګرځوم:

 

لمـــر!

ستا نور، ستا پلو شې او ستا حــرارت د ژونــد په اړخـونو کښې تآ ثیــر اچوي او

 د موجــوداتو او کائناتـــو په تحــول او تطــور کښې لــوی لاس لـــري.

 ته که نه ئـــې؛ شپه به سبا نشي او د شپې تیارې به ټـول قوا وې په ظلــمت کښې وساتي.

دا ســبا، دا رڼـــا، دا حــرکت او دا جدیــت؛ د سـتا د وړانګـــو مــرهـــون دی.

دا هڅــې، داهیلـــې او دا تپـــش؛ د ستا د حـــرارت پـــه اثــــر نڅــا کـــوي.

دا شــور او د ا زوږ، دا رنګ او دا بوی؛ د ستا په پــرشوره څپــو کښې مستي کـــوي.

داکتر محمد سعید «سعید افغاني» ــ کابـل

د ژوند رسالت

له خدایه وویریږې!

مګر؛ افسوس چه له خدایه ویره کمه شوې ده.

ایمان او وجدان ته خجالت دي!

خو آرمان چه د اکثرو سره ایمان او وجدان نهایت زیات کمزوري دي.

له تاریخه وډاریږې!

خو ځیني د تبصری په ډول وایي:

هغه چه د تاریخي مسؤولیت څخه نه ډاریږي، د دې شخصیت نه لري چې د تاریخ څخه وډاریږي.

د دې ټولو سره سره یواځې همدومره باید ووایم.

لږ څه خو د وطن د خدمت او دخلکو دژوند ښه کیدو او د پرمختګ او دایمي سعادت د پاره او وطن د اولادو په حیث ټکان وخورې او د خپل د ژوند رسالت ته جدي پام وکړې.

سعید افغاني

د (۱۳۵۸) ل کال ـ کابل

سلګۍ!!!

سلګۍ. . . سلګۍ. . . بیا هم سلګۍ!!!

دا د مرګ سلګۍ، دا د مظلوم او بیچاره انسان د ځانکندن سلګۍ!!!

اف!!! هغه ولې زخمې شو؟

په هغه باندې دا پرهارونه چا کـﭕـښودل؟

هغه په وچو شونډو مري!

هغه مري خو ډیر تږی دی، او څوک نشته دی چې په خوله کښې یې اوبه واڅوي.

دهغه مرګ د ډیرې مایوسی مرګ دی، په زړه کښې يې ډیر آرمانونه شته دي.

دهغه ټول آرمانونه د خاورو سره برابر شول.

دهغه غوښتنې مرغان او څیرونکي حیوانات خوري، قبرنه لري، چې د ګلانو ګیډۍ ورباندې کیښودل شي، او نه یې کومه مناره او جنډه په سر ولاړه ده، چې احترام او سلام ورته وړاندی شي او لکه د ده دځان او وجود په شان يې نوم هم ورک شو، او د یو ګمنام سپاهي په نوم یادیږي.

هو: دلته يې و جود او نوم نشته دی!!!

مګر؛ دا ځلې په رمزي ډول د غیرت او میړانې څخه تعبیر کوي.

وایي: هغه ښه غښتلې ځوان ؤ، روان تندې، پنډې مټې او ښایسته هیکل او قامت يې در لوده، هغه په خټه افغان او د دې خاوری زوی وه.

هغه د پښتنې او افغاني مور په شدو لوی شوې ؤ.

هغه د دې لپاره نه وه لوی شوی، چې په برچو، ګولی او بم و مري.

هغه زړه او ضمیر در لوده او دښې تربیې استعداد ورسره پیاوړې ؤ.

هغه د مور په غیږ او دپلار په ناز لوی شوی ؤ.

هغه د دې وطن اولاد او تولید ؤ.

اف!!! هغه چا مړ کړ؛ او ولې مړ شو؟

افسوس!!!

د هغه په پرهارونو پټې کښې نه ښودل شوې!

. په مړینې يې چا ونه ژړل

ادکې مور، یې سرته ولاړه نه وه!

 پلار او دوستان یې په مرګ خبر نشول!

ظالمو وطنوالو ورباندې زړه ونه سوزیده!

پرستاري یې ونه شوه

آرمان؛ د هغه پیاوړي ځوان خوله او تن د وطن په خاورو سپیره په خپلو وینو ککړو پرهارونو، سوږمو او خولي يې ډیرې وینی لاړی، سترګې يې د زړه په سرو وینو او ګلابي اوښکو ډکې او د وطن په کلمه يې سا او آخرنې سلګې ورکړه.

 انا لله و انا الیه راجعون.

