پنجشنبه، ۱۱ مارچ ۲۰۱۰

 

د هیواد د خوږ ژبی شاعر او لیکوال عنایت الله پویان سره مرکه

مرکچي: انجنيرعبدالقادرمسعود

 

 

که د خپل ګران هیواد افغانستان تاریخ ته ځیر شو، زمونږ د تاریخی او لرغوني هیواد، مورخان، پوهان، لیکوالان، عالمان، ژورنالیستان، څیړونکي، ادیبان او شاعران د ستاینی او ویاړ وړ دي.

زمونږ په دیني او مذهبي آسماني کتاب قرآن شریف کې شاعران د خدای(ج) د مدرسې د شاګردانو په نامه ستایل شوي دي نو ځکه په ټولنو کې د شاعران اجتماعی دریځ د نورو عامو خلکو په پرتله لوړ ستایل کیږي.

زمونږ د ښکلي هیواد طبیعي منظرې، دنګ دنګ غرونه، څپاند څپاند سیندونه، پراخې ورشوګانې، ځلاند لمر، پاکه هوا، د لاجوردو د غمیو په څیر شین آسمان او د شینکي آسمان د چتر لاندې د ګربتو، بازانو، او باښو هسکې آلوتنې د ښکلا هغه بیلګې دي چې د دغه هیواد شاعران یې د شعر په ژبه ستایي او ترې الهام آخلي.

که په یوي ټولنې کې لیکوالان او شاعران په ټولنه کې فرهنګي شخصیتونه نه وي د هغې ټولنې پیژندنه او ملي هویت له پوښتنې سره مخامخ کیږي. دا د هیوادونو فرهنګي شخصیتونه دي چې د تاریخ په بیلا بیلو پړاونو کې د خپل ولس د ملي هویت د ژوندي ساتلو له پاره هڅې کوي.

ماکسیم ګورکی وایي: لیکوالان او شاعران د ټولنې بیرغچیان دي او بیرغچیان د پوز په سرلیکو کی حرکت کوي او خلک ځان پسې راکاږي.

د انګلستان (شکپسیر) او د روسې (پوشکین)، (تولستوی) د هند (ټاګور) د خپلو هیوادونو د پیژندګلوې او شهرت لپاره ستر خدمتونه ترسره کړي دي. او افغان ولس په تل پاته توګه پخپلو فرهنګي شخصیتونو لکه: ابوعلی سینا، فردوسي، دقیقي، ابوعبدالله رودکي، سید جمال الدین افغان، البیروني، سعدي، منوچهري، ابونصر فاریابي، ناصر خسرو بلخي، خواجه عبدالله انصاري، مولانا جلال الدین بلخي، نظامي ګنجوي، رابعه بلخي، فرخي سیستاني، کمال الدین بهزاد، سنايي غزنوي، عبدالرحمان بابا، خوشحال خان خټک، شیخ مټی بابا، پیر روشان، محمودطرزي، او په داسی نورو فرهنګي شخصیتونو ویاړي.

په پرمخ تللو مترقي هیوادونو کې خلک د خپل ملي هویت د ژوندي ساتلو لپاره د خپلو فرهنګیانو پالنه کوي خو زمونږ په وروسته پاتې هیواد او افغاني ټولنې کې د ژوندیو فرهنګپالو او فرهنګیانو لوړ مقام ته څوک پام نه کوي، کله چې د کوم شاعر او لیکوال سترګې د ژوندانه له نعمت څخه پټې شې بیا پرې سمینارونه او غوڼدې جوړوي او په قبر يي اوښکې تویوي.

ددې لپاره چې ما ددغو سپیڅلو خلکو (فرهنګی شخصیتونو) په وړاندې خپل وطني او ملي پور ادا کړی وي، دا دی زه له یوه داسې نومیالي شاعر او لیکوال سره مرکه کوم، چې شعر یي د لوستونکو په زړونو منګولې لګوې او د افغانستان په دوو ملي ژبو (پشتو او فارسی-دری) کې شاعري او لیکوالي کوي او هغه په خلکو ګران پویان صاحب دی. د پویان صاحب په هکله د افغانستان نومیالي ژب پوه ښاغلی پوهان ډاکتر صاحب (زیار) داسی څرګندونې کړي دي:

