پنجشنبه، ۲۴ فبروری ۲۰۱۱

مرکه کوونکی: انجنیر عبدالقادر مسعود


صدیق کاوون توفانی

 

یو ستر پوخ او واقعي لیکوال هغه څوک دی، چې لوړه انساني عاطفه او د بشر پالنې احساس ولري، او د لوی او هدفمند انسان په توګه د لوړو آرمانونو خاوند وي، قوي اراده، لوړ همت او نیکې هیلې ولري، پر خپله ژبه واکمن وي او د خپلې ژبې د پرمختګ او ودی په لاره کې کارنده او رغنده برخه واخلي، په خپله لیکنه کې د ډیر لوی صداقت او صمیمیت ښکارندوی وي، روښانه نړی لید او اندیشه ولري او د خلکو د عقیدی د آزادۍ لپاره مبارزه وکړي، د پاک او سپیڅلي قلم خاوند وي او د قلم عفت او حیثیت وساتي، د آزادۍ، عدالت، انصاف او صداقت او حقیقت او د طبیعي او ټولنیزو حقوقو پلوې وي، د استبداد، ظلم او اجتماعي ناخوالو او د ټولنې د بدو پدیدو سره نه پخلاکیدونکی وي، د ژړیدلو او کړیدلو خلکو دردونو او روحي رنځونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، هغه ظلمونه او استبداد، چې په خلکو کیږي وغندي او ټولنې ته یې په ډاګه کړي، د هیواد او هیوادوالو سره او د انسان او انساني کرامت سره ژوره مینه او خواخوږي ولري، د خلکو د سوکالۍ او د دموکراسی او آزادۍ لپاره مبارزه وکړي، د ظلم، ستم او ټولنیزو ناخوالو سره او د ظالمو حکومتونو د ناروا کارونو سره نه پخلا کیدونکې وي، د یو زړه سواندي انسان په توګه د شهیدانو او یتیمانو او خوارانو سره وژاړي او اوښکې تویي کړي او د دوی د غمجنو حالاتو سره غمجن او دردمن وي. لنډه دا چې متواضع، بې کبره او د لوړو انساني اهدافو او صفاتو خاوند وي.

له نیکه مرغه زموږ زیاتره لیکوالانو، ژورنالیستانو، ادیبانو، شاعرانو او څیړونکو د دغو پورتنیو څرګندونو په پام کې نیولو سره په خپلو آثارو او لیکنو کې خپل قلمونه اوچت ساتلي دي او خپل غږونه او فریادونه یې پورته کړي دي.

له دغو لیکوالانو او شاعرانو له ډلې څخه یو هم ښاغلی صدیق کاوون توفاني دی، چې زموږ د هیواد په ادبي، فرهنګي او سیاسي ډګر کې یو پیاوړې، وتلې او پیژندل شوې شاعر، ادبي، فرهنګي او سیاسي شخصیت دی. دی د پښتو او دري ژبو د هغو نوښتګرو، مخکښو او نامتو لیکوالانو او شاعرانو څخه دی، چې د ده په آثارو او شعرونو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم، انساني، اجتماعي، ملي او ادبي تصورات او افکار په ډیره خوږه، سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي. د ده په شعرونو کې هنري ښکلا، خیالونه، سمبولونه، تصویرونه او انځورونه، تشبیهات، کنایات، پاک او سپیڅلي احساسات، جذبات او عواطف په ډیر رنګین او ظریفانه شکل ترسیم شوي دي.

ښاغلي محمد اکبر کرګر چې زموږ د هیواد یو پیژندل شوې، مخکښ او تکړه لیکوال او څیړونکې دی، ده په خپلو لیکنو کې د کاوون صاحب او د یو شمیر نورو لیکوالانو او شاعرانو د شعرونو په هکله علمي او ادبي تحقیقات او څیړنې کړې دي چې د قدر او ستاینې وړ دي. کرګر صاحب په خپله یوه لیکنه کې د کاوون صاحب د ادبي شخصیت او د شعرونو په هکله داسې وایي:

(. . . کاوون هنرمند او شاعر دی، خو د زمان په ایرو او ګردونو کې پټ هغه دی. دی د شاعر زړه لري او د شاعر زړه یې په ټټر کې ټوپونه وهي. سره له دې چې د عقل او پوهې او علم لیوال دی، خو په ماهیت کې داسې نه ده. هغه په ټولو چلندونو او برخوردونو کې صادق او رښتینی دی. لکه شعر داسې رښتینې دی، لکه شعر داسې سپېڅلی او شفاف یا روڼ دی، لکه د شاعر احساسات او عواطف او لکه د کوچني ماشوم زړه او اوښکه داسې معصوم دی.

د فورم له مخې یا د فورمالیزم له مخې د کاوون شعر د پښتو د اوسني ادبي بهیر د غرونو په سرونو کې انعکاس کوي او له هغه ځایه اوریدل کیږي. کله چې هغه عاشقانه شعر وایي هغه د عشق له زور او قوت نه د خپل پیام له پاره کار اخلي. د هغه عاشقانه شعر په رښتینې توګه ځانګړې محتوی او بیل مضمون لري. شاعر په دې ډول فورم کې د زړه له تله په ټولو حواسو او ټول ځواک سره موضوع ته عشق وربخښي، ساه ورکوي او احساس په کې راپاروي.)

 په رښتیا سره چې کاوون صاحب د پښتو ادب په ډګر کې د یو لوړ شاعر په توګه ډیر با ارزښته او دروند مقام لري. دی د سیاست پوهنی، ټولنیز پوهنی، اولس پوهنی او ادب پوهنی له معیارونو سره آشنا دی، دی له خپل هیواد او وطنوالو سره کلکه مینه او خواخوږي لري. کاوون صاحب یو متفکر انسان او د لوړو او انساني اهدافو، اوصافو او خصایلو خاوند شخصیت دی، ده زموږ د هیواد په ادبي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي چارو کې په پر له پسی هڅو سره له پاکی، تقوا، اخلاص او صداقت سره خپلی خاوری ته، خپل اولس ته او خپلی ژبې ته په عمل کې ارزښتناکه کارونه او فعالیتونه کړي دي.

د ده چاپ شوي آثار دا دي:

* سپرغۍ: د شعرونو ټولګه، چې په (۱۳۶۲) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده.

* د تیږو په ذهن کې: د شعرونو ټولګه، چې په (۱۳۶۳) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده.

* شګې او ګلونه: د شعرونو ټولګه، چې په (۱۳۶۶) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده.

* وروستی ټکی: د شعرونو ټولګه، چې په (۱۳۶۷) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده.

* کله چې ونې مري: د شعرونو ټولګه، چې په (۱۳۷۰) کال کې په کابل کې چاپ شوې ده.

* د باد په کنډوالو کې: د شعرونو ټولګه، چې په (۱۳۸۱) کال کې په پیښور کې چاپ شوې ده.

د ده آثار، ادبي او فرهنګي، سیاسي او اجتماعي شخصیت زموږ په ټولنه کې د قدر او ستاینی وړ دی.

د کاوون صاحب د پوره پیژندګلوی لپاره، ما د ده سره یوه مرکه نیولې ده چې د تاسو ادب دوستانو او د شعر مینانو پام ورته راګرځوم.

کاوون صاحب اجازه راکړی خپل سلامونه او نیکې هیلې د تاسو درنه حضور ته وړاندی کړم، او خپلی پوښتنی پیل کړم:

پوښتنه:

تاسو څه وخت په شعر ویلو پیل وکړ، او څه رنګه مو خپل استعداد ته پام شو؟

ځواب:

ډېر کلونه پخوا، هغه مهال چې زه لا کوچنی هلک او د لومړنۍ ښوونځی زده کوونکی وم، له شعر او شاعری سره مې مینه درلوده. کله ناکله به مې یو نیم نظم یا نظم ډوله څه ولیکل او له ځانه سره به مې بیا بیا لوستل او خوند مې ترې اخیست. خو یوه ورځ مې په کور کې دننه یوه لرګین صندوق ته پام شو. صندوق مې پرانیست ومې لیدل چې له کتابونو ډک دی. کتابونه مې یو یو له صندوق څخه راوایستل او ومې کتل. په هغه صندوق کې ډول ډول کتابونه وو، لکه د رحمان بابا دیوان، د خوشالخان خټک بازنامه، سکندر نامه، بهار دانش، مراسلات، چهار دروېش او ځنې نور. د رحمان بابا دیوان مې ترې راواخیست او نور کتابونه مې بېرته په صندوق کې کېښودل. له هغه وروسته نو بیا زه وم او د رحمان بابا دیوان آن تر دې چې د شپې به مې د رحمان بابا دیوان تر بالښت لاندې و. د دې تر څنګ باید یادونه وکړم چې په هغو کلونو کې مې ننګرهار ورځپاڼه او ننګرهار مجله هم لوستله. زما تره چې هغه مهال د لغمان د روښان ليسې زده کوونکی و د ننګرهار ورځپاڼې او ننګرهار مجلې ګډونوال و. کله به چې دغه خپرونې زما لاس ته راغلې، په ډېره خوشالۍ به مې لوستلې خو باید ووایم چې په لومړي سرکې مې نورو لیکنو سره علاقه نه درلوده، یوازې شعرونه به مې لوستل. زه له همدې لارې هغه مهال د ښاغليو نصرالله حافظ، قتیل خوږیاڼي، ارواښاد شهید سېلاب صافي، ارواښاد سید محمد طاهر بینا، غلام دستګیر ړنګ او نورو له نومونو او شعرونو سره آشنا شوم او ډېر څه مې ترې زده کړل چې د هغو هر یو یې پر ما د استادۍ حق لري.

