یکشنبه، ۱۵ مارچ ۲۰۰۹


لنډ داستان

د زبیر شیرزاد لیکنه


 

د شنو ډنګو ونو او چنارو په مینځ کی د علم خان کلی او کور وو. او دغه کلی د ښکلی سیند په غاړه پروت وو. علم خان ډیر هوښیار سړی وو حتی د مریضی په وخت کی هم پنځه وخته لمنځونه کول. کله به چه مسجد ته لاړ د لمانځه څخه یی مخکی حتماً دوه رکعته نفلی لمنځونه کول. او نورو ته یی ځان دومره با دیانته ښوده، د مسجد چړی خو څه، چه د مسجد ملا او مولوی هم دده دیانت ته حیران وو. او هرچا ویل علم خان حتما جنتی دی. او ضرور به جنت ته ځی. ده چه د هرچا څخه خپل صفت اوریده، او هغه هم د دده د با دیانتی صفت، ده هم جنت ته د تلو د پاره دروند ارګمی کاوه. ګرچه د هرچا مخکی به یی ویل استغفرالله زه یو ګناهکار د خدای یم زه او جنت؟ جنت زما ځای؟

هیچ چا دده بد نه ویل او نه ده د چا بد ویل. علم خان دوه غویی درلود چه یو یی سپین رنګ او دوهم یی دورنګه وو، یعنی سپین او تور. ژغ سپاره ماله او منډاوو یی هم درلوده. هغومره چه ځان یی با دیانته ښوده په خپلو معمولی او روزانه کارونو کی هم منظم سړی وو. کله یی چه واده وکړ نفلی لمنځونه یی زیات شوه او ټولو ته داسی ښکاره شو چه دوه رکعته لمنځونه یی د جنت لپاره نه بلکه د کوژدی او واده لپاره کاوه. ځمکه او پټی یی هم درلود، ده په ځلمیتوب کی د کور دننه یی یو چنار ایښودلی وو او آرزو یی درلوده چه پس له واده نه به خپلی میرمنی سره د شنه چنار تر سیوری لاندی کینی خبری به وکړی ډوډی به وخوری چای او شړومبی به وڅکی.

علم خان خپل کلی کی واده و نه کړ. په بل کلی کی په ګل اندامی باندی مین وو. خپلی آرزو ته ورسید او ګل اندامی سره یی واده وکړ. کله چه د میرمنی خاوند شو د چنارو لاندی د کیناستلو آرمان یی هم تر سره شو او ده به کله کله ویل چه دا زما د نفلونو برکت وو چه زه د ګل اندامی خاوند شوم. د واده نه وروسته یی څلور رکعته نفلونه شروع کړل خو بیا هم هیڅ څوک پری نه پوهیده چه ولی اوس څلور رکعته نفل کوی. او ده هم چا ته رښتیا نه ویل. آرزو یی درلوده چه د اولاد څښتن شی. خدای (ج) د څلور رکعته نفلو په بدل کی څلور ځامن ورکړه. او د زامنو نومونه یی منک، سنک، پتنګ او بلبل شاه وو. منک دده مشر ځوی وو. ده هم د پلار په پښه باندی پښه ایښی وه کله چه ۱۸ کلن شو دوه رکعته نفلی لمنځونه یی شروع کړ. او دا ورته له پلاره په میرات پاتی وه.