 زمونږ پوخ او پوخمنګی دوه ژبیز شاعر او داستان لیکونکی که په هیواد کې څه ناڅه له یو راز غبرګ ژبني فرهنګي چاپیریاله برخمن ؤ په اوسنۍ جلا وطنۍ کې ګومان نه کوم له ګران مفتاح الدین او یونیم بل لیکوال پرته نور څوک خوالګر ؤلري. بیا هم دغلته یې له نویو او رنګینو بیلګو څخه پوره جوتیږي چې د پروان د ارغوانو او غاټولو غوندې یې شاعرانه انځورونو د هالند له ګلکڅونو او لاله زارونو هم د ورته وینې او مینې رنګ اخیستی او لا یې پسې ور رنګین کړی او ښکلی کړی دی!

کیدای شي ځینې سختچاري کره کتونکي یې ځینې شعرونه له ژب ښکلایز پلوه دومره لوړ ؤنه آرزوی، خو ژب آندیز اړخ یې دومره پوخ او پیاوړی دی چې ډیر بې پیغامه هنري هغه ورسره د ستیالی جوګه کیدای نشي.

پویان په ټوله پاکزړي او ریښتنولي د ساده ژبې او انځورونو په هنداره کې له خپلو پاکو، سپیڅلو، مینه وړو او دردیدلو ولولو سره خپل هیوادوال او بیا د هر انسان دردونه او ارمانونه سره غاړه غړۍ کړي دي او راځلولي دي، زه باور لرم چې هر بورژلی هیواد وال به په کې د خپلې خوښې خور منځ ډیر څه ومومي او په همدې مینه او ولوله به یې له لوستلو او اوریدلو خوند او اغیز واخلي- ما خویې ټول دیوان په خوند خوند ولوست او ټولو شعرونو یې په زړه منګولې راولګولې مګر آزادو او سپینو هغوی يي په ځانګړی ډول له همدې لامله یي دا یوه ښکلې بیلګه له نورو مینه والو سره په ګډه لولم.

چې بالښت یي د تاووس له بڼو جوړ وي

او بړستن یي د سمورو له پوټکو

په څه توګه به د کبر لور آګاه شي

چې خواران او بې وزلان زمونږ د کلي

د "طالب" او "مجاهد" په واکمني کې

دځوځانو، مار کونډو د پاسه خوب کا

 د دغه وتلي شاعر د پوره پیژندګلوي لپاره دادی د هغه خبرو ته غوږ ږدو او پوښتنې ترې کوو.

 ۱- پوښتنه: د سلام او درناویو په وړاندی کولو که راته ؤوایاست څرنګه شاعر او لیکوال د خپلې ټولنې شوې؟

ځواب: هر انسان د خپلې ټولنې محصول ګڼل کیږي، زه هم د خپلې افغاني ټولنې محصول یم. زما فکري او روحي انداز او څرنګوالی، زما غم او زما خوشحالې، زما ژړاګانې او زما خنداګانې زما هوساینه او زما درد زما د ژوندانه د چاپیریال محصول او زیږنده ده. خدای شته، ما نه غوښتل چې شاعر او لیکوال شم، خو د ټولنې نا خوالو او کړاونو، ستړیاوو د شعر د تخیل له خوږې او ترخې دنیاګۍ سره آشنا کړم او کله چې زه شعر لیکم ورسره ژاړم او کله هم ورسره خاندم. ژړا مې د ټولنی له غمونو څخه سر چینه آخلی او خندا مې د ولس له خوشحالیو او بریاوو څخه را خوټیږي. په شعرونو کې مې هم ژړا او هم خندا پرته ده.