پدې ډول و چې دشعر «سیاه مشق» مې پیل کړ او تر اوسه په دغه «سیاه مشق» اخته یم. پوښتنه:

مهرباني وکړۍ ووایاست تاسو هر وخت چې وغواړۍ شعر لیکلای شۍ او که په ځانګړو حالاتو کې باید شعر ولیکۍ؟

ځواب:

نه، زه هر وخت شعر نشم لیکلای. شعر د یوه ځانګړي حالت زېږنده دی، او تر څو پورې چې دغه ځانګړی حالت حضور ونه لري، د شعر لیکل ناشوني دي. داسې نشي کېدای چې سړی دې د شپې تصمیم ونیسي چې سبا سهار د سبایی تر چایو وروسته د مېز تر شا او یا پر کومه پوله کښېنم او شعر لیکم. او همدا راز سړی نشي کولای مخکې له مخکې د ځان لپاره د شعر ډول او چوکاټ وټاکي، کله چې شعر راغی ځان ته پخپله خپل ډول او چوکاټ ټاکي او شاعر مجبور دی چې په هماغه چوکاټ کې خپل احساسات بیان کړي. ځنې دوستان عقیده لري چې که شعر په تا پسې نه راځي، ته پخپله په شعر پسې ورشه. خو زه دا کار نشم کولای، که شعر په ماپسي را نشي که کلونه هم تېر شي زه په شعر پسې نه ورځم او د شعر دروازه نه ټکوم.

مخکې مې د شعر لیکلو لپاره د یوه ځانګړي حالت یادونه وکړه. دغه ځانګړی حالت هماغه څه دی چې ځنې خلک یې الهام هم بولي. الهام څه شی دی؟ سور ریالیستانو عقیده درلوده چې الهام د ژبې په عرصه کې د روح ناڅاپي چاودنه ده. افلاطون شعري خلاقیت له بشري روح څخه بهر یانې د شعر په الهې پورې اړوند باله او ویل یې چې دا دشعر الاهه ده چې شاعر ته وایی چې ولیکه او د شعر الاهه یو مافوق بشري پدیده ده. خو اوسني فیلسوفان، اروا پېژندونکي او د شعر منتقدین لدې نظر سره توافق نلري او وایی چې الهام یوه روحي بشري پدیده ده چې پخپله د شاعر په دننه کې شتون لري. آرتور رمبو ویل چې «زه» بل څوک دی. یانې دا چې شاعر د شعر ویلو په وخت کې خپل «زه» له لاسه ورکوي او له خپل شخصیت څخه بهر راوځي او په «بل چا» بدليږي. مانا دا چې کله چې شاعر له کومې روحي ناڅاپي پېښې سره مخامخ کیږي او دغه پېښه د هغه روحي او احساسي حالت ته ټکان ورکوي او هغه د شعر ویلو ته رابولي. خو لوتره آمون چې د رمبو هم عصره و عقیده درلوده چې که «زه» شتون لرم نو زه پخپله یم او په هېڅ حالت کې په بل چا نه اوړم بلکې غواړم له خپله «ځانه» پرته بهرنۍ نړۍ او هر څه چې زماپه شاوخوا کې وجود لري هېر او ځان په خپله روحي نړۍ کې ډوب کړم.

ژاک ماریتن عقیده درلوده چې شاعر د الهام په حالت کې د خپل روح مرکز ته ستنیږي، له بهرنۍ نړۍ سره خپلې اړیکې شلوي او له خپل ځان او خپلې اروا سره یوازې کیږي، نو هلته ده چې د شعر په ویلو پیل کوي.

ستر فلسطیني شاعر نزار قباني باور درلود چې شعر یوه ناخودآګاه او الهامي پدیده ده چې شاعر ته د لیکلو توان ورکوي. قباني په خپل یوه شعر کې دغې نکتې ته دا ډول اشاره کوي: «. . . شعر یو شین څراغ دی چې د خدای ګوتو زموږپه دننه کې ځړولی دی».

لکه چې و مو لیدل، د شعر د هستونې لپاره، «الهام» یو بنسټیز ضرورت دی او له الهامه پرته لیکنې د تصنع رنګ خپلوي او له صمیمیته وزي. هغه لیکنې به هر څه وي خو شعر ورته نشو ویلای.

البته د الهام لپاره د شاعر له روح څخه بهر مادي او فیزیکي حالاتو او شرایطو ته هم اړتیا شته. ددغو ټولوروحي او مادي پدیدو د یو ځای کېدو په نتیجه کې پر شاعر الهام کیږي چې شعر ولیکي. کېدای شي چې شاعر د یوه خبر په اورېدلو، د یوې حادثې پر پېښدلو، د یو چا یا یو څه په لیدلو، دیو چا، یوڅه او یوې خاطرې په بیا را یادېدلو له دغسې یو حالت سره مخامخ شي او په دننه کې یې «شین څراغ» و لګیږي.

پوښتنه:

د تاسو په اند زموږ لیکوالانو او شاعرانو زیاتره شعر ته پاملرنه کړې ده او که نثر ته؟ تاسو په پښتو ادبیاتو کې نثر څه ډول څېړی؟

ځواب:

پښتو ادبیات عمدتاً شعري ادبیات دي. هغومره چې زموږ شعر رنګین، هراړخیز او شتمن دی، نژدې په همغه کچه زموږ نثر، په ځانګړي ډول هنري نثر د څومره والي او څرنګوالي له پلوه خوار او کمرنګه دی.

راځه خبره به په بل ډول لږ وڅېړو. زموږ د هېواد نومیالی لیکوال او څېړونکی ښاغلی زلمی هېوادمل په خپل اثر «د پښتو ادبیاتو تاریخ» کې پښتو ادبیات په دریو ادبي دورو وېشي:

لومړۍ دوره، چې له دوهمې لېږدیزې پېړۍ څخه پیلېږي او تر یوولسمې لېږديزې پېړۍ پورې دوام مومي. په دغه دوره کې د دوو نثري آثارو یادونه کیږي. لومړی یې د سالو وږمه ده چې د پټې خزانې په قول د ابو محمد هاشم ابن الزید السرواني په قلم په پښتو لیکل شوی دی، خو له بده مرغه دغه اثر اوس په واک کې نشته. او دوهم یې تذکرةالاولیا د سلیمان ماکو اثر دي چې د پښتنو وینا والو آثار او احوال یې پکې راټول کړي او یوازې څو پاڼې یې د علامه استاد عبدالحی حبیبي د کار او زیار په نتیجه کې لاس ته راغلي دي.

د پښتو ادبیاتو په دغه دوره کې نور پاتې، ټول شعري او نظمي آثار دي او د نثري لیکنو پته نه لګیږي.

دوهمه ادبي دوره د لسمې لېږديزې پېړۍ له نیمایي څخه پیلیږي او د څوارلسمې پېړۍ د پیل تر دوو، دریو لسیزو پورې دوام کوي. په دغه ادبي دوره کې ده چې پښتو نثر ورو ورو پراختیا مومي او زیات شمېر نثري آثار هستول کیږي. پښتو نثر د موضوع او مضمون له پلوه بډاینه مومي اود شکل په لحاظ هم رنګارنګي پیدا کوي. ژبه یې صیقلیږي، ساده کیږي او رواني مومي.

په همدغه دوره کې ده چې د هنري نثر لیکنې ته لاره پرانیستل کیږي.

دریمه دوره یا د پښتو ادبیاتو اوسنۍ دوره د شلمې عیسوي پېړۍ له لومړیو لسیزو څخه پیليږي او دادی په پوره زور دوام لري. په معاصره دوره کې موږ په ټولیز ډول د پښتو نثر او هنري نثر د غوړېدنې او بډاینې شاهدان یو. اوس اوس موږ په پښتو کې د یو زیات شمېر مستقلو نثري آثارو لوستونکي یو چې په وروستیو درې څلورو لسیزو کې کښل شوي او خپاره شوي دي.

اوس زموږ د یو شمېر لیکوالو او شاعرانو په مټ د نړ يوالو ادبیاتو ځنې په زړه پورې آثار هم په پښتو ژباړل شوي دي چې زموږ د ادبیاتو له رنګینۍ او بډاینې سره مرسته کوي.

خو که پوښتنه داسې مطرح شي چې شعر که نثر؟ او آیا رښتیا هم د شعر عمر پای ته رسېدلی اواوس د نثر وخت دی؟ زموږ شاعران باید شعر پرېږدي او نثر ته مخه کړي! نو بیا زما ځواب بل ډول دی. زه وایم راځۍ دا هر څه خپل طبیعي بهیر ته پرېږدو.

