اســـــــــد زمری

 

 

د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځې په مناسبت د افغان رنځیدلو او محکومو ښځو ته په دی هیله مبارکۍ وایم چی د ځان د آزادۍ تکل پیاوړی کړي او د بریالیتوب پوړۍ ته یی زمونږ په ژوندانه کی ورسوی، دا نظم له تاسی ځار

ښځه

د ستر خالق د هستونو بی مثاله شاهکار،

د طبعیت د تکامل د څلې لوړه څوکه،

او د لطیفو عواطفو دا ژور سمندر،

په ځان ښیندنې او په زغم  کې لکه غر داسي ستر،

د شفقت کان او د مینې مقدسه مولا،

د ژوندانه د کږلیچنو آزموده رهنما،

د تعقل او د کلتور دغه ځلانده غمی

د تحول او پرمختګ دغه بی ویری اتل،

د آزادۍ - برابرۍ دشمعې سوې پتنګ ...

***

 دا نه «سیاه سره»، نه «عیال» ده او نه هم «عاجزه»

«کډه» هم نه ده او یوازې «کورودانه» نه ده .

او د جاهلو او ړندو په ډیر معیوب منطق کې :

ناقص العقل، ناقص الدینه نه ده!

آزاد انسان ده او نور وینځه نه ده!

او د ناولو فحاشانو د هوس نانځکه هم نه ده دا .

***

چې انسانیت يې د بقا او خپل دوام په خاطر،

په درناوي او د منت بدل کې سر ټیټوي ...

هر نارینه چې نارینه وي نو پرې سر ورکوي ...

وفا او زغم، ګذشت او صبر یې له عجزه نه دی ...

هر نابغه ددې له عقله او وجوده پیدا،

هغه چې ټول جهان پرې ویاړي دې روزلي دي ټول،

پخپله دین، ایمان، مذهب ده دا سپیڅلی موجود،

دا الهه ده خدای خلق کړې پرستش لپاره :

دا مقدسه موجود مور ده ...

دا مو خور ده، دا آنا او دا ترور،

دا مو توړۍ ده، دا زمونږ د ستړي ژوند ملګرې ...

دا مو د ژوند خوږه میوه ده د لورکۍ په نامه.

 ***

جنت ددې په غیږ کې،

ثواب ددې وجود کې،

جهان ددې په لاس کې،

لویې ددې په زړه کې،

ښکلا ددې وینځه ده،

نیکمرغۍ دې سره ده،

خوشحالي دا راولي،

***

ددې په ښکلي مخ د غم ګرد د لیدلو نه دی.

دغه موجود که نمانځئ نه، د ځورولو نه دی.

دا چې وي خړه او خفه ورته آسمان ژړیږي،

پردې ګوذار باندې د خدای عرش او دربار لرزیږي.

په سپکه سترګه او په ټیټ نظر کتل ښځې ته...

د انسانیت د ستر مقام د سپکاوې معنی ده؛

ددې درنښت دی د مریم او آمنې درناوۍ،

ددې درنښت دی د آدم او د حوا درناوۍ،

څوک چې انسان وي د انسان د خالق قدر کوي

د خپلې مور خپلې میرمن او د خور قدر کوي

***

افسوس زمونږه په حال افسوس او بیا هم سل افسوسه...

چې د افغان وطن کې :

چې یې سوما، او سروشه، اناهیتا لمانځله،

چې یې میترا، سوریا او هم یې اندیرا لمانځله؛

او د عالم د اداری لپاره اهورا مزدا.:

صرف فرشتي ټاکلې.

افغاني ښځې نن په ډیرو ځنځیرو تړلې...

تن یې زخمي، میړه یي مړ او په اولاد ده بوره،

کله سنګسار شي، کله پری کړي ورته غوږ او پوزه،

کله له ډیرې ناچارۍ نه ځانته اور واچوي.

د څو وحشیانو په نظر کې اوس لا هم وینځه ده

چې نه د ځان اختیار لري او نه د خپل د اولاد .

****

خو ګرانې خورې، درنې مورې، راته ګرانې لورکۍ

چې ځان څوک خلاص نه کړی له بنده، بل یې نه خلاصوي

ای د ملالۍ خورې ، داناهیتا ملګرې

د رابعې همزولی ای د ثریا لوره کې

د تا ژړا او سلګۍ

زما فریاد او ساندې

نه کوم اثر لري او نه هم څه ترې لاس ته راځي

پاڅه را پاڅه!!

د فرخندی په وینو سور پړونې...

لکه کاوه، د آزادۍ او سولې،

د سوکالۍ او تمدن لپاره . . .

او د روانو نارواو او ظلمونو پرضد،

 رپاند بیرغ کړه ځانته.

او ملا دې د رخشانې د سنګسار شوی شنه بدن کسات،

او د بابک د پاکو لوڼو د عفت په کسات

په شنه ټیکري وتړه !

او دغه تور زندان يې مات کړه ورته!

او دغه تور دوران ته نور د رڼا ټکی کیږده!

۶/۳/۲۰۱۷

ویسبادن

مریم د عیسی ع مور، آمنه د محمد ص مور، سوما د مقدسو شرابو بوټي، سروشه د قانون الهه، اناهیتا د باران او حاصلخیزی الهه، میترا د روښنایی الهه، سوریاد لمر الهه، اندیرا د جنګ الهه، رابعه بلخی افغانه شاعره او د موجودو قیدونو پر ضد د قیام سمبول، ملاله د میوند اتله، اناهیتا دکتور اناهیتا راتب زاد د ښځو د نوی نهضت بنسټ ایښودونکي او د ښځو د حقوقو مبارزه، ثریا ملکه ثریا د اعلیحضرت امیر امان الله خان میرمن او د ښځو د نهضت او حقوقو غوښتونکی، د بابک خرمدین په دوه پیغلو لوڼو د اشغالګرو  عربو "خلیفه " تجاوز وکړ او دشکرانی لمونځ یی ادا ء کړ، ناهيد هغه افغانه پیغله چی د وحشی جهادیانو له ويری او  خپل عصمت د ساتنی په مقصد ځان د مکروریانو د یوه بلاک له پنځم پوړه را ګوذار کړ.

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org