 ۲- پوښتنه: د تاسو په نظر شعر څه ته وایي؟

ځواب: شعر یوه عربي کلیمه ده او د باریکۍ او نریوالي په نامه تر جمه کیدای شي. زما په آند هر هغه هنري پدیده چې د خلکو په عواطفو او احساساتو باندې اغیز غورځوي، هغه شعر دی. کیدای شي دغه هنری پدیده د انځورګر یو په زړه پورې انځور او یا د یوه داستان لیکونکي لڼد هنري داستان او یا د کومې نڅاګرې پیغلې زړه وونکې نڅا او یا د کوم ټنګ ټکور غږونکي په زړه پورې نغمه او سندره وي. خو شایي دا خبره هیره نه کړو چې هر منظوم کلام ته شعر نه شو ویلای. له بده مرغه زمونږ خلک د منظوم کلام او شعر تر منځه توپیر نه کوي او د ناپوهو ژرند ګړو په څیر جوار او وربشې، غنم او شاخل د ژرندې په یوه خورکې وړه کوي او بیا پرې د شعر نوم ږدي. منظوم کلام هغه وخت د شعر په نامه یادیدای شي کله چې د شعر جوهر په کې پروت وي او د خلکو په عواطفو او احساساتو ژور اغیز وغورځوي.

 ۳- پوښتنه: په شعر کې حماسه څه ته وايي؟

ځواب: حماسه او تراژیدي سره تړل شوي ځانګړې پدیدې دي. له تراژید پرته حماسه جوړیدای نه شي. کله چې یو سرباز د خپل وطن او خپلې ټولنې د ملي حاکمیت او استقلال د ساتنې لپاره سر شندنې ته چمتو کیږي او سر شندنه کوي په ادبیاتو کې د دغه حالت بیان ته حماسه ویل کیږي او کله چې د سر شندونکي سپاهي د کورنۍ غړي د هغه د قبر او هدیرې د پاسه د غم اوښکې تویوي او ژاړي د دغه حالت بیان د تراژید په نامه یادیږي. په پخواني (مصر) کې د دې لپاره چې د نیل سین سیلاونه جاري نکړي او د خلکو کروندې او کورونه له ځان سره لاهو نه کړي نو خلکو به د مذهبي او دیني عقیدو په بنیاد د نیل د تحفی او قربانۍ په توګه یوه حسینه جلکۍ د نیل څپو ته سپارله. دغه حالت یو حماسي حالت و، خو دا چې د جلکۍ خپلو خپلوانو د هغې جلکۍ د مړینې او مظلومتیا لپاره اوښکې تویولې دغه یوه غمیزه او تراژیدی خبره وه. د مور واکۍ یا مادر شاهي په مناسباتو کې د قبیلې ملکې به د قبیلې له یوه تکړه پهلوان ځوان سره - همبستره کیداله نو کله چې به ملکه له دغه پهلوان څخه د زوی مور شوه د دې لپاره چې په قبیلې کې د لوږې لمن ټوله شي او په غلو او دانو کې زیاتوالی راشي - نو د ملکې په فرمان خلکو به د دغه ځوان وینې او غوښې په کروندو کې شندلې. دا چې دغه ځوان دغلو او دانو د زیاتیدو لپاره ځان وژنې او له ملکې سره جنسي جماع ته چمتو شوی و، هغه یو حماسه جوړونکی ځوان و او د هغه د خپلو خپلوانو لپاره دغه یوه غمیزه وه.

 ۴- پوښتنه: په پښتو کې لمړی شعر د چا شعر دی؟

ځواب: زما په آند لمړی شعر د بیټ بابا (لویه خدایه لویه خدایه - ستا په مینه هر هر ځایه - غر ولاړ دی درناوۍ کې - ټولې ژوې په زارۍ کې) شعر دی او ځینې خلک په پښتو ژبې کې د امیر کروړ (زه یم زمری په دې نړۍ له ما اتل نشته - په هند و سند و په تخار او کابل نشته - بل په زابل نشته - له ما اتل نشته) لمړی شعر بولي او دغه شعر په کال (۱۳۹) کې ویل شوی دی.

 ۵- پوښتنه: پویان صاحب د کومو شاعرانو شعرونه مو خوښیږي؟

ځواب: په سپین ژیرو شاعرانو کې ګران استاد سلیمان لایق ته د احترام سر ټیټوم او په ځوانو شاعرانو کې مې د افغانستان دسیمه ایزو چارو د مرکز رییس ځوان شاعر لیوال صاحب شعرونه خوښ دي او دفارسۍ په ادب کې د فروغ فرخزاد له شعر سره بې کچه مینه لرم.