ددې پر ځای چې د شعر پر ضد کمپاین وکړو، د نثر د لیکلو پر ضرورت تاکید وکړو. زه دا سمه نه بولم چې ووایو شعر بند او نثر پیل. موږ په هغه اندازه چې نثر ته او ښه نثر ته اړتیا لرو، په همغه کچه شعر ته او ښه شعر ته ضرورت لرو. که څوک د شعر لیکلو استعداد لري شعر دې ولیکي او که څوک د نثر د لیکلو استعداد او مهارت ولري نثر ته دې مخه کړي او که څوک شعر او نثر دواړه لیکلای شي نو بیا دې شعر او نثر دواړه ولیکي، زه پدې برخه کې کومه ستونزه نه وینم.

زه لازمه نه بولم چې چاته دې وویل شي چې نور شعر مه لیکه او پرځای یې نثر ولیکه او که چاته وویل هم شي باور نه کوم چې شاعر دې له شعره لاس پرسر شي او له یوې مخې دي نثر ته مخ واړوي. مثلاً تر کومه ځایه چې زه د پښتو ژبې وتلی او خوږ ژبی شاعر ښاغلی پير محمد کاروان پېژنم شعر لکه وینه د هغه په رګونو کې چلیږي او آن خدای هم په شعر یادوي. «شاعران یو په نغمو یادوو خدای» نو اوس ته راځه او ورته وایه چې کاروان صیب نور نو شعر مه لیکه او یوازې نثر ته مخه کړه. زه فکر نه کوم چې هغه دې دې ډول خبرو ته اهمیت هم ورکړي. دلته باید زیاته کړم چې ښاغلی کاروان په نثر لیکلو کې هم د ښه قلم خاوند دی.

پوښتنه: تاسو شعر څه ډول تعریفوۍ او په شعر کې حماسه څه ډول څېړۍ؟

ځواب:

زه فکر کوم تاسو دوه بېلې بېلې پوښتنې چې هره یوه یې اوږده او پراخ بحث ته اړتیا لري یو ځای مطرح کړي دي. زه به کوښښ وکړم د خپل توان په حدودو کې هغو ته ځواب ووایم. لومړی د شعر د تعریف خبره. که رښتیا ووایم زه د شعر له تعریفولو سره جوړ نه یم. زما په اند شعر یوه داسې پدیده ده چې تل د تغییر او تکامل په حال کې ده. موږ نه شو کولای يوه پدیده چې په پرله پسې ډول خپل شکل او منځپاګې ته تغییر ورکوي په یوه معین چوکاټ کې بنده کړو او حدود او ثغور ورته وټاکو. یو وخت هر موزون او مقفی کلام شعر بلل کېده او اوس ویل کیږي چې شعر په آهنګ لرونکي لنډ ژبني بیان کې د فکر او تخیل عاطفي غوټه کېدل دي. ارسطو شعر د طبیعت تقلید یا تمثيل باله او افلاطون په شعر کې پر تخیل تاکید کاوه او ویل یې چې شاعر دوه ځله له حقیقت څخه لیرې کیږي. شمس قیس رازي عقیده درلوده چې شعر یو سنجول شوی، مرتب، معنوي، موزون، متکرر او متساوي کلام دی چې وروستي توري یې یو بل ته ورته وي یانې واحده قافیه ولري. ارواښاد محمد صدیق روهي په خپل اثر «شعر پېژندنه» کې د ترکي نامتو شاعر ناظم حکمت له خولې لیکي چې: «شعر هغه خوش آوازه مرغۍ ته ورته دی چې باید غوږ ورته ونیول شي او له آواز څخه یې خوند واخيستل شي. هغه کسان چې غواړي شعر تعریف او تحلیل کړي په واقعیت کې د مرغۍ له غوښو سره علاقه لري نه د هغې له آواز سره».  خو راځه چې د شاعرانو د خان، د پښتو د ستر سنت ماتوونکي شاعر عبدالغني خان غني تعریف وګورو. غني خان د شعر ښکلې او نازکه مرغۍ د تعریف په وسپنيز لنډ تنګ قفس کې نه بندوي بلکې هغې ته د الوتلو پراخه فضا برابروي. غني خان وايي:

لږ خیال کړه، لږ تال کړه، لږ شان د جانان     لږ رنګ کړه، غورځنګ کړه، یو آه د ارمان

لږ نور کړه، لږ نار کړه، لږ سوز کړه، لږ ساز       لږ یار د سپوږمۍ شه، دستورو همراز

لږ ګوټ د کعبې کې، لږ ګل د شېراز        لږ باغ، لږ باغچه شه، لږ تور بیابان

لږ خیال کړه، لږ تال کړه، لږ شان د جانان

اسپانوي شاعر فدریکو ګارسیالورکا، د دې پوښتنې په ځواب کې چې شعر څه شی دی؟ داسې ویلي و: شعر هغه څه دی چې پر واټ د تلو راتلو په حال کې دی، یانې هغه څه چې خوځيږي او زموږ تر څنګ پر لاره ځي. هر څه خپل رمزوراز لري او شعر هغه رمزو راز دی چې ټول شیان یې لري. اوږه په اوږه د یوه سړي له څنګه تېرېږې، یوې ښځې ته ګورې، د یوه سپي د زیرکانه منډې وهلو په هکله ګومان کوې. ددغو شیانو په هر یوه کې چې انساني جنبه لري شعر پټ دی.

لکه څنګه چې وینو د شعر لپاره د یوه جامع او مانع او زمانشموله او مکانشموله تعریف پیدا کول څه اسانه کار ندي. ښه به وي چې سملاسي په همدومره بسنه وکړو او ددې بحث له دوامه تېر شو.

خو دحماسې په هکله چې ستاسو د پوښتنې په دوهمه برخه کې ورته اشاره شوې ده په ډېره لنډه توګه څو خبرې کوم:

حماسه د زړورتیا او شجاعت په معنا ده اوهغه ډول شعرته ویل کیږي چې داستاني جنبه ولري او د یو قوم، یو ملت، او یا یو شخص ملي جذبات، رزمي احساسات ملي ویاړونه اواتلتوب پکې بیان شوی وي. په حماسه کې په عمومي ډول پېښېدونکي حوادث خارق العاده او په ځنې مواردو کې تر انساني باوره لوړ دي.   د ساري په ډول، د پخواني یونان د ستر شاعر هومر «ایلیاد او اودېسه» یوه تلپاتې حماسه ده، د ابوالقاسم فردوسي «شاهنامه» یوه حماسه ده.

په پښتو ادبیاتو کې هم حماسه اوږد تاریخ لري خو له بده مرغه هغه حماسې چې پښتنو شاعرانو د بېلابېلو رزمي ـ تاریخي پېښو تر اغېزې لاندې کښلي دي یا خو د حوادثو توفانونو له ځانه سره وړي او یا نا چاپه دي او د ځنو فرهنګیانو په شخصي کتابتونونو کې د چاپ او خپرېدو د انتظار کلونه تېروي.

ښاغلی زلمی هېوادمل «د پښتو ادبیاتو تاریخ» کې د نورو تر څنګ د دغو لاندنیو حماسو یادونه کوي:

د صاحب دین خټک «فیروزنامه» چې د فیروزخان خټک او رنجیت سنګه د جګړو بیان لري، د سپينې حماسه چې پر هرات د پارس د لښکرو د یرغل او زموږ د هراتي وطنوالودمقاومت، دفاع او مېړانې پېښوته ځانګړ ې شوې ده. د امیرعبدالرحمان «شاهنامه» چې احمد ګل کښلې ده، د دلاور طالب عمرخېل «د مغل خان جنګنامه» چې د افغان ـ انګلیس په دوهمه جګړه کې د مغل خان په مشرۍ د افغانانو او انګرېزي لښکرو تر منځ د جګړې بیان پکې شوی دی. «احمد شاهي شاهنامه» د پښتو ادبیاتو یوه تاریخي حماسه ده چې د حافظ ګل محمد مرغزي په قلم لیکل شوې او پر هند باندې د احمدشاه بابا په مشرۍ د افغاني لښکرو د یرغل او د هغوۍ د رزمي اتلولیو په هکله ده.

خو که ستاسو مقصد حماسي شعرونه وي نو بیا خو ډېر پراخ مفهوم احتوا کوي، پدې معناچې ټول هغه شعرونه چې په هغوکې رزمي او مبارزاتي روحیه منعکسه شوې وي، حماسي شعرونه دي، که د شعر په هر ډول کې وي مثلاً د میوند د ډګر د اتلې ملالې دا لنډۍ چې وايي:

که په میوند کې شهید نه شوې      خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه.

 یوه حماسي لنډۍ ده. او هغه شعرونه چې د هېواد د آزادۍ غوښتنې د بېلا بېلو جګړو په دوران کې ویل شوي او یا نورو ملي او وطنپالو غورځنګونو ته ځانګړي شوي دي حماسي شعرونه دي چې فکر کوم پدې برخه کې به د نور بحث اړتیا نه وي.

پوښتنه:

مهرباني وکړۍ خپل معلومات مو د لنډیو په هکله راسره شریک کړۍ.

