د «اصالت» د اومی کالیزی په مناسبت

د مبارکۍ پیغام

 
زبیر شیرزاد

 

مونږ روشنفکران او «اصالت» دوه نه شلیدونکی پیوند یاستو، او زمونږ پیوند یو دبل سره عالی دی او فکری پیوند دی، «اصالت» زمونږ دفکری او عقیدتی دنیا یو روښانه او بله ډیوه ده وه او یی به، که مونږ د بیوزلو هیلی او آرمانونه لیکو، «اصالت» یی بیا په ایمانداری سره نشروی په نشر کی هیڅ ویره نه لری، د ویاړ ځای دی څومره چه تکنالوژی پر مختګ کوی د ده په څنګ کی د ترقی غوښتونکو نوښتګرو فکری او عقیدتی احساس په نشراتی ساحه کی هم د لوړو اهدافو په لور هوښیارانه او آګاهانه زړور قدمونه ږدی، مونږه افغانی روشنفکران په خاصه توګه کیڼ اړخی د یو پر مختللی افغانستان غوښتونکو یاستو او د ولس سوکالی مو اصلی او یوازنی هدف دی تر څو چه زمونږ ټولنه له طبقاتی ستم نه فارغه شی، دا زمونږ هیله ده د وطن د رسالتمندو انسانانو په توګه ویاړو چه په نشراتی ساحه کی د خپلو افکارو د نشر او تبلیغ د پاره د نشریاتو په دنیاکی د مجربو او آګاه لیکوالو په لرلو لوړ لاس لرو، نن «اصالت» خپل انسانی قلم او قدم په اوه کلنی کیښود، د «اصالت» تر څنګه پندار، حقیقت، بامداد، پیام وطن، وطن افغان، سپیده دم، آزادی او وطندار با عظمته  صفحی لرو او د دغو صفحو چلونکی سره یو لوی وطنی درد موجود دی همدا علت دی چه مونږ دوی سره مینه کوو، او هغه درد بیا زمونږ خپل او د زوریدلی ولسونو ښکاره درد دی، چه په غیر انسانی توګه غارتګرانو زمونږ په بیوزلی ولس روا کړی، او د دغه درد بیانولو د پاره دا صفحی د نشریاتو دنیا ته لاره موندلی او آواره کړی د دغه عزیزانو نشریاتو توپیر د نورو سره د لمر په شان روښانه او ښکاره دی، چه دوی افغانستان او د افغانستان بیوزلو ولس د پاره لیکی او دزړورو انسانانو په توګه یی نشروی، او په وطن کی موجود واقیعتونه د خلکو غوږو ته رسوی او له بلی خوا د دوی فرق د نورو نشریاتو سره دا هم ده چه دوی د هیڅ سکتاریستی او تمامیتخواه نظریو او افکارو تر تاثیر لاندی رانغله بلکه د دی ناوړی پدیدی سره سخت مخالف دی او پر ضد یی مبارزه کوی د دغوعزیزانو د پاره یوازی او یوازی وطن، انسان، زحمتکشان او د هـغو ګټی مطرحه دی او د هغو د ګټو د  پاره قلم یی له رنګه ډک کړی لیکی او خپل ولسونو ته یی رسوی او خدمت کوی چه یو له دغو څخه ویاړلی «اصالت» دی، «اصالت» په دا اوه کلنو کی ډیر روڼ خدمت په فکری ساحه کړی چه ټولو ته روښانه ده، زه «اصالت» ته له یوی خوا اوه یمه کالیزی د زړه له کومی مبارکی وایم او له بلی خوا په دی لاره کی د دغی بلی ډیوی همیشه بلیدل غواړم د «اصالت» ټولو کارکونکو او په خاصه توګه ملګری فضلی ته د اومی کلیزی د نشریاتو مبارکی وایم دا ورسره یو ځای کوم چه قلم دی تل له رنګه ډک او ایمان دی قوی اوسه، «اصالت» همیشه خپل رسالت او دین پیژندلی اصالته تل درسره یم!

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org