یکشنبه، ۲۶ فبروری ۲۰۱۲

مسوولیت مقالات، مطالب و نبشته های نشر شده در دیدگاه ها به دوش نویسنده گان آنها میباشد


 

درې خواوې او درې شرطونه

 

 
مجیب الرحمن ساپی

 

د سعودي عربستان یوه لوړپوړي چارواکي له طالبانو څخه غوښتي، چې د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو مخکې شرط په توګه وسله پر ځمکه کېږدي او له القاعده شبکې سره دې اړیکې وشلوي.

د سعودي عربستان دغه چارواکي، چې ویې غوښتل نوم یې وا نه خیستل شي تېره ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: د منځګړتوب لپاره د سعودي عربستان شرطونه دا دي، چې طالبان دې جګړه بس کړي، سیاسي پروسې ته دې داخل شي او له القاعده دې لاس واخلي.دا زموږ درې غوښتنې دي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسي یې مطرح کوو او بدلون په کې نه دی راغلی.

له هغه وروسته، چې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې د خبرو اترو موضوع مطرح شوه، نو افغان حکومت وویل، چې دغه دفتر دې په کابل او یا له هېواد څخه بهر په یوه بل اسلامي هېواد کې وي، چې ترکیه او سعودي عربستان د حکومت له لوري وړاندیز شوي وو؛ خو امریکا د دغو غوښتنو خلاف د قطر په پلازمینې دوحه کې وسله والو طالبانو ته د دفتر له پرانیستو څخه خبر ورکړ، چې وروسته بیا افغان حکومت هم ورسره هوکړه وکړه.

طالبانو ته په قطر کې د دفتر له پرانیستو څخه وروسته په دغو خبرو اترو کې افغان حکومت بې برخې پاتې شو، نو هماغه وو، چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د پیل لپاره له هڅو څخه خبر ورکړ. هغه څه، چې د وسله والو طالبانو له لوري په کلکه رد شوي دي او طالبانو ویلي، چې دوی به یوازې او یوازې له امریکا سره خبرې وکړي، چې د افهام او تفهیم لپاره لومړنۍ خبرې پیل شوي هم دي.

ولې سعودي عربستان؟

لومړی باید د سعودي عربستان په سیاست او همدا راز هغه امکانات، چې په واک کې لري رڼا واچول شي.

سعودي عربستان د ۲۱۴۹۶۹۰ کیلو مټره مساحت په لرلو سره د آسیا په سوېل لوېدیځ او د فارس خلیج د سوېل لوېدیځ په وروستۍ څنډه کې پروت هېواد، چې ۲۴ ملیونه وګړي لري.

د فارس خلیج په جیوستراتیژیک او جیو اکونومیک او د سرې بحیرې په سیمه کې د سعودي عربستان واقع کېدل او همدا راز د نفتو د پراخو منابعو په لاس کې لرل د دې لامل شوي، څو د نړۍ د سترو ځواکونو سترګې ورپورې تړلې و اوسي. له یوه لوري فارس خلیج او له بل لوري سرې بحیرې ته د دغه هېواد لاس رسی د دې لامل شوي، څو د نړۍوالو ځواکونو ترمنځ د پام وړ ځای ولري.

د اسلام سپیڅلی دین د دغه هېواد د وګړو ترمنځ پراخ نفوذ او اغېز لري او د عربستان ټولې شخصي او ټولنیزې کړنې پر اسلامي قوانینو ولاړې دي. په عربستان کې د اسلامي نړۍ د دوو ارزښتمنو ښارونو (مکه معظمه او مدینه منوره) شتون د دې لامل شوي دي، چې دغه هېواد دې د مسلمانانو ترمنځ ځانګړی ځای او پر اسلامي نړۍ دې پراخ نفوذ ولري.

په ټولیزه توګه د سعودي عربستان د بهرني سیاست په رامنځ ته کولو او پلي کولو کې دوه عوامل ونډه لري. کورني عوامل او بهرني عوامل: د کورنیو عواملو لومړی برخه لکه څنګه، چې مې مخکې یادونه وکړه په دغه هېواد کې د مکه معظمه او مدینه منوره ښارونو موقعیت دي. له دې سربېره، چې د دغو ښارونو له امله هر کال سعودي عربستان له حاجیانو څخه ډېرې پیسې تر لاسه کوي او د دغه هېواد د عوایدو پر کچې زیاتېږي له سیاسي او کلتوري پلوه یې هم سعودي عربستان ته ځانګړی ارزښت ورکړی دی. عربستان د مسلمانانو ترمنځ د مشرۍ او رهبري ادعا کوي او له نفتو څخه د تر لاسه شوي ثروت پر بنسټ یې ډېری سیاسي امتیازات خپل کړي دي.

له دې امله د سعودي عربستان پر کورني سیاست د اغېزمن لامل دویمه برخه په دغه هېواد کې د پراخو نفتي زېرمو شتون دی.

دغه هېواد د نړۍ د ۱/۴ برخې تېلو په درلود او همدا راز په ورځ کې د لس ملیونو بوشکو نفتو په تولید سره دومره توان یې تر لاسه کړی دی، چې توانېدلی هر کال په پوځي برخه کې په ملیارډونو ډالره پانګونه وکړي او له لوېديځو هېوادونو څخه پرمختللې وسلې تر لاسه کړي، چې ښه بېلګه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې له امریکا سره د ۶۰ ملیارډو ډالرو تړون لاسلیک کولو وو، چې له مخې به یې عربستان له امریکا څخه بېلابېل توغندي، جیټ الوتکې او ډول ډول وسلې تر لاسه کړي.