منک هم مین شو. یو ورځ یی خپل مور ته د خپل مینتوب راز وویل چه ګوره موری زه هم د پلار په شان نفلونه کوم. مور یی خپل خاوند ته د منک د مینتوب ټول راز وویل. او علم خان هم د بلی ښځی په لټه کی وو که خدای یی د یو ښایسته ښځی خاوند کړی او نفلونه یی خدای ور زیات کړی. د منک مور د شپی د ډوډی خوړلو نه وروسته علم خان ته وویل، ګوره سړیه، شکر دی منک ځلمی شوی او ستا په شان نفلونه کوی، ماته یی خپل د زړه ټول راز ویلی دی، آرزو لری چه د صمدخان د لور سره چه هم د لوړ قد خاونده ده هم د هرچا نه ښایسته ده او هم ښه غښتلی ده واده وکړی. که منک ته یی کوژده کړو د سپوږمی په شان به زمونږ کور راته روښانه کړی. د غواګانو په لوښلو باندی هم ښه پوهیږی د کور په کارو او پخلی باندی هم ښه پوهیږی. په ډوډی پخولو کی یی خلګ ډیر صفت کوی. هرڅوک وایی چه د لاس ډوډی یی ډیر مزه داره ده . منک هم خپله خوښه کړی ده او ګوته یی ورباندی ایښی ده. حتما یی د تناره د سره ډودی یی تری نه غلا کړی ده. شکر دی ښه ژوند لرو، فریمانه پیسی لرو، ځمکه لرو پټی لرو او آرزو لرو چه د نورو پلرو په شان منک ته واده وکړو. علم خان وویل چه ګل اندامی ښه ده او په دی کار به فکر وکړو. علم خان ددی انجلی صفت نه وو اوریدلی او د نازو صفت یی د ګل اندامی له خولی واوریده. په یو نامعلوم چورت کی داسی غرق شو او خپلی میرمنی ته یی وویل چه منک په کوم بل ځای کی هم مین دی او که یو د صمدخان په لور؟ ګل اندامی وویل، علم خانه سړی یو ځل مین کیږی هغه هم د صمد خان په لور ځه لاړ شه صمدخان ته عذر او زاری وکړه چه منک ته خپل لور ورکړی.

علم خان خپل سپین کالی واغوستل او پلوی لونګی یی هم په سر کړه. او د خټو دیوالی الماری نه یی خپلی څپلی را ښکته او په پښو کړی. د صمد خان د کلی د مسجد په لور روان شو. د ماښام د لمانځه وخت وو. د سلام اچولو وروسته عاجل یی د څلور رکعته نفلو په ځای دوه رکعته نفل لمونځ وکړ. صمدخان ورته د لمانځه نه وروسته وویل: علم خانه کوڅه دی غلته کړی ده، علم خان پوه نشو، بیا یی ورته تکرار وویل، چه ته او دا کلی او زمونږ د غریبانو په مسجد کی لمونځ کول؟ علم خان چه د صمد خان په لیدو او د لور صفت یی اوریدلی وو لږ بی فکره شوی وو او آرزو یی درلودله که صمدخان ورته د چای ست او صلاح وکړی تر څو د صمد خان صفتی لور ووینی. صمدخان ته یی وویل: کوڅه می نه ده غلته کړی، نن غواړم چه د تا سره چای وڅکم. صمدخان ورته وویل علم خانه داته څه وایی ؟ زمونږه غریبانو سره ټوکه مه کوه. ته چه زمونږ سره چای وڅکی، چای خو لا څه کوی د شیدو شینواری چای به درباندی وڅکمه. هغه هم د نازو په لاس دم شوی چای. او نازو به یی په خپله درته به په مخ کی کیږدی. د صمدخان دی خبری علم خان بی هوشه کړ. تا به ویل چه د بدخشان تریاک یی خوړلی. علم خان وویل، صمدخانه نیکی او پرسش؟ صمدخان وویل مخکی له دی نه چه کورته لاړ شو یوه پوښتنه درنه کوم چه تا خو ۴ رکعته نفل کول نن دی ځنګه دوه رکعته نفل لمونځ وکړ؟ علم خان حیران شو چه څه ووایی، بهانه یی وکړه چه اصل لمونځ رانه قضا کیده، دغه دوه رکعته نفل می د خدای (ج) زما د ځوانی د دوه رکعته نفلو په شان قبول کړی.