 ۶- پوښتنه: هر شاعر او لیکوال د خپلو لیکنو او شعرونو لپاره ځانګړی سبک لري تاسو د کوم سبک پیروي کوی؟

ځواب: دا چې ځنې خلک وایي: دا لیکوال او شاعر پخپلو شعرونو او لیکنو کې د خراسان او عراق او هغه بل د هند د سبک پیروي کوي زه له دغو نظریو سره هم غږی نه یم زما په آند د زرکې تګ د زرکې تګ دی او د کاغیو د ټوپ وهلو تګ د کاغیو تګ دي او د اوښ ځغاسته د اوښ ځغاسته ده او د آس منډه د آس منډه ده همدارنګه په ادبیاتو کې لیکوال او شاعران د خپلو لیکنو لپاره ځانګړی سبکونه لري د رحمان بابا د غزلو سبک د هغه خپل سبک دی او د خوشحال خټک د غزلو سبک د هغه خپل سبک دی او زه هم پخپلو لیکنو کې ځانګړی سبک لرم چې زما خپل سبک دی.

 ۷- پوښتنه: سپین شعر او نوی شعر او کلاسیک شعر سره څه توپیر لري؟

 ځواب: سپین او نوی شعر چې ځني خلک یې د (نیما) او (شاملو) د شعرونو په نومونو پیژنې د فارسي له ادبیاتو څخه پښتو ادبیاتو ته لاره پرانیستې ده او د عروضی وزن له قالب څخه بهر په خاص وزن او ځانګړي فورم کې لیکل کیږي خو کلاسیک عروضي شعرونه د عروضي وزن په چوکات کې لیکل کیږي او عروضي شعر د عربي له ژبې څخه پښتو او فارسۍ ته لاره پرانیستې ده د پښتو او فارسی غزلې د عروضي وزن په قالب کې لیکل کیږي او ځنې خلک چې تش په نامه شاعران دي او عروضو په اصولو یې سر نه خلاصیږي وایې: پښتو شعر یوازې هیجایي وزن لري او ضروري خبره نه ده چې د فارسي او عربي شعرونو په څیر دې د عروضو د وزن په قالب کې ولیکل شي خو زه له دغې خبرې سره هم غږی نه یم او د پښتو کلاسیک شعر لپاره د عروضو اصول ضروري بولم.

 ۸- پوښتنه: که د لنډیو په هکله خپل معلومات را سره شریک کړی مهرباني به مو وي؟

ځواب: د پښتو په ادبیاتو کې لنډۍ د اولوسی او فلکلوریک ادب لویه برخه جوړوي او په شفاهي توګه له یوه پښت څخه بل پښت ته انتقالیږي او خاص شاعران نه لري او د ؤلسونو شریکه معنوي شتمنۍ ګڼل کیږي دا چې لنډۍ د ولسونو له هیلو او شریکو ارمانونو او ټولنیزو روحي تمایلاتو څخه را زیږیدلې دي نو ځکه د هر چا لپاره د منلو وړ شعرونه دي د پښتو په ادبیاتو کې د هرې موضوع لپاره د ولسونو له خوا لنډۍ ویل شوې دي او ولسونه یې د ټنګ ټکور په څپو او یا یې بې له ټنګ ټکوره زمزمه کوي دا دي د (سلام) په هکله هغه لنډۍ چې له کوچینوالې را نیولې تر دې دمه پورې زما په ذهن کې پرتې دي.

 سلام دې راغی ته را نه غلې + زه به دې څه کړم بې دیدنه سلامونه

کاغذه ورشه په تعظیم شه + په مرور آشنا مې وایه سلامونه

د مازدیګر ژیړیه لمره + په روغو وایه د رنځور و سلامونه

سلام په سرو شونډو مزه کا + د مسافرو سلام ځي په کاغذونه

پاس په آسمان کې درزهار دی + سیف الملوک دی د بدرۍ سلام ته ځینه

 ۹ - پوښتنه: د متلونو په هکله ستاسو نظر څه دی؟

ځواب: د پښتو په ادبیاتو کې متلونه هم د لنډیو په څیر د فلکلوریک ادب برخه جوړوي او په شفاهي توګه له یوه نسل څخه بل نسل ته لیږدول کیږي د هر متل شاه ته ځانګړې کیسې پرتې دي او هر متل د خاصو مطالبو په وړاندې ویل کیږي او کله کله لیکوال او شاعران د متلونو مطالب پخپلو شعرونو او لیکونو کې را نغاړي ما پخپلو شعرونو کې د پښتو ځینې متلونه را نغښتي دي او په یوه شعر کې داسې راغلي دي:

په هر کاڼي بوټي وینم، د شهید وینه پرته ده

حماسې یي جوړې کړې، د غیرت شمله اوږده ده

بیا څپاند به شي رودونه، بیا به وچ چمن سمسور شي

که ؤلس کې پیوستون وي، دا د زړونو عقیده ده

که زه ته شم او ته زه شې، هم به ته شې هم به زه شم

دا متل د پښتنو دی، د وحدت  ګوړه خوږه ده

 ۱۰- پوښتنه: په اوسنیو شرایطو کې په وطن کې دننه او له وطن څخه بهر د شعر او لیکوالۍ وضیعت څرنګه ارزیابي کوی؟

ځواب: په ځانګړي توګه د پښتو په شعر کې نوي شاعران را ټوکیدلي دي چې شعرونه یې پاخه او د منلو وړ شعرونه دي خو په دغو ځوانو شاعرانو کې زه داسې شاعران پیژنم چې عروضي شعرونه لیکي خو دعروض په اصولو نه پوهیږي او په شعرونو کې یې د عروضي وزن نیمګړتیاوې لیدل کیږي او دا چې په عمومي توګه د عروضي شعر د پیژندګلوۍ په هکله د خلکو د پوهې معیار ټیټ دی نو ځکه د کاذب شهرت له امله دغه شاعران خلک د وتلو شاعرانو په نومونو ستایې د ځان د درملنې لپاره خلک ډاکټر نه پیژني او د کاذبو شهرتونو خاوندانو کوډګرو ملایانو او د حکیمجي صاحبانو ته ورځي.

 ۱۱- پوښتنه: کولای شي د خپلو لیکل شوو (آثارو) په هکله معلومات راکړی؟

ځواب: د پیراهن ارغوانی په نامه فارسي رومان مي د بلخ د ولایت د آزادو لیکوالو او شاعرانو د ټولنی د مشر خدای بخښلي اسحاق دلګیر او د دغي آزادي ټولنې د مونشي خلیق صاحب په تعاون د ثور د انقلاب له پیښې وروسته له چاپ راؤوت او بیا شهرت ته ورسید او د منصوري چغو تر عنوان لاندي د پښتو د شعرونو ټولګه مي تیر کال په کابل کې د دارالاسلام له مطبعې څخه له چاپه راؤ وتله او د ګنج پادوان او پردي کمیس او زاړه کتابونه او زړې مدرسې او د کندل ماما د کیسو تر عنوانونو لاندې لڼډ داستانونه می د روان کال په بهیر کې په کابل کې چاپ سول او دا مهال د لیوني بابا په رومان کار کوم.

 ۱۲- پوښتنه: د خپل خصوصي ژوند په هکله که معلومات راکړې؟

ځواب: واده می کړی دی، لور نه لرم، د پینځو زامنو پلار او د شپږو لمسیانو نیکه یم او دلته د هالند د (رورموند) په ښار کي له خپلې کورنۍ سره د ژوندانه خوږې او ترخې تیروم او د کمپیوټر شاه ته ناست یم او شعرونه لیکم.

 ۱۳- پوښتنه: پویان صاحب د وطنوالو لپاره څه خبرې او پیغام لرې؟

ځواب: وطنوالو ته وایم، د خدای (ج) روی ته وګورﺉ. فارسی او پښتو دواړه زمونږ د وطنوالو ملي ژبې دي- د جهالت او نا پوهۍ له ټټو څخه کوز شۍ په کور کې کورګې مه جوړوی او د پښتو او د فارسي د ژبو د بې ځایو اختلافونو غړکې مه شاربی او د وطن د ویجاړ حال په فکر کې شی. زور او تشدد کارول د وحشي ځناورانو کار دی، له تشدد څخه لاس په سر شی او د وطن د عمران او آبادۍ لپاره ملاوې ؤتړی او د خبرو مرکو له لارې خپلې کشالې حل کړی.