ځواب:

پښتو لنډۍ زموږ د شتمن فلکلور یا ولسي ادب یوه ډېره بډایه اومهمه برخه جوړوي او ټول پښتانه ورسره نه یوازې آشنايي لري، بلکې زده یې هم وي. خو لنډۍ څه شی دي؟

لنډۍ چې ټپه، مسرې اوټيکۍ یې هم بولي هغه ښکلي او په زړه پورې دوه مسره ییز شعرونه دي چې لومړۍ مسرۍ یې نه سېلابه او دوهمه یې دیارلس سېلابه ده.

د لنډیو تر ټولو مهمه ځانګړنه د هغو شکلي لنډوالی او د منځپانګي بډاینه او پراخوالی دی، داسې چې د یوې لنډۍ په همدغه دوه مسریو کې یوه دونیا مانا او مفهوم ځاییږي آن تر دې چې سړی نشي کولای د یوه اوږده شعر په لمنه کې هم هغومره لوی مفهوم راونغاړي. لنډۍ معین ویونکی نه لري او شاعریې زموږ عام ولس دی. زموږ عام ولس: زموږ د هېواد بزګر، کارګر، شپون، کاسب، ښځه او نارینه. په لنډیو کې د ولس ښادۍ او غمونه، ماتې او بریاوې، ناهیلۍاوامیدونه، مینه او کرکه او رزمي او بزمي مفاهیم منعکس شوي دي. کله چې موږ یوه اصیله لنډۍ اورو یایې لولو، سمدستي زموږ په ذهن کې یوه نړۍ مفاهیم، حالات او حوادث را ژوندي کیږي اولکه یورنګه سینمایي فلم زموږ دذهن پر پرده غوړیږي لنډۍ دپېړیو په اوږدو کې له یوې سینې څخه بلې ته اوله یوه نسل څخه بل ته لېږدول کیږي. پر دغه شتمنه ادبي پانګه د ژوند په هره پوړۍ کې زیاتونې کیږي او تازه ساتل کیږي.

دغه ادبي مرغلرې په ټولو پښتني سیمو کې په نالیکل شوي یا شفاهي ډول شته چې د نړۍ په نورو ژبو او ولسونو کې یې ساری نه لیدل کیږي. البته د یادولو وړ ده چې په پنجابي ژبه کې د «ماهیا» په نوم او په جاپاني ژبه کې د «هایکو» په نامه لنډیوته ورته لنډه کي شعرونه شته چې خپله ښکلا لري خو له لنډیوسره د ډېرو شکلي او ماهوي تفاوتونو لرونکي دي. لکه چې د مخه مې وویل پښتو لنډۍ یا دغه اصیلې مرغلرې په ټول ولس کې تیتې دي او خلکو د خپلو سینو په ارشیفونو کې خوندي ساتلي دي. له نېکه مرغه زموږ پر ولس او ادب مینو ځنو شخصیتونو د ستر زیار په ګاللو یو شمېر لنډۍ له کلیو او بانډو څخه را ټولې کړي او د کتابونو په بڼه یې چاپ او خپرې کړي دي چې دلته یوڅونومونه یادوم لکه ارواښادعبدالرووف بېنوا، ارواښاد محمد ګل نوري ارواښاد محمد دین ژواک، ارواښاد مصطفی جهاد، ښاغلي عبدالکریم پتنګ مېرمن سلما شاهین او ځنې نور. ښاغلی سلیمان لایق هم له ډېرو کلونو راهیسې پر پښتو لنډیو کار کوي او د لنډیو د راټولولو تر څنګ د لنډیو پر تحلیل او پېژندنې لیکنې کوي چې ددغې سلسلې ځنې لیکنې یې پخوا خپرې شوي دي. 

ستا د ښایست ګلونه ډېر دي           لمن مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

پوښتنه:

په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور موجود وي، د تاسو په آند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغېز لري؟ شاعر او لیکوال څرنګه کولای شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي؟

ځواب:

دمخه تر دې چې په یوه ټولنه کې د ادبیاتو د هستونې پر بهیر د سانسور د اغیزې په هکله و غږیږو لومړی باید وګورو چې سانسور څه شی دی؟ سانسور د لاتينې کلمې سینسوس یا سینسیر څخه چې د ارزونې په مانا ده اخیستل شوی او اصطلاحي مفهوم یې د دولت یا ټولنیزو او مذهبي کړیوله لوري پر بېلابېلو سمعي او بصري خپرونو لکه ورځپاڼې، جریدې، کتاب، رادیوـ تلوېزیون، تیاتر، انترنت او نورو، نظارت، کنترول اومراقبت ته ویل کیږي. د پخواني روم په دولتي نظام کې د سانسور مامورینو یو ځانګړی مقام او دریځ درلود. هغه مهال د سانسورچیانو دنده داوه چې د خلکو سرشمېرنه وکړي، د مالیې کچه وټاکي او د اوسېدونکو اخلاقي کړه وړه وڅاري. خو کله چې په پنځلسمه زېږدې پېړۍ کې د چاپ ماشین اختراع شو او د لیکل شویو آثاروچاپ او خپراوي پراختیا وموندله د سانسور مفهوم هم تغییر وموند او د اغېزې ساحه یې پراخه شوه. لومړی کلیسا او مذهبي اورګانونو د دیني او جنسي مسایلو په برخه کې سانسور ته مخه کړه او ورسره جوخت دکتاتوري اواستبدادي دولتونو هم د ټولنې د نظم د ساتنې او اخلاقي فساد د مخنیوي په پلمه خو په اصل کې د مخالفو غږونو د خاموشه کولو په مقصد سانسور پیل کړ. د سانسور شوم عمل چې له هم هغو پخوا زمانو راهیسې د نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې عملي کیږي، نړیوال فرهنګ ته ستر زیانونه اړولي دي. د سانسور په نتیجه کې که له یوې خوا د ادبي او فرهنګي آثارو د پراخې هستونې مخه نیول شوې له بله پلوه ډېر ارزښتمن آثار له منځه وړل شوي او سوزول شوي دي.

د سانسور تر ټولو منفي او خطرناکه پایله داده چې شاعر، لیکوال او هنرمند مجبوروي چې خپل ځان پخپله سانسور کړي (خود سانسوري). ددې لپاره چې آثار یې د سانسور له فلتر څخه په آسانۍ تېر شي یا له خپلو یو شمېر اندېښنو او فکرونو څخه تېرېږي او یا هم خپل افکار په داسې پېچلې بڼه مطرح کوي او د پېچلتیا په داسې پردو کې یې نغاړي چې ډېرو لوستونکو، اورېدونکو او لیدونکو ته د پوهېدو وړ نه وي او یا خو هم مجبوریږي خپل هېواد پرېږدي او په بهر کې خپل آثار خپاره کړي. سانسور هم د استعدادونو د ودې مخه نیسي او هم نه پرېږدي چې ولس ته لازم اطلاعات ورسیږي. سانسور د بیان د آزادۍ مخالفه پدیده ده چې د«فکر او بیان» د ودې بهیر پڅوي. خو له دې ټولو سره سره باید ووایم چې سانسور او سانسورچیان نشي کولای په بشپړ ډول د ادبي، هنري او ژورنالیستي آثارو د ایجاداو خپرېدو مخه ونیسي. ډېر ځله داسې پېښ شوي دي کله چې په یوه هېواد کې کوم اثر د سانسور په نتیجه کې له چاپه لوېدلی او یا له چاپه وروسته یې پر وېشل کېدو بندیز لګېدلی و د اثر اهمیت او جذابیت لاهم پسې زیات شوی او لاس په لاس ګرځېدلی دی. یو وخت په پخواني شوروي اتحاد کې د سولژینیتڅین، بوریس پاسترناک اوځنو نورو لیکوالو او شاعرانو پر آثارو بندیز لګېدلی وو. نتیجه داشوه چې ددغو لیکوالو لوستونکي تر پخوا څو ځلي زیات شول او کتابونه یې بیا بیا په ډېر لوړ تیراژ په بهر کې چاپ او خپاره شول او د شوروی د وخت له وسپنیز کنترول سره سره هغو آثارو په پټه دننه هېواد ته لاره پیدا کړه او دلوستونکو لاس ته ورسېدل. د بوریس پاسترناک د «ډاکتر ژیواګو» کتاب نه یوازې دا چې په روسي ژبه څو څو ځله چاپ او خپور شو بلکې په زیات شمېر نړیوالو ژبو وژباړل شو او فلمونه یې هم جوړ شول. او یا همدا اوس د امریکايي ـ انګلیسي مقاماتو له خوا څخه د ویکي لیکس دانترنیتي پلاتفورم د بنسټ ایښودونکي او چلوونکي ښاغلي جولیان آسانژ تعقیب او زورونه او دهغه د انترنیتي پلاتفورم د بندولو ناکامه هڅې په یوويشتمې پېړۍ کې د سانسور یوزړه بوږنوونکی او کرغېړن ساری کېدلای شي. ویکي لیکس په خپله انترنېتي پاڼه کې د نورو ترڅنګ په افغانستان او عراق کې د غربي هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکاد متحدو ایالتونو له بې شرمانه جنایتونوڅخه پرده پورته کړې ده او دهغودجنایتونوپټ اسنادیې خپاره کړي دي.