وایې: د ده د مرګ په وخت کښې یو تن سخت زخمې، چې د ده په څنګ کښې پروت ؤ او ورسره د مرستې توان يې نه درلوده، له ده څخه داسې اوریدل:

اې زما خوږې مورې؛ ګرانه پلاره، ورونو او دوستانو:

زما مرګ د وطن د خدمت په لیاره کښې ؤ.

زما نیت او اراده پاکه وه.

ما غوښتل چې د وطن د آزادې او استقلال په لیاره کښې سر ورکړم.

زه ظالم نه وم او نه یم؛ خود ظالم د لاسه په داسې بې رحمې مرګ مرم. . . .

هو: زه مرم. . . . او زما د مرګ آخرنې دقیقې او ثانیې دي.

زما روح الوزې او د دایمی پرواز لپاره ځان برابروي.

زه په داسې حالت کښې هم ډیر خوښ یم او دا قوې هیله لرم. چې زما له پاکو وینو به داسې ګلان او زمریان پيدا شي، چې زما او د ټولو وطنوالو پاکې هیلې به ښې تر سره کړې.

زه مسوؤل نه یم!!!

زه ګناه ګار نه یم، او نه را سره د بل چا په حق باندې د تیري خیال ؤ. . . .

بلکه زه د خپل وطن، د خپل حق په لیاره کښې د غلیم له لاسه مړ شوم. . . . خو زما باور دی چې په دغه لیاره کښې به د مطلب د پوره کیدو پورې ډیر سرونه ژار او قربان شي.

هــو: و اورئ او بیا ټوله دنیا ورباندې خبره کړئ، چې زه مرم، خو زما دا مرګ د نامردی مرګ نه دی!!!

زه خپله سا او آخري سلګې په داسې حال کښې د لاسه ورکوم، چې دراتلونکي عادلانه قضاوت هیله را سره قوي ده.

زه د دې قضاوت هیله هیڅ نه لرم چې زه ولې مړ شوم؛ او نه د کوم برائت د اخستلو پروا لرم، ځکه چې زما لپاره همدومره بس دي چې خپل ایمان او وجدان ته خجالت نه شوم.

بلکه زما هیله د هغه عادلانه قضاوت څخه دا دی، چې د ټول وطن د موجوده جنجالونو د ښه حل په باره کښې واقعي حکم صادر شي؛ ترڅو د عبرت وړشي، او په هغه چا نفرین ووايي، کوم چې په نا معقولو حرکتونويې وطن او خلک تباه کړل هو. . . .

زه دا حق لرم چې ووایم:

د ا انسان ولې؛ په بل انسان باندې ظلم کوي؟

دا انسان ولې؛ په خپل خیر او شر ښه نه پوهیږي؟

د ا انسان ولې؛ حق ته باطل او با طل ته حق وائي؟

رحمان بابا وائې:

که څوک تله د انصاف په لاس کښې در کړي

خـــپل ټټــو او دبل آس بــه بــرابـر کـــړي

افسوس!! چې په برابریدولو هم قانع نه دي.

حقیقت دادی چې دا انسان په دې شلم قرن کښې هم د وحشت او بربریت له مفکورو څخه نه دی خلاص شوی.

دا انسان د نورو په حقوقو تجاوز کوي، او خپل تجاوز ته عدالت هم وائي.

دا انسان لا تر اوسه د څیرونکو حیواناتو څخه هم بد خوي او خصلت لري، نه مړیـږې، بس نه وائي، په خپلې هوا او هوس کښې ډوب دی.

افسوس!! نن دا انسان خپل ټول قدرت او طاقت په دې کښې صرفوي چې خپل انسان ورور څیرې کړي، او بیا په خپل شیطاني بد عمل وویاړي، حتې دا چه په ښکاره ډول باطل ته حق او حق ته باطل وایي؛ او په ډیرمهارت کوشش کوې چې جائز دلایل هم ورته برابر کړي.

ښه!! نو په داسې شرایطو کښې چاره څه ده؟ او څه باید وکړو؟

زما په نظر: یو ګـډ وطني تفاهم ته ضرورت دی؛ چې دا موجوده جنجالونه د مفاهمې د لیاري، ښه په معقول ډول وسیړي، او بیا د حل په لپاره کې مشترک ګامونه پورته شي!!!

خو دا چي څوک به دا کار وکړې شي؟

هــو: زه باور لرم، چې دا پاک عزم، او قوي اراده؛ د وطن صالحو وطنوالو ایماني او وجداني تفاهم او معقول وطني حرکت ته په جدي ډول ضرورت لري او بس.

افسوس!!

په اوس وخت کښې له هـر خوا د مایوسې حالت قوي دي.