 له تاسو مشر ورور عنایت الله پویان څخه ډیره مننه کوم چې له ما سره مو مرکه ؤ کړه.

زه هم له تاسو څخه شکریه ادا کوم چې له ما څخه مو پوښتنې ؤ کړې.

 دښاغلي پویان صاحب د شعری دیوان (منصوري چیغې) څخه مو څو د شعرونو ګلدستی ټاکلی دي چې تاسو ته یي وړاندی کوم.

  

دو بیتی ها،

بهار آمد می احمر ندارم + خروش زندګی بسر ندارم

بیا ساقی یکی جامی بمن ده + به فصل ګل زمی بهتر ندارم

===========================

هلال عید به ابروی تو ماند + بنفشه ها به ګیسوی تو ماند

 خمار نرګس شهلای بهار + به چشم مست جادوی تو ماند

===========================

 چه حاصل کز غم هجرش بمیرم + که او از مرګ من پروانه دارد

 چه حاجت با همه آه و فغانم + که با روی شمعش پروانه دارد

===========================

 ترا باغ و مرا ګل آفریدند + ترا جان و مرا دل آفریدند

 مرا از استان بیرون کردند + به تو جام تسلسل آفریدند

=============================

 دو چشمش عین بادام است خدایا + دو زلفش حلقه دام است خدایا

 دو ابرویش کمان تیر سرباز + روخش چون ماه تابان است خدایا

------------------

د ساقي مذهب

کله بلې لمبې غواړم/ د پتنګ سوی  وزریم

کله سوځم په لمبو کې / کله سکور کله اخګر یم

کله  خوځنده  توفان  یم / اړومه  ګړنګونه

کله څاڅکی د باران یم / را کې شنه شي چمنونه

دسرو شونډو قران لولم / د ښکلا په مدرسو کې

ځان جهان راڅخه هیر دی / د ښایست په ننداروکې

د ازل د جام نشوکې / څومره شور دی / څومره زور دی

د ساقي د مینې کورکې / څومره تاو دی / څومره اور دی

بلبل ژاړي / غاټول خاندي / پتنګ سوی په انګار دی

هم یې پالي / هم یې رټي / د محبوبو دغه کار دی

 له توبونه / توبه ګاریم / د شرابو پیالې  خورمه

 هم یې خورم / هم یې څټمه / د ساقي مذهب لرمه

--------------------

 

د خیال شهباز ته

زما د خیال دژور فکر د احساس شهبازه

دهسکو غرونو، ګړنګونو، د همت پروازه

دآسمانونو، کړنګهار د ماتیدو شیبو کې

د سور سیلاو، یاغي توفان

دبهیدوپه شپو کې

څه دې لیدل، څه دې کول- راته کیسې ؤ وایه

حال د وطن را ته بیان کړه افسانې، ؤ وایه

 دا راته وایه !

 زما تره چې غریبي یې د بازار کوله

له کومې خوا د توغندي په ګولۍ ولګیده

چا یې د مړي جنازه له کوم بازار پورته کړه

کوم مسلمان ورته لاسونه د دعا اوچت کړل

دا راته وایه زما خور چې د بې وزلو یتیمانو مور وه

 او یتیمان یې په میړانې ساتل

  دکوم ځانمرګي تور کافر په بم کې والوتله

 یتیمان چاؤساتل - ماشومان چیرته لاړل

دا راته وایه - زما ورور چې په اسلام مین ؤ

او بنیاد ګرو ټوپکیانو پرې د کفر ټاپې ؤ وهلې

د کوم نا پوه مفتي په ورانې او غلطې فتوا

 سر یې له تن جلا شو

 چا یې په قبر د شهید جنډې اوچتې کړلې

 هغه سپین ږیری پلار زما چې دلمانځه په وخت کې

دنامالوم اورپک د توپ په ګولۍ ولګیده

د کومو وږو سپو خوراک شو- هغه خوار هډوکي

شهبازه ولي- دا دڅه لپاره

 چوپه خوله ناست یې دا کیسې نه لیکې

 د جنګ ځبلو وږو تږو خلکو

 آواز نه آورې- افسانې نه لیکي

 له چانه ډار کوې- ډارن څله یې

 وزر دې مات شه - کبر جن څله یې

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org