پوښتنه:

یوشاعر او لیکوال دیو ولس په ویښولو او د ملي احساساتو په راپارولو کې څه رول لري؟ مهرباني وکړۍ په دې هکله په لنډه توګه معلومات راکړۍ.

ځواب:

شاعر او لیکوال د ملت د ویښ وجدان حیثیت لري. یو ریښتينی شاعر او لیکوال چې خپل رسالت یې په ټولنه کې درک کړی وي، کولای شي د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې د خپل ولس د ویښولوپه چاره کې ستره ونډه واخلي. هغه څه چې شاعر او لیکوال یې د لیدلو توان لري، عام ولس یې نشي لیدای. دا شاعر او لیکوال دی چې د ملي ناخوالو، ټولنیزو بې عدالتیو، ستم او استبداد په وړاندې خپل د اعتراض غږ وچتوي او د خلکو پام ورته رااړوي. بشري تاریخ په نړیواله کچه ډېر داسې شاعران او د قلم خاوندان پېژني چې د خپلو هېوادونو ولسونه یې د آزادۍ او خپلواکۍ د لاس ته راوړلو او د استبدادي او دکتاتوري نظامونو د راپرزولو لپاره تشویق کړي او یا یې د ټولنیزو ناخوالو د له منځه وړلو لپاره هڅولي دي. برنارد دوفونتنل یو وخت ویلې وو چې «کله داسې شي چې یو سړی په یوازې ځان د یوې پېړۍ چیغه پورته کړي». هو، ریښتینی شاعر او لیکوال همدغه سړی دی چې په یوازې ځان د یوې پېړۍ او یو ولس فریاد پورته کوي او د ولسونو د ویښېدلو لامل ګرځي.

پوښتنه:

تاسو د ادبي نقد په هکله څه نظر لرۍ او زموږ په هېواد کې دادبي نقد وضعیت څه رنګه ارزوۍ؟

ځواب:

لکه څنګه چې تاسو پوهېږۍ ادبي نقدیا کره کتنه د ادبي او هنري آثارو دکره کېدو صیقل کېدو او نګه کېدو په چاره کې ستر رول لري. په یوه ټولنه کې د ادبي کره کتنې نشتوالی یا لږوالی ادب او هنر له رکود اوسکوت سره مخامخ کوي او ورو ورو ابتذال د ابتکار اوخرمرۍ د مرغلرو ځای نیسي. خو دلته باید ددې خبرې یادونه هم وکړم چې ناروغه او دشخصي منفي یا مثبتو علایقو پر بنسټ ولاړه کره کتنه هم د هنر او ادب سالمې ودې او غوړېدو ته ستر زیانونه اړوي. کره کتونکی د یو اثر د کره کولو او نقد تر څنګ دنده لري چې د اثر ړندې غوټې پرانیزي، د اثر د هستوونکي روحي او اروایي نړۍ ته لاره خلاصه کړي او بیا اثر تحلیل او تفسیر کړي. د اثر پر تروږمۍ کونجونو رڼا واچوي او پټې او پېچلې خواوې یې لوستونکو ته روښانه کړي، د هغه ادبي او هنري ارزښت وټاکي، دهغه ضعف او قوت، ښکلا او بد رنګي راوسپړي او په اصطلاح سره زر له شګو څخه جلا کړي. ادبي کره کتنه یو اثر له مختلفو خواوو څخه څېړي او ارزونه یې کوي. د اثر ریښې او سرچينې لټوي او د اثر د هستوونکي له ذهن، روح او شخصیت سره داثر اړیکي راسپړي او د اثر هغه پټې او پېچلې خواوې چې کله آن د اثر خاوند ته هم روښانه نه وي، لوڅوي اوتشریح کوي یې. دادبي کره کتنې یوه بله مهمه ځانګړنه داده چې د یوه ادبي او هنري اثر او دهغه د لوستونکو، لیدونکو، او اورېدونکو تر منځ پول جوړوي. کره کتنه مرسته کوي چې لوستونکي، لیدونکي او اورېدونکي د اثر ټولو پټو او پېچلو زاویو ته پام واړوي، په ټوله مانا پرې پوه شي، داثر له سطحې نه د هغه ژورو ته لار پرانیزي او خوند ترې واخلي.

همدا راز کره کتنه پخپله د اثر له هستونکي سره هم مرسته کوي چې د خپل کار په منفي او مثبتو خواوو پوه شي او د خپل ځواک او ضعف ټکي وپېژني. کره کتنه باید بې پرې او د عربو په اصطلاح له «حب او بغض» څخه تشه وي، که نه له شتون څخه یې نه شتون ښه دي.

زموږ په هېواد کې متاسفانه دادبي کره کتنې بهير ډېر ورو او پڅ دی او یو لامل یې زما په آند د کره کتنې او نقد د ودې او سالمې پراختیا لپاره د لازمو شرایطو نشتوالی دی. تر ټولو د مخه باید ووایم چې له بده مرغه موږ تر اوسه د کره کتنې کلتور نلرو. زموږ په هېواد کې دې که چاته وویل چې د سترګو لپاسه دې وروځې دې، هم درنه خوابدی کیږي. موږ عادت کړی چې حق او ناحقه مو صفت وشي او کره کتنې ته د توصیفنامې په سترګه ګورو.

زموږ ځنې کره کتونکي هم د یو اثر د لیکونکي په هکله مخکې له مخکې خپل قضاوتونه لري او په دغو قضاوتونو کې ډېری وخت د اثر د خاوند سیاسي او ټولنیز شخصیت ته پام اړول کيږي نه د هغه اثر ادبي او هنري ارزښت ته. خو دا پدې مانا نده چې زموږ په هېواد کې د کره کتنې په برخه کې هېڅ کار ندی شوی. زموږ یو شمېر لیکوالو د کره کتنې په برخه کې له شته ستونزو سره سره ارزښتمن او لارښودونکي کارونه سرته رسولي دي او د کره کتنې له علمي معیارونو سره سم یې د یو شمېر لیکوالو او شاعرانو شعري او نثري آثار څېړلي او ارزولي دي.

د ساري په ډول کولای شو د ارواښاد محمد صدیق روهي، ښاغلو لطیف بهاند، زرین انځور، اکبر کرګر، بریالي باجوړي. .. او ځنې نورو نومونه یاد کړو.

پوښتنه:

تاسو په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې دننه او بهر زموږ د شاعرانو او لیکوالو فعالیتونه څه ډول ارزوۍ؟

ځواب:

زه د ۲۰۱۰ کال د می د میاشتې په لومړیو کې، په کابل کې د آلمان د فرهنګي مرکز ګویته انستیتیوت په بلنه کابل ته تللی وم او هلته مې «د افغانستان د اوسنیو ادبیاتو شپږم جشن» کې ګډون وکړ. که څه هم هېواد کې زما د اوسېدو ورځې لنډې وې، خو د جشن په ورځو کې مې د یو شمېر پخوانیو فرهنګي یارانو په بیا لیدو سترګې روښانه شوې او په ډېرو خوږو او ترخو موسره خبرې وکړې. ددې تر څنګ د هېواد له یو زیات شمېر ځوانو فرهنګي څېرو سره آشنا شوم چې زه یې د افغانستان د ادبیاتو راتلونکي ته خورا ډېر امیدواره کړم. د خوشالۍ خبره داده چې اوس په هېواد کې دننه د شعر او نثر لیکلو په ډګر کې داسې ځوان استعدادونه رامنځ ته شوي چې سړی په جګ غږ ویلای شي چې په راتلونکي کې به بې له شکه زموږ د ادبیاتو بڼ لا شین، لا ښېرازه او لا سمسور شي. ما هلته داسې شعرونه واورېدل چې سړی کولای شي په ډېره ډاډمنتیا ورته شعر ووایي او د نثر په برخه کې هم له یو شمېر داسې لیکنو او آثارو سره مخامخ شوم چې د وروستۍ لسیزې په بهیر کې کښل شوي او کېدای شي دسیمې په کچه حساب پرې وشي. غواړم دلته یو بل ټکي ته اشاره وکړم او هغه دا چې پخوا موږ په افغانستان کې د لیکوالو ټولنه درلوده چې د هېواد زیات شمېر لیکوالان او شاعران پکې راټول شوي وو. دغه ټولنه له تبعیض او امتیاز پرته د افغانستان د ټولو لیکوالو او شاعرانو یو معتبر مرکز و چې د کلونو په اوږدو کې یې د هېواد ادبي او کلتوري هڅو ته لوری ورکاوه او له ځوانو استعدادونو سره یې د هغو د غوړېدو او سمسورتیا په چاره کې مرسته کوله. د هېواد په بېلابېلو ژبو یې کتابونه خپرول، په ملي او نړیوالو مناسبتونو یې سیمینارونه جوړول، نقد غونډې یې دایرولې او د هېواد دکلاسیکو او اوسنیو فرهنګي څېرو لمانځنه یې کوله، خو له بده مرغه اوس د ړانده تعصب له امله ددغې ادبې معتبرې ټولنې دروازې تړل شوي او پر فعالیتونو یې بندیز لګېدلی دی. که څه هم اوس په هېواد کې دننه زموږ د یو شمېر وتلو فرهنګي شخصیتونو په مټ ځنې کلتوري ټولنې فعالیت کوي او نه پرېږدي چې په هېواد کې د ادب ډیوه مړه شي د هغوۍ ګټورې هلې ځلې او نه ستړې کېدونکې هاند و هڅې ډېرې ارزښتناکې او د قدر وړ دي خو بیا هم د یو سرتاسري او هېوادشمول ادبي انجمن د نشتوالي تشه نشي ډکولای.