صمدخان مخکی او علم خان ورپسی روان وو. کله چه کور ته ورسیدل دروازه تصادفا بنده وه، ټک ټک یی وکړ نازو غږ کړ څوک یاستی؟ صمدخان وویل پلار دی یم، نازو جانی علم خان کاکا دی هم لاره غلته کړی. نازو چه دروازه خلاصه کړه سلام یی واچوه ډیره خوشحاله شوه چه حتما د منک د کوزدی لپاره راغلی. علم خان چه نازو ولیدله کوم صفت چه ګل اندامی ورته کړی وو نازو علم خان ته دوه چنده ښایسته ښکاره شوه. صمدخان نازو ته وویل: علم خان کاکا ته دی یو ګیلاس شینواری چای د شیدو نه ورته دم کړه او یو ګیلاس شین چای هم ورته راوړه. د ډوډی به ترینه وروسته پوښتنه وکړم. علم خان چه ټول ژوند کی نه داسی د شیدو مزه داره چای او نه خو شینواری چای څکلی او نه داسی ښایسته پیغله یی لیدلی وه د علم خان زړه صمد خان کره پاتی شو. منک او د منک مور ګل اندامه هم ورنه هیر شوه. صمدخان علم خان ته وویل ګوره مونږ غریبان یو مونږ په توره پیاوه هم ژوند کوو تاسو خو د مځکی او جایداد خاوندان یاست او خدای له ازله تاسو چه یی پیدا کړی یاست ځمکه یی هم ستاسو په قسمت کی درکړی ده. رښتیا ووایه چه د شپی مړی راسره خوری او که نه؟ علم خان خو هرڅه ولید او هرڅه یی وڅکل خو د مزه داری ډوډی د خوند په انتظار کی وو او د خدای یی همدا غوښته که صمدخان ورته د ډوډی ست وکړی. صمدخان ته یی وویلی د وړو مور دی مریضه ده زه یی تکلیف نشم زغملی او نازو خو خدای پوهیږی چه څه پخلولی شی او که نه؟ صمدخان په خندا ورته وویل: علم خانه پوره پنځه کاله شوه چه زما د کور اوبه او ډوډی پخولو مسوولیت او د میلمنو خدمت نازو په غاړه لری. نازو خو اوس ۲۰ کلنه شوی. هیڅ تکلیف نشته او میلمه خو د خدای دوست دی. علم خان خو د نازو په لاس د پخه شوی ډوډی د خوړو آرزو درلودله. صمدخان ته یی وویلی ځه نو چه نازو یی پخولی شی مړی به هم درسره وخورم بیا به په قراره کورته لاړ شم.