مګر؛ زه باورلرم که چیرې د وطن زامن په ریښتني ډول، په اتفاق او پاک نیت او عمل باندې کار پیل کړي، دا راتلونکي شرایط به دغه شانې ټول موانع او عوائق له مینځه حل شي او په هغه چا به لعنت ووائي، کوم چې د وطن او د وطن د ځامنو د تباه کولو په لیاره کښې ئې هاند ویستلو.

هـو: په دې وطن ډیرې شخړې او تباهی را غلې؛ او د دې وطن ځامن تر اوسه پوری کړیږي او سلګۍ باسي.

دا ولې؟ او ترڅو؟

ښکاره واقعیت دا دې چې: د ظلم او زور، زیاتې کا سه، اخر نسکوره کیږي او بله دا چي په بې عدالتې، کلي او کورونه نه جوړیږي

سعید افغاني (۱۱/۹/۱۳۵۹) ل کال- کابل

انـتـظار تا به چه وقت؟

تا چند به انتظار این و آن باشیم!!! دیـر شد و مدتی مدیدی در حالت انتظار به سر میبریم.

من انتظار آن را ندارم که برای شخصی من چیزی داده شود؛ بلکه انتظار من برای آرامی و رفاه اجتماع است.

افسوس!!!

من در زنـدگی تصور نمیکردم که چنین حالت مُخوف به او ضاع عمومی مسلط گردد و زمینه های نا معقولیت، وحشت، نفاق و تباهی عمومی را که همه با هم در آن خواهیم سوخت؛ مساعد و دامنه دار سازد.

نمیدانم به تنهایی چه کنم؟ اگربه تنهایی اقدام کنم، سودی ندارد!! و از جانب هم میگویند که حرکت انفرادی مخالف حرکت مترقی میباشد و با این طریق فعلآ به تنهایی تحت تاثیر حرکت های نا مترقی واقع میگردم.

باید صادقانه بگویم که: از دوام این حالت رنج میکشم، مریض شدم، قلب و فکرم پریشان گردیده و از هر طرف به ناملایمت ها مواجه میباشم!!!

راز دلم را بکسی گفته نمیتوانم! همه تماس و فعالیت هایم تحت نظارت و مراقبت شدید قرار دارد، شب و روز در جمود و رکود بسر میبرم و حتی میترسم که آخر در جمله گناه کاران به حساب شوم و یک عمر حرکت های را که به منفعت وطن و سعادت مردم انجام داده ام، به هدر خواهد رفت.

دوستان: من بخاطر سعادت و آرامی بشریت با نیت واراده پاک سالها رنج و زحمت کشیدم، آرامی حیات خویش را وقف آرامی ملت و مردم خویش کردم و افتخار دارم که با ظالمین و تباهکاران نه ساختم!! با وجود اینکه محرومیتها و مشقت های گوناگون را دیدم و تحمل کردم.

بیاید حساب کنیم!

من برای خود و اولادم با مثل دیگران جنت را نه ساخته ام، و نه هم با مثل دیگران قصر ها و خزانه ها دارم!! ولی؛ آنچه دارم ایمان ثابت و بی خلل است؛ با این هم ستمکاران قرن بیست از نیروی من و تو استفاده ناجایز مینماید، در حالیکه مشقت را من و تو متحمل میشویم و از برکت آن عیش و نوش را قدرتمندان دارند.

دوستان: انتظار تا به چه وقت؟

هرچند فکر کردم، امراض اجتماعی را تحت تحلیل خویش قرار دادم، چاره جـز این نیست که بگویم:

بیاید دست به الاشه نباشید و این سکوت و خاموشی را بشکنید!

بیاید دربین خود بخاطر مصالح ملی توأم با حسن تفاهم و حسن خیر وحدت عمل را به میان آرید.

بیاید اوضاع را با دید و فکر آزاد و منطقی؛ مورد تحلیل و بررسی همه جانبه قرار دهید.

بیاید بالای عوامل اساسی این وضع تحمیل شده، بحث و مشورت عالمانه نماید.

بیاید چاره اساسی را برای امراض اجتماعی سراغ نماید.

بیاید به چنان تصمیم قطعی معقول موافقت و متوصل شوید که هیچ قوت اهریمنی به آن غالب نه گردد.

 ای فرزندان صالح وطن! باور داشته باشید، اگر با حسن نیت و با اراده پاک بخاطر آرامی و سعاد ت وطن و مردم متفق شوید؛ و با معقولیت اوضاع جاری را بررسی و به امراض اجتماعی نخسه های علمی و منطقی تهیه کنید!! در آن صورت وحدت و عمل ایمانی شما، چاره اساسی تحول این وضع خطیر را کرده میتواند.

و من الله توفیق.

سعید افغانی

کابل ـ افغانستان

په ډیر درنښت: انجنیرعبدالقادر مسعود

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org