ستاسو د پوښتنې د دوهمې برخې په هکله باید ووایم چې په بهر کې هم زموږ لیکوالان او شاعران له یولړ ستونزو سره مخامخ دي چې تر زیاته حده د هغوۍ پر ادبي او تخلیقي کارونو منفي اغیزه ښندي. مثلن له یار او دیاره لیرې په مهاجرت او جلا وطنۍ کې ژوند کول د شاعر او لیکوال لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده، لومړی خو کلونه دوام کوي چې سړی وکولای شي له پردۍ ژبې، پردي کلتور او پردي چاپېریال سره آشنا شي او ورته د زغملو وړ شي، دوهم په غربت کې چېرته ده هغه د شاعر د الهام منبع چې شاعر ته ووایي چې ولیکه. څرګنده خبره ده چې شاعر او لیکوال په بنسټیز ډول د خپل هېواد له پېښو او د خپل ولس له ښو او بدو، خوښیو او غمونو، ماتو او بریو څخه اغېزمن کیږي او په حقیقت کې همدغه خوښۍ او غمونه دي چې د قلم خاوند لیکلو ته رابولي. خو له دې ټولو ستونزو او کمښتونو سره سره زموږ جلا وطنه شاعر او لیکوال قلم پر ځمکه نه ږدي، حوادثو ته نه تسلیمیږي او لیکي، شعر لیکي، قصه لیکي رومان لیکي، څېړنې کوي، له بهرنیو ژبو څخه آثار ژباړي او د ادبي بېلابېلو ژانرونو د ودې په چاره کې ونډه اخلي او خپل رسالت تر سره کوي. همدا اوس موږ د یو زیات شمېر ارزښتناکو ادبي آثارو لوستونکي یو چې زموږ لیکوالو او شاعرانو په جلاوطنۍ کې کښلي دي. هغه څه چې موږ، زموږ د ژبې او ادب لا سمسورتیا او لا غوړېداته هیله من کوي، له خپلې ژبې او ادب سره زموږ د لیکوالو او شاعرانو هغه مینه او علاقه ده چې هم د هېواد مېشته او هم په بهر کې د اوسیدونکو قلموالو په زړونو کې شته.

له تاسو نه ډیره مننه چې زما پوښتنو ته مو پوره اوکره ځوابونه راکړل، د تاسو د برمیال او سرهسکې ژوندپه هیله.

له تاسو څخه هم د زړه له کومې مننه کوم.

په ډیر درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

د ښاغلي کاوون صیب د شعري ټولګو څخه مو څو شعرونه غوره کړي دي، چې تاسودرنو ادب دوستانو ته یې په مینه ډالۍ کوم:

زرغونې هيلې

زما وطنه يه زما د شنو يادونو باغه

زما د ستړو ارمانونو د دمې منزله

زما جنت، زما دوزخ، زما ثواب او ګناه

زما سپرلى، زما خزان، زما د مینې ګله

*    *   *   *

و مې ليدل چې په غمجن زړګي دې اور ولګېد

ومي ليدل چې له سينې نه دې لمبې پورته شوې

ومې ليدل چې د سكروټو په توفان لاهو شوې

ومې ليدل چې له لمنې دې ايرې پورته شوې

*    *   *   *

ومې ليدل چې د آسمان لمنه ډكه شوله

ستا د سرو ګلو په رنګينو رژېدلو پاڼو

ومې لېدل چې د افق شونډې ګلګونې شولې

ستا د غوټيو په نيمزالو نښتېځلو پاڼو.

*    *   *   *

ومې ليدل چې خوشحاليو درنه كډه وكړه

ومې ليدل چې دركې وچ شول د خندا ګلونه

ومې ليدل چې د خزان بادونو ورژول

هم د شينكيو سر درو هم د بيد ياګلونه.

*  *  *  *  *  *  *  *  *  *

ومې ليدل چې په باغونو دې لمبې پورې شوې

ومې ليدل په چمنونو دې اورونه ګډ شول

ومې ليدل چې په بلبلو دې ماتم ولګيد

ومې ليدل چې په ګلبوټو دې لوونه ګډ شول

*    *   *   *

ومې ليدل چې توره شپه درباندې بره شوله

ومې ليدل چې ورېځو هير كه سپين سبا درځنې

ومې ليدل چې سپوږمۍ پريوته او ستوري توي شول

ومي ليدل چې مروره شوه رڼا درځني.

*    *   *   *

خو يه وطنه يه زما د شنو يادونو باغه

تل به سېلۍ، تل به د ژمي تاړاكونه، نه وي

ورېځې به وركې شي، د لمر لوڼې به ونڅېږي

تل به دا توره تروږمۍ، دا ماښامونه، نه وي

*   *   *   *

شپه لا كه هر څومره اوږده هم شي تلپاتې نه ده

وريځې كه هر څومره تيارې وي جاودانې نه وي

د ساړه ژمي يخ وهلې او سړې سېلۍ به

تل د باغونو په رګونو كې روانې نه وي.

*   *   *   *

د پسرلي ناوې به وسپړي د زلفو ولونه

په شنه لمنه به دې وټومبي غمي د ګلو

په سرو غاټولو به رنګينې شي شګنې تالې

په چمنونو كې به جوړه شي سيالي د ګلو

*    *   *   *

باران به پاڅوي له خوبه د ډاګونو بوټي

وږمه به بيا سوو، سپېرو لښتو ته سا وركړي

شبنم به پرېمينځي په مينه د غوټيو سترګې

لمر به د ګلو اننګيو ته ځلا وركړي.

*   *   *   *

په خړو دښتو به روان شي د رنګونو بهير

په سپېرو بوټو به رابره شي دګل سندره

په سرو غوټيو به جړاوې شي د ونو غاړې

په باغ او راغ به راخپره شي د بلبل سندره.

*    *   *   *

په تورو ورېځو كې به تم شي د سكروټو باران

د شپې په څڼو كې به وچ شي د لمبو ګلونه

د تروږمۍ سينه به څيرې شي د لمر په توره

د شفق باغ كې به سمسور شي د سپېدو ګلونه.

*   *   *   *

بيا به ګلان په وربل كېږدي كليوالې نجونې

بيا به باغونو ته ستنې شي مسافرې مرغۍ

بيا به په غرونو كې غرڅې دمشكو ساه وكري

بيا به په ځالو راخورې شې مهاجرې مرغۍ.

*    *   *   *

بيا به د ګلو په سين ولامبي شډلې دښتې

بيا به خړوب شي په شنېليو دا سپېره ډاګونه

بيا به د باغ په زړه كې وټوكي زرغونې هيلې

بيا به د تيږو ذهن ونازوى سره يادونه

  آلمان  دسمبر سال ١٩٩۶

د باد په كجاوه كې

ملا د باد په كجاوه كې راغی،

ملا د وريځو د اوښانو له كاروانه سره،

په ښار راننوته

كې يې، "خورجينه" او په

يو څو ناچلې،

له تاريخه غورزېدلې

راوړي. "كرنسۍ "

 ملا، كوڅه په كوڅه ګرځي له ښاريانو نه خندا را نيسي.  

*   *   *   *

ملا ټوپك غاړې ته واچاوه، جګړې ته ولاړ،

رنګوي، كوي، جامې "غزا " ملا

ملا په سپينو، نا زنينو ګوتو،

د خپل لنډي ټوپك ماشه راكاږي،

راوړى. په كاله باندې يرغل "كفر " ملاد

 *    *   *   *

ملا په سپينه بادي اوښه باندې زين كېښوده،

ملاته ګوره:

، "شهيد " شو، هم "غازي " هم

هم سلامت،

بېرته تر كوره راغى.

ملا بزګر شو، په پټيو كې سكروټې كري

ملا د سرو لمبو سترۍ ټولوي.

او د لوګيو درمنده ته له خندا شين دى.

*    *   *   *

ووت. "محرابه " ملا ياغي شو، له

ملا د خداى خونه په تيږو ولي،

ملا په سر د كاغذي ګلونو تاج راوړى،

 ملا د تخت په طلايې مورګو لاسونه ايښي.

*    *   *   *

ملا بې سته، بې پوښتنې د جنت په دروازه ننوت،

ملا ساقي شو،

ملا ويشي د كو ثرو،

پيالې،

ملا د حورو، له غوښنو ګلابې شونډو مچكې اخلي.