صمدخان په لوړ آواز نازو ته غږ کړ: نازو جانی، نازو جانی، علم خان کاکا ته دی خدا وس څه چه لرو پاخه که، ګوره ژر په ملا ګل محمد تور چرګ حلال کړه او ورته ووایه چه علم خان می د پلار میلمه ده. ملا ګل محمد چرګ حلال کړ او نازو ته یی وویل: پلار ته دی ووایه زما برخه هم راولیږه او یواځی یی وه نه خوری. نازو دومره خوندور مرغ پلاو او مزه داره قورمه یی پخه کړه او د علم خان په مخ کی ئی د مرغ پلو غوری کیښود. علم خان چه هره مړی کوله دومره خوند یی ورکاوه ته به وایی چه خوب یی لیدلی دی او ګل اندامی ورته د نازو د مزه داری ډوډی صفت نه یی کړی. علم خان په بل هوا کی شو. نوی ژوند او نوی هوسونه ورته پیدا شو. منک خو ورنه لا پخوا هیر شوی وو د منک مور هم ترینه هیره شوه. د ډوډی نه وروسته بیا یی ورته هماغه خوږ چای راوړ. صمدخان ته یی وویلی چه دا ډوډی داسی خوند کاوه چه نږدی می خپلی پنځه ګوتی خوړلی وی. او ګوره صمدخانه تا په مسجد کی راته وویل ولی دی دوه رکعته نفل وکړ؟ صمدخان ورته وویل چه وخت درسره نه وو. علم خان چه په بل هوا کی ګرځیده، صمدخان ته یی وویل: جایداد می ډیر دی او ځامن کم. ته خو پوهیږی چه دی وطن کی میړو ته څومره ضرورت دی. څومره چه میړونه ډیر وی په کلی کی ښه ژوند کولای شو. غواړم دوهمه ښځه وکړم، هغه هم د یوی شریفی کورنی سره چه ګذاره می وشی. صمدخانه اوس راته ووایه چه څه وکړم؟ صمدخان ته خو ځان د علم خان د ژوند برابر نه ښکاریده، علم خان ته یی وویل الحمدالله نیکی او پرسش؟ دا خو ښه کار دی، په مذهب کی مو هم روا ده، جایداد دی هم ډیر دی، ته کوزده وکړه د صمدخان خوله به خوږه شی. ته به واده وکړی د صمدخان کورنی به پلو وخوری او داسی اټن به درته وکړم چه ځوانی به دی در په یادی شی. ګوره که ته چاته نشی ویلی او شرمیږی خیر که صمدخان غریب دی خو ددی کلی دی. د هرچا خور او لور چه غواړی چه صمدخان یی درته ډیر ژر دستمال راوړی. د یو په ځای به د دوو دستمالونه درته راوړم، یو تاته او بل منک جان ته. منک خو هم ځلمی دی، څومره به خوندوره وی چه په یو ورځ کی دوه ډولی ستا کورته لاړ شی. یو چراغ خو دی ګل اندامه ده دوه چراغه نور به دی کورته راشی او کور به دی داسی رڼا شی چه هیڅ حد نه لری.

علم خان خو د نازو صفتو لیونی کړی وو او د خپل عاقبت نه هم بی خبره وو. په صمدخان یی غږ کړ: خلګ په ریبار غوټه خلاصوی خو زه دا کار باید په خپله وکړم. صمدخان خو د ځانه بی خبره وو علم خان ته یی وویل ځه چه ورځو مه ځنډیږه.

علم خان وویل، صمدخانه ته خو می د تره زوی یی غریب او پولدار معنی نه لری ټول د خدای بنده ګان دی، ته پوهیږی یو څوک پیسی لری خو غیرت نلری یو هم پیسی لری هم غیرت لری یو غریب وی خو غیرت لری عزت لری او د لوړ همت خاوند وی، هغه چه غیرت و نه لری، عزت و نه لری زما نه خوښیږی. خو څوک چی عزت ولری، غیرت ولری که هرڅومره غریب وی زما ډیر خوښیږی. صمدخان علم خان ته بیا وویلی، ځه چه ځو، چا کره چه زړه دی غواړی زه به خپل ټوپک هم ځان سره واخلم که په کور کی پتاسی نه وی ګوړه خو هر څوک لری، دستمال به واخلو ډزی به وکړو او په اټن به بیرته زمونږ کورته راشو بیا به زمونږ د کلی ځوانان هم د ځان سره واخلو په ساز او آواز به د تا کلی او ستا کور ته به لاړ شو.