د نفتو او حج له پيسو څخه بیا سعودي عربستان بې وزلو هېوادونو سره مرستې کوي او دغو هېوادونو ته پورونه ورکوي، چې د دغه هېوادونو له ډلې څخه یو هم افغانستان دی. په طبیعي توګه دغه مرستې په اخیستونکو هېوادونو اغېز لري او په دغو هېوادونو کې د سعودي نفوذ لپاره پراخه زمینه برابروي.

د سعودي عربستان پر بهرنی سیاست تر ټولو اغېزمن لامل پر لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي توګه پر امریکا د دغه هېواد اتکا ده او لوېديځ هېوادونو هم په سیمه کې د خپلو ګټو خوندي کولو په موخه له دغه هېواد څخه ملاتړ کوي.

د دغه هېواد پر بهرني سیاست دویم اغېزمن لامل په ځینو سیمهییزو سازمانونو کې د سعودي عربستان شتون دی. لکه د فارس خلیج د همکاریو شورا، چې کله نا کله په دغه شورا کې د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره د سیمې ډېرې معادلې یې د خپل ځان په ګټه اړولي دي.

څلورم لامل هم په جیو پولیټیک موقعیت کې د دغه هېواد شتون دی. د فارس خلیج او سرې بحیري ترمنځ د دغه هېواد واقع کېدل ورته دا توان ورکړی دی، څو د اوبو له لارې ټولې سیمې او حتی د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره اړیکې ټینګې او په آسانه توګه خپل نفت صادر کړي.

هغه مهال، چې د پاکستان له لوري طالبانو رامنځ ته شول، چې ویل کېږي پاکستان په دغې مسلې کې د امریکا ملاتړ هم له ځانه سره درلوده او د افغانستان ډېری برخه طالبانو تر خپلې ولکې لاندې راوسته، نو د پاکستان، عرب متحده امارات او سعوي عربستان له لوري په رسمیت وپېژندل شول او دغو هېوادونو له طالبانو سره په بشپړه توګه مرستې کولې په ځانګړي توګه په مالي برخه کې طالبان په بشپړه توګه پر سعودي عربستان او عرب متحده اماراتو ولاړ وو.

افغان حکومت هم پر طالبانو، افغانانو او پاکستان د سعودي عربستان له نفوذ څخه د ګټې اخیستنو لپاره د دې په لټه کې شو، څو سعودي عربستان دې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ منځګړيتوب وکړي، چې دا دی سعودي عربستان د دغه منځګړیتوب منلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړل.

 لکه څنګه، چې پورته مې ترې یادونه کړې عربستان له طالبانو څخه غوښتي، څو جګړه دې بس کړي، سیاسي پروسې ته دې داخل شي او له القاعده دې لاس واخلي.

وسله والو طالبانو په وار وار ویلي دي، چې تر هغه به له جګړې لاس وا نخلي، چې د افغانستان اوسنی حکومت نسکور شوی نه وي او ټول بهرني پوځیان له افغانستان څخه وتلي نه وي.

د سعودي بله غوښتنه، چې هغه سیاسي پروسې ته د طالبانو دننه کېدل تقریباً مخکې پوره شوې ده او په قطر کې یې د خبرو اترو لپاره دفتر په پرانیستو سره ثابته کړه، چې د پوځي ډګر ترڅنګ دوی په سیاسي ډګر کې هم بریالي دي.

پاتې د القاعدې خبره شوه، چې په دې اړه د وسله والو طالبانو دریځ تر دې مهاله روښانه نه دی او اوس؛ خو په افغانستان کې طالبان هم د بهرنیو پر وړاندې په جګړه بوخت دي، چې دا خپله د القاعدې شبکې یوه غوښتنه او د القاعدې پر ایډیولوژۍ ولاړه کړنه ده؛ ځکه د القاعدې یوه موخه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې جنګېدل دي، چې دلته بیا د القاعدې ترڅنګ د دوی دغه غوښتنه وسله وال طالبان هم پوره کوي او د طالبانو په وینا تر هغه، چې بهرنیان له افغانستان څخه نه وي وتلي، نو دوی به یې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.

د سعودي عربستان دغو شرایطو ته په پام سره داسې برېښي، چې امریکا پر عربستان فشار راوړی، څو د افغان حکومت هغه غوښتنه، چې سعودي دې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د منځګړيتوب وکړي و نه مني او پرېږدي، چې امریکا دغه موضوع د قطر له لارې حل کړي.

که چېرې سعودي عربستان په خپل اوسني دریځ ولاړ وي، نو د طالبانو له لوري به د دوی شرایط و نه منل شي او په پایله کې به یې افغان دولت د سولې له خبرو اترو بې برخه او ګټوونکی امریکا شي، هغه څه، چې امریکا یې تر لاسه کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه اخلي.

 

مجیب الرحمن ساپی،  کابل

 

برېښنالیک:

 

intezar.safi@gmail.com

 

(اصالت در قبال مطالب منتشره در دیدگاه ها هيچ مسووليتي ندارد و با احترام به آزادي بیان و دموکراسي نميخواهد سانسور نمايد و دست رد به سينه نويسنده گان بزند)