شمله بنګ و تړل. "سپېڅلې " ملا په سپينه او

*    *   *   *

. ملا باران شو

ملا، باد شو،

ملا، وورېده،

ملا د وريځو له ړندو سترګو نه و څڅېده.

او ملا سپين شو،

ملا سور شو،

ملا تور وخته،

ملا د تورې شپې څادر شو، په ښار وغوړيده،

او ملا سيورى شو،

خو نه پوهيږم،

چې د څښتن، كه د شيطان سېورى

د جانان سيورى، كه د ځان سيورى.

 ١٣٧١) كابل /٣/١۵ (

غلې نغمې

په بڼو ستوري زنګوم داشنا كلي ته ځم

سترګې په لاره غوړوم، دآشنا كلي ته ځم

كلى خاموشه، ګودر شړ، كوڅې له دوده ډكې

رقيبه، كډې باروم، دآشنا كلي ته ځم

په شپو لړلي سرګردانه مسافر وختونه

ورو، ورو له سره تيروم، دآشنا كلي ته ځم

ريښې ريښې ګريوان مې لاړو درقيب ګوتوكې

دننګ ځولۍ پيوندوم، دآشنا كلي ته ځم

بلبل له غږه بيګانه، ګل له بلبله پردى

غلې نغمې مې ژړوم دآشنا كلي ته ځم

فبروري / ١٩٩۴ آلمان

درنه ځمه

درنه ځمه، مجبوري ده، درنه ځمه

په قسمت کې مې خواري ده درنه ځمه

ګوره ماته په غصه نه شې وطنه

راته پېښه نا چاري ده درنه ځمه

کابل هوایي ډګر د غبرګولي شلمه (۱۳۷۱)

خدای پامان

درنه لاړم خدای پامان، زخمي کابله

زما روحه، زما ځان، زخمي کابله

درنه لاړم خوله زړه مې وینې څاڅي

تانه جار، تانه قربان، زخمي کابله

کابل هوایي ډګر د غبرګولي شلمه (۱۳۷۱)

د اغزو په سر

خپل رانه پردي شول، د پردو په سر

ګل راته اغزي شول، د اغزو په سر

نن څومره راټیټ شولو اسمان په ما

ستوري مې ځلېږي، دبڼو په سر

ژبې یې دسترګو راته وویل،

ژوند دی تېروه یې دلمبو په سر

تېر شولو بلبله د ګلونو وخت

اوس دې زندګي شوه د اغزو په سر

ګوره اشنا پسرلنی ښایست

خاندي یې ګلان، د اننګو په سر

خیر دی که یې سترګې درواغجنې شوې

پالمه یې مینه، دلیمو په سر

المان سپتمبر (۱۹۹۲)

ساقي د ګلو وخت دى

 ساقي دګلووخت دى، يوه مسته پياله راكه

له عقله مې پردى كه، په جنون مې مبتلا كه

كه رڼا تيارې رڼا ډيوې دميوو بلې كه،

ماتم له سره واړوه، وختونه په خندا كه

دزهد شپه سبا كه درواغجن زاهد رسوا كه

كه تورې نښې دتقوا دجام په لمبو پاكې،

څپې درڼا پورې كه، په تورو ماښامونو

دشپې زلفى جړاو كه، دسكروټو په لالونو.

 *    *    *    *

په شنو دښتو راوختې لښكرې دسرو ګلو

ككې دوريځو سرې شوې دالماسو په لونلو

 راخېژي له چمنه، آوازونه، دبلبلو

غاټولو په سر ايښي رنګينه پيالې دملو

غونچې دګلو راوړې مستو پيغلو په وربلو

وږمې زلفې خيشتې كړلې په عطرو دسنځلو

څپې شوې درنګونوپه تمامې دنيا پلنې

په سرو غميو ډكې شوې دشنه آسمان لمنې.

 *    *    *    *

ساقي دګلو وخت دى، ګلالي شول غاړې غرونه

درنګ په سين كې لامبي، يخ وهلي ګلكڅونه

دغره په دړه كاږي لمر، دزرو انځورونه

په شنه سهار كې پرانيستل، غوټيو ګرېوانونه

په خړو دښتو اوري، دياقوتو بارانونه

سپرلي په غاړه راوړل دسنبلو امېلونه

په غره او په راغه كې، د وږمې زلفې خورې دي

له ځمكې خوټيدلې بيا درنګ اوبوى چينې دي

 *    *    *    *

ساقي دګلووخت دى، بيا دوران شو دمستيو

په مړو بوټو كې وچليده سا د پسرليو

پيغام دژوند راوړى غزلبولو توتكيو

ددښتې ناوې كيښودل خالونه د كيږديو

قالينې غوړيدلي، په ډاګونو، په غونډيو

صهبا په تږيو وېشي خوږې شونډې د شهيو

دمشكو عطر وشيندل په غرونو كې هوسيو

اوږۍ دغوټۍ پورې شوې د څانګو په غړيو.

 *    *    *    *

ساقي دګلو وخت دى راچې پورته كړو جامونه

په چيغو كړو روښانه، دا خاموشه ماښامونه

دتورې تروږمۍ په زړه كې بل كړو سره اورونه

د درد په ستنه وګنډو، د زړونو پرهرونه

دشپې زلفو كې وټومبو، دسپين سهار ګلونه

د باغ له سترګو ووينځو، د يخ ژمي خوبونه

راووځو له ځانه او ور ګډ شوو په جهان كې

ځان ووينو له سره بيا په سترګو د جانان كي.

 *    *    *    *

ساقي د ګلو وخت دى، بهارونه لا ژوندي دي

دتاك مړاوو رګونو كې، اورونه لا ژوندي دي

دمينې درد آباد كې، فريادونه لا ژوندي دي

دسترګو په چينو كې، دريابونه لا ژوندي دي

لا ماتې ارادې نه دي، هوډونه لا ژوندي دي

لا سوي پتنګان نه دي، اورونه لا ژوندي دي

دا باغ به بيا خړوب شي د بلبلو په سندرو

دا ونې به سينګار شي، درڼا په مرغلرو

ورى (١٣٧٠)كابل

د يقين په لټه

  كې مې لوستلي "سيپارو " ستا دسترګو

، " آيا تونه " دتلپاتې خوږې مينې

 كړل " قضا" څه پرواده كه لمونځونه مې

ستړې نه شوې " ذكر" يا مې شوندې ستا په

سپيڅلى درته ساتم " مسجد" دخپل زړه

بلوم پكې داوښكو څراغونه.

*    *   *   *

 ونيوه بتانو، دې " كعبه" چى دمخ

له تندي نه مې زاړه خاپونه لاړل

زه خو هسې دسجدو سوداګر نه يم

نه جنت غواړم نه سره دوزخ ته ژاړم

ماته نه كړم " طهورو " به په "روژه " خو

" زكاتونه" كه نصيب مې شول دشونډو

, دكوثرو دپيالو په تمه نه يم

بس يوازې يو ديدن درځني غواړم

خپله وركه لټوم ستا په پيدا كې

چينې ته بيايم. " يقين "د  تږې "شك "  د

معبده مې په خپل زړه كې جوړه كړې

پكې ستايمه دمينې شنه يادونه.

 *    *    *     *

د ټول عمر عبادت به ترينه ځاركړم

كه يوه شپه مې منلى په ګناه كړې

له رنګينو جنتونو نه به تير شم

كه يوه پياله سكروټې راته راكړې

ددنيا او دعقبا پروا مې نشته

ما دعشق په پښو كې توى كړل ثوابونه.

 دسمبر (١٩٩٨) آلمان

کالیزه

په هغه توره اوتبجنه شپه کې،

چې تازموږ له کلي کډه وکړه

ما دې دتلو لاره، په اوښکو با ندې ووینځله.

او ستا دپله خاورې مې،

په خپلو سترګو باندې ومو ښلې.

 *    *    *    *

په هغه توره او تبجنه شپه کې،

چې تا زموږ له کلي کډه وکړه،

یوه ترخه او رژوونکې سیلۍ

پوله په پوله او کوڅه په کوڅه وګرځیده،

اودخندا ګلان یې ورژول.

له هغې شپې نه بیا تراوسه پورې،

زموږ دکلي دبامونو په سر،

څوک کشمالي نه کر ي،

او دویالې په غاړه،

ویلني نه ټو کیږی،

او دګودر دشنې جلګې له پاسه،

له سرو منګیو نه یوازې څو کودي پاتې دي.

 *    *    *    *

له هغې تورې او تبجنې شپې نه،

چې پکې تا له کلي کډه وکړه

دادی کلونه تیر شول

اودزمان دکتاب ډیرې پاڼې واوښتلې،

نه بیا دکلي دبامونو په سر،

چا کشمالي وکرل

نه دویالو په غاړه،

ویلیني وټوکیدل

او نه ګودر بیا په منګیو، پټ شو.

 *    *    *    *

په هغه توره او تبجنه شپه کې،

چې ته له کلي لاړې

خندا له کلي لاړه.

ګلان له کلي لاړل

او اوس دکلي په آسمان کې ستوری نه ځلیږي،

سپوږمۍ دوریځو تور ټیکری اغوستی

آسمان له ځمکې مرور، ځمکه له ستورو ځنې،

وږمه له باغه بیګانه،

ګل،

                      له بلبله،

                                       پردی.