علم خان صمدخان ته یی وویل: خبره داسی ده داچه هم ته او هم زه رضایت لرو راځه چه خبره به همدلته سپینه کړو. کوزده به وکړم نو واوره. صمدخان خو د خدای لیونی وو د دنیا نه بی خبره وو بیا هم پوه نشو. علم خان خو د صمدخان کور ړوند کړی وو، صمدخان ته یی وویل، دوستی ښه شی دی که جایداد او پیسی؟ صمدخان وویل که دواړه وی ډیر به ښه وی. علم خان په ډیر مهارت او بی حیایی ورته وویل: صمدخانه ستا لور اوس ۲۰ کلنه شوی ده، په کور کی د پیغلی کینول حرام دی، ته پوهیږی تا څلور قتله کړی دی، تا باید په ۱۶ کلنی کی د نازو بند او بست کړی وای خو خیر دا اوس هم زما خبره واوره د آخرت درد او عذاب ډیر مشکل دی. صمدخان بیا هم پوه نشو، علم خان ته یی وویلی چه څو کسو نازو وغوښتله او ریباران هم زمونږ کره راغلل، څه وکړم څوک لنډه غر او بیکاره وو او څوک له ما نه هم ډیر غریب. او د تاسو په شان مالدار خو د غریبانو پوښتنه نه کوی. او هلکان مو په کورو کی بی ښځو ګرځی. ته پوهیږی زما لور د کلی د هرچانه هم ښایسته ده هم پوه ده، د ډوډی خوند خو تا ولیدل، ومی لیدلی چه نیږدی وو خپلی ګوتی دی خوړلی وای. او شین چای خو هم تا وڅکل. کاشکی ستاسو په شان یوه درنه کورنی می د لور په قسمت کی شی د صمدخان هدف خو منک وو خو د منک پلار ته ځان له منک نه ځوان ښکاریده. علم خان صمدخان ته مخ واړاوه نن به د تا د لور قسمت زما د کور په قسمت کی شی. صمدخان شکر وویسته، علم خانه دا څه وایی؟ مونږ غریبان او تاسو؟ علم خان جواب ورکړ، که یو موړ او یو غریب سره یو شی دوه کوره به آباد شی خو زه یوه خبره کوم چه منکر نشی، صمدخان خوشحاله شو چه ولی به منکر کیږم، ستا رسی او زما غاړه. علم خان خو نازو ځان ته غوښته او صمدخان د منک په فکر کی وو. صمدخانه زه غواړم ستا د لور سره واده وکړم. صمدخان بیا هم فکر وکړ چه منک ښیی. ورته یی وویل، ولی نه، علم خان د تا د کورنی هر غړی چه وغواړی صمدخان تری نه انکار نه کوی او ورباندی فخر کوی. د علم خان حوصله په تنګه راغله چه دا صمدخان خو په نیمه نه پوهیږی، بربنډه خبره یی شروع کړه. صمدخانه ته ولی نه پوهیږی، ته ولی منک را ته یادوی، آیا زه درته لکه منک ځوان نه ښکارم؟ ستا لور ځانته غواړم. علم خان پوره د ۴۵ کلو وو او نازو د ۲۰ کلو. صمدخان ورته وویل، علم خانه ما وویل چه نازو به منک ته کوزده کوی تا خو د ځان غم وخوړ مګر دا کلی او کور به راباندی څه ووایی او د منک مور ګل اندامه به راته څه ووایی، ټول به په مور او پلار راته لعنت ووایی. او که د منک مور خپه نشی د کلی کور پروا نلرم، ګرچه دا کار ډیر مشکل دی او پوهیږم چه زما لور به د تا ګرانه میرمن شی توکل په خدای د تا مقابل کی به څه ووایم؟ بس علم خانه مبارک دی شه، ډیر چالاک سړی وی. علم خان د صمدخان څخه د یو دستمال غوښتنه وکړه چه صمدخان منکر نشی. علم خان ته یی وویل په خدای قسم ګوړه شته خو دستمال نشته. علم خان وویل، زوړ دستمال ماته پرطاووس ده. صمدخان هم علم خان ته پرطاووس (زوړ دستمال) د دوه کلچو ګوړه سره په مخ کی ورته کیښود. علم خان په سترګو ومخښه، صمدخان یی په غیږ کی ونیوه او ورته یی وویل: زه اوس هم ستا د تره ځوی او هم ستا زوم شوم، اوس د تا رسی او زما غاړه، دا چه تا په خپل غلامی قبول کړم زه به نازو ته دومره ناز ورکړم چه تا په ټول ژوند کی نه یی ورکړی. علم خان د چای په پتنوس کی پوره دوه لکه افغانی کیښودلی. صمدخان چه ټول ژوند کی لس زره افغانی نه وی لیدلی حیران پاتی شو. علم خان د صمد خان په ټوپک یی ډزی وکړی او خپل کورته په خوشحالی روان شو. علم خان کوژده وکړه، صمدخان د دوه لکه خاوند شو او نازو بیچاره په سرو اوښکو په ژړا او په فغان کیناستله او وویل چه ولی می پلار یو سپین ږیری ته ورکړم.

