Tue Jun 30 2015 12:26:32

 
نور محمد غفوری

 

 بې لــــه تا نـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم

 

بې لــــه تانـــه د جــنت پـــه لـــــوري نـــه ځــم         که دوزخ وی، خو جوړه به درسره ځم

دا  څـــــه نــــــوې  خـــــبـر نـــه ده  نـازنـیـنې          هـا پــخـپـلـــــه پـــخـوانۍ مـــواعـده ځم

چې د عشق په اورکې سوی تک تور سکور یم          هـــــمـدا لاره مې ده لــویه فــریضه ځم

د رقـیـب لــــه تـهـمــتونــــو مې بــاک نـشــــته          زه پـــخـپـله کــره لار، غــره غــره ځم

څو ژوندی یم، څوچې ساه مې ځان کې ښـوري          دا  د عشق او عاشـــقانـو پــه نعــره ځم

بل مې هــیـڅـوک رهـــنما او رهـــبـر نشــــتـه          بس د میـنې پــه فــــرمان او رائحـه ځم

ماچې ځـــان د خـپـل وطن لـــه پــاره وقــف کړ         پښیمان نه یمـــــه، هـمدا مې ګــزینه ځم

زمــا ځــواک کــمــزوری مـــه بـولــــه رقـیـبـه          تـنـــها نـــه ځـم د ملګــرو مـجموعه ځم

 

 

  

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org