هره شیبه اوهره ورځ ده دماتم کالیزه،

دغم کالیزه،

دستم،

                   کالیزه.

کابل، (۱۵  / ۴ / ۱۳۶۶)

د ماښامونو په دار

وس راباندې وكوه، ګيله مې په خوله نه راځي

دود مې كه اسمانه خو شكوه مې په خوله نه راځي

مينې مې د ژبې په سر نوم د يار كرلى دى

څه وكړم زاهده چې توبه مې په خوله نه راځي

سر به لكه شمه د لمبو په بيه وركړمه

پت به د عشق وساتم، پلمه مې په خوله نه راځي

هسې يې د سپينې خولې په تمه تومتي شومه

مست يې په كتويمه، بوسه مې په خوله نه راځي

ما يې د تسبو په لړ كې كفر د ابليس وليد

 موړ يې له سجدونه شوم، کعبه مې په خوله نه راځي

زه دسجدو نه یم، زه دسر دټیټیدو نه یم

وخته! د تسليم توره قصه مې په خوله نه راځي

هر تورى زخمي دى، هر غزل د وينو رنګ لري

هيرې مې سندرى شوې، ټپه مې په خوله نه راځي

شيخه درواغجنه د جنت د پرښتو غله

تا چې دلته وكول، هغه مې په خوله نه راځي

ته خو به مې غږ د ماښامونو په دار پورته كړې

زه به چيغه چيغه شم، روژه مې په خوله نه راځي.

١٣٧١ د ١٨غبرګولي كابل،

ماڼۍ که جونګړه؟

نوره دې نه یادوم،

نور دې دکور له مخې نه تیریږم

نور دې کوڅه په اوښکو نه وینځمه،

نوردې دکلي دچنار په ډډه نوم نه لیکم،

نور دې دپله خاورې په سترګو باندې نه موښمه

اونور دې لاره دګودر نه څارم.

   *    *    *    *   

آرمان، آرمان هغه خوږې د انتظار شېبې مې،

چې ستا د زلفو په دار و ځړیدې.

آرمان، آرمان د هیلو تاندې نا زنینې غوټۍ

چې ستا د مینې په اور وسوزېدې.

آرمان، آرمان هغه د کلي د سنځلو ګلان

چې د نا پایه پسرلي په سهارونو کې مې

ستا د راتلو په لاره وغوړول.

اوله رنګینو امیدونو نه مې،

تا ته د زړه په سر ماڼۍ جوړه کړه،

خو ته یوازې د یوې شېبې، یوازې د یوې،

لنډې شېبې له پاره

زما د هیلو رنګینه ما ڼۍ ته ننوتې،

بیا دې په سرو منګلو،

زما د زړه په وینو،

زما د هیلو د ما ڼۍ په دیواله ولیکل،

چې دا جونګړه خو زما د اوسېدلو نده

او بیا د تل له پاره،

زما د زړه له کوره ووتلې.

    *    *    *    *   

نوره دې نه یادوم،

نور دې د کور له مخې نه تېرېږم،

نور دې کوڅه په اوښکو نه وینځمه،

نور دې د کلي د چنار،

په ډډه،

نوم،

نه لیکم.

کابل ۱۳ ۷۰/۴/۱۹

راشه پسرليه

راشه پسرليه، دغوټيو له باران سره

سېل د رنګ او بوى سره دمشكو له كاروان سره

راشه دغوټۍ له سترګو پريمينځه رانجه دخوب

راشه د زخمي زخمي غاټولو له درمان سره

راشه چې جړاو شي په غميو، نښتېځلى، باغ

راشه پسرليه، دګلونو له توفان سره

راشه چې دونو په ښاخونو پاڼې وناڅي

ترانې ووايې، دغرو مماڼې وناڅي. باد

*   *   *   *

ژمى دى خفه نه شې دګلودغونچو په ځاى

مونږ درته په لاره زخمي زړونه غوړولي دي

خير كه وچكالي ده نه شبنم شته نه باران اوري

ستا دراتلو لارې مو په اوښكو، پريمينځلي دي

اور مو په سر وړى، خو ډيوې مو لګولي دي

زړه د تروږميو كې مو ستوري ځلولي دي

 زموږ كلي ته لمر راوله! راشه پسرليه

بيرته يې پخلا كه، د عمرو مرور راوله.

*    *   *   *

راشه چې باغونه مو ساړه ژمي وهلي دي

راشه چې ګلونه دخزان سيلۍ زپلي دي

راشه چې دبوټو په رګونو كې سا وچه ده

راشه چې غوټيو په سرووينو كې لمبلي دي

دښتې سوزيدلي، چمنونه رژيدلي دي

كرښې دقسمت يې په لمبو راته ليكلي دي

بس دى د اورونو، دسوځونو كتاب واړوه

بس دى پسرليه، دغمونو كتاب واړوه.

*    *   *   *

څه دى بهار څه دى، چې رڼا دمستۍ نه لري

سا دمستۍ نه لري، صهبا دمستۍ نه لري

شور دمينې نه لري، سور اور دمينې نه لري

څا څكو دشبنمو كې ځلا دمستۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې موسكا دغوټۍ ورېبي

څه دى بهار څه دى چې خندا دمسنۍ نه لري

څه دى بهار څه دى چې ويدې نغمې نه پاڅوي

تاندې غوټۍ ويښې نه كړي، شنې وږمې نه پاڅوي.

*    *   *   *

راشه پسرليه، چې دلمر ګلونه وخاندي

توره شپه سبا شي، دسحر ګلونه وخاندي

باغ په خندا سر شي، لر او بر ګلونه وخاندي

راغ غونچې، غونچې شي پيغامبر ګلونه وخاندي

بيا دپيغلو نجونو په ټټر ګلونه وخاندي

غر په ګلو پټ شي په كمر ګلونه وخاندي

بل شي په سپېرو دښتو، دګلو څراغونه بيا

پورته شي، رپانده دغاټولو بېرغونه بيا.

*    *   *   *

راشه په سپېرو دښتو كې سا د ژوندون وكره

راشه په سړو زړونو كې اور د جنون وكره

راشه بيا روښانه كه دمينې دمزلونو لار

راشه د ليلي زړه كې وفا دمجنون وكره

راشه تږې تالې دوږمې په ميو مستې كه

راشه د ماښام په دښته، سپين سباوون وكره

راشه پسرليه، باغ ته ناوې دګل راوله

ساندې ترانې كه، وزرماتى بلبل راوله.

*   *   *   *

تركې دبګرام درنه جامونه دسوما غواړي

غواړي، نڅا شورغواړي، شررغواړي، نغمې غواړي

پيغلې دبخدي درنه دردونوته دوا غواړي

بيا په نو بهار كې دبهار مسته خندا غواړي

پريږده له قفسه، ښايسته بلبلې والوزي

دا زخمي غوټۍ له تا نه شونډې دموسكا غواړي

زيب يې د پيكيو شه، ګلاب دګريوانه يې شه

سوز يې د سندرو شه، رباب د زنګانه يې شه.

*    *   *   *

بيا به دا خزان، خزان وختونه بهارونه شي

بيا به دا شډل، شډل ډاګونه چمنونه شي

بيا به دا اغزي، اغزي باغونه سره ګلونه شي

بيا به په رنګينو ګلو، ښكلي وربلونه شي

بيا به غم وهلي ماښامونه، سهارونه شي

بيا به دسپين غره غاړې ته ستوري امېلونه شي

بيا به دكابل لمنه ډكه په ګلونه شي

بيا به د (بابا) پګړۍ جړاوه په لعلونو شي.

*    *   *   *

تا كه پسرليه، دګلونو ګيډۍ راوړلې

تا كه د وږمې په وزر تاندې غوټۍ راوړلې

تا كه درڼا ناوې له تورو شپو راوايسته

تا كه دباران د رڼو څاڅكو ډولۍ راوړلې

تا كه په خاموشو ماښامونو كې شور وكره

تا كه زخمي زړونو ته د مينې پټۍ راوړلې

ته به ابدي شې، ته به پاتې شې په زړونو كې

ته به د ژوند سا شې، په ډاګونو، په باغونو كې.

١٩٩٩/٢٠/ آلمان،  ٢

دسکروټو په اقلیم کې

د سکروټو په اقلیم کې، ګلان نشته

په خوږ لن کې غاټول کله زرغونېږي

ګله! بل چېرته یې څاره د وږمې لار

سیلۍ ستا په پسته ژبه نه پوهېږي

د وطن بوی

له بیدیا نه راجګیــــــــــــږې دچمن بوی

دګـــــــل مخـــــــــــو پسرلیو، دبدن بوی

ما دسوې زړه کړکۍ کړه ورته خلا صه

چـــــاپـــــه زلفو کې راوړی دوطن بوی

یوه هیله

تورې خاورې به یې پورې کړم په سترګو

که قسمت یو ځلې بیا وطن ته بوتلم

خپلې اوښکې به یې پرخه کړم د ګلو

که کوم باد هغه ښایسته چمن ته بوتلم.

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

 

www.esalat.org