د علم خان کور کی ټول ځوانان او پیغلی راټول شوی وو چه اوس به علم خان منک ته د نازو په لاس ګنډل شوی دستمال راوړی او اتڼونه به کووو او منک ته به د مینی بریالیتوب ووایو، د علم خان کور کی ساز وو آواز وو اتڼ وو او خوشحالی وی، منک هم ډیر خوشحاله ښکاریده په کالیو کی نه ځایده او ویل یی شکر چه نفلونه می قبول شو، خبر نه وو چه زیر کاسه نیم کاسه وو. علم خان چه کور ته داخل شو ګوری چه کور کی یی ساز ده آواز ده نڅا ده ډهل ده سورنی ده اختری ده ګلو ده د منک مور په ډیره خوشحالی د علم خان خواته راغله او وی ویل، علم خانه شکر چه دستمال دی راوړ، علم خان وویل هو ولی نه او ګل اندامی ته یی مخ واړاوه چه دستمال می راوړی خو ځانته نه د تا نازولی زوی ته. ګل اندامی چه دا خبره واوریده په ژړا شوه او ښادی یی په غم بدله شوه. د کور ټول غړی او علم خان کره راغلی او رابللی دوستان ډیر مایوسه شو او پر علم خان یی نفرت وویل. د منک هیلی او آرزوګانی هم د خاورو سره خاوری شوی ساز، سرود او آواز ودرید ټول خپلو کورو ته لاړ. علم خان کوټی ته ننوت ګل اندامه او اولادونه یی راټول کړل په قهر او جذبه یی شروع کړه او وی ویل، تاسی پوهیږی چه زه یو مسلمان یم یو مسلمان حق لری چه څلور ښځی وکړی، جایداد می ډیر دی ننی کوژده زما دویمه چه زړه می وغواړی سبا دریمه او بل سبا څلورمه. او ګل اندامی ته یی وویل نن ما دا کار وکړ، سبا به ستا ځامن د دوو په ځای څلور ښځی کوی. منک په دی خبره نږدی وو چه مړ شی. حمله ورباندی راغله او اوږد وغزیده. سنک ورباندی اوبه واچولی او بلبل یی پښی مخښلی. منک کله چه د بی هوښی خلاص شو د ځان سره یی قسم وکړ چه زه به ددی کار بدل اخلم. او ځان سره یی وویلی چه پلاره سپین کالی خو به واغوندی خو سره ډولی به ونه وینی. سپین کالی به نه وی هغه به سپین کفن وی.

