پنجشنبه، ۷ مارچ ۲۰۱۲


اسدالله زمری

                           

افغانې ښځې ته د افغان نارېنه اعتراف

 خجلت

 ما مې خپلې خوشحالۍ ته، ته لمبه کړې

هم مې غم کې د ژوندون یوه، اسره کړې

چې تیارې مې کړې د وران انګړ روښانې

ته مې را وستې او ځان ته مې ډیوه کړې

زه دې مست شوم له اداء او له خندا نه

ته مې جام کړې، ته مې می او پیمانه کړې

ګام په ګام راسره سر په ورکه لار شوي

ته مې لاس ته خپل امسا، د زړه شيمه کړې

زه خجل یمه له دې داد او ګرفته

په بدل کې مې ته خړه او خفه کړې

۲۰۰۴/۹/۲۴

 

 

 

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org