منک د خپل پلار قصابی ته ځان آماده کړ پلار ته یی وویل: پلاره قربانی سنت دی که فرض؟ پلار یی وویل واجب دی. منک وویل، سبا خو لوی اختر هم دی قربانی د اختر په شپه ښه دی او که د اختر په ورځ؟ علم خان وویل زویه توبه وباسه قربانی د اختر د لمانځه وروسته روا ده. منک وویل پلاره زه هم په دی اختر کی قربانی کوم تر څو می خدای وبخښی. د منک مور خپل راتلونکی ژوند ته ژړل منک بیا خپلو ناکامو هیلو ته. منک د ډوډی په وخت کی خپل پلار ته وویل، پلاره ما خوب لیدلی چه زه به په نیمه شپه کی یو تور پسه قربانی کوم آیا دده تعبیر کولی شی؟ پلار یی وویل نه زویه، خو دومره درته ووایم چه قربانی د اختر د لمانځه نه مخ کی روا نه ده. منک خو ځان له پخوا قربانی ته آماده کړی وو کله چه نیمه شپه شوه شین خطه بوجی تیره چوړکی تبر او ساتور یی په اوږه کړ او انتظار یی وویستل چه شپه ښه پخه شی. کله چه شپه ښه پخه شوه د قصابی چاړه یی راواخیستله خپل پلار یی په خپله بستره کی د پسه په شان کلک وتړه، خوله یی ور بنده کړه او د پسه غوندی یی حلال کړ بیا یی لاسونه، پښی، غاړه او اندامونه په ساتور باندی ټوټه ټوټه کړ او د پلار لږ وینه یی هم وڅکله چه د شب کوری نه خلاص شی. بیا یی د پلار ټوټه شوی اندام شین خطه بوجی کی واچول او په سر یی بړستنه ورته کش کړه چه د کور غړی پوه نشی. او منک بیا خپل کور او کلی پریښود او د پاکستان په لور روان شو تر څو چه خلګ خبریدل منک په خړ خیبر ورواوښت. ولسوال، قوماندان اوعسکر هم خبر شو چه علم خان چا وژلی. تحقیقات شروع شو. د منک مور ټول شیان ولسوال ته وویل او وروسته له هغه علم خان خاورو ته وسپارل شو. نازو د صمدخان سره پاتی شوه، منک تر اوسه په صوات کی ژوند کوی، مور یی کونډه شوه، ګل اندامی د علم خان په دا کار تو لعنت ووایه او د ژوند تر آخره یی علم خان و نه بخښه. د نازو سوال هم خدای قبول کړ.

منک د نازو پلار ته په خط کی داسی لیکلی وو: صمدخان کاکا، زه ستا په لور مین وم، ولی نازو هیڅ نه پوهیدله، ما وبخښه، زما پلار نه یواځی ستاسو سره بد کړی، بلکه ما او زما د مور سره یی هم بد کړی وو او زما د مینی سره یی بی انصافی او ظلم هم وکړ. له دغه شیبی نازو زما خور ده، نازو کولی شی خپل په خوښه د چا سره واده وکړی. صمدخان د خدای نه شکر وکړ او منک ته یی د ډیر عمر آرزو وکړه. منک خپل کورنی ته هم لیک کی لیکلی وو ګوری څه چه نازو او صمدخان غواړی اختیار لری او که څوک یی په مقابل کی ودریږی بله شین خطه بوجی او چاړه هم ستاسو په کور کی شته. نازو د یو باسواده او شریفی کورنی یو ځوان سره واده وکړ اوس د چمن سره ډیر آرام ژوند لری. اوس هلته هیڅ څوک د علم خان په شان بد کار نه کوی، هره مور خپل زوی ته د منک د قصابی داستان په سندرو کی وایی. منک لا تراوسه مجرد ګرځی او په صوات کی د قصابی دکان لری. یو ورځ ترینه میاګل پوښتنه وکړه، ګوره مور دی هم مړه شوی او تا پسی څوک هم نه ګرځی، پنځه حکومتونه بدل شوی، اوس زمونږ وطن کی امریکایان راغلی دی هر څوک کولی شی چه څوک ووژنی پوښتنه یی نشته، راځه چه کلی ته لاړ شو او په کلی کی ژوند شروع که. خو منک ورته وویل، میاګل جانه ما خپل پلار د بد کار په مقابل کی وژلی او پښیمانه هم نه یم او هډوکی یی هم خاوری شوی دی، زما هیلی هم ناکامی شوی، هغه کلی په تاسو مبارک او صوات پر ما.

 

 

 

 

توجه !

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با کسب مجوز کتبی از «اصالت» مجاز است !

کليه ی حقوق بر اساس قوانين کپی رايت  محفوظ و متعلق به «
اصالت» می باشد.

Copyright©2006 Esalat

 

 www.esalat.org