سه شنبه، ۲۷ اکتوبر ۲۰۰۹

 


اسدالله زمری

*  *  *

په پاکستان او عربی متحده اماراتو کی د افغانانو د غیر انساني زورولو او شکنجو په اړوند:

 

 

 خواری ۱

 

د افغان دا خوار حالت ته چې نظر کړم

وينې څاڅي راته خپل زخمي زړګي نه

چې د ژوند له انګازو ئې توفان جوړ وو

نن آزار دي بې وسۍ کې له مرګي نه

چې غړمبا ئې د زمرو زړه وو چوولی

د چنګښو شو خوراک له بې ننګي نه

د افغان ستره ټبره څه هیرجن ئې

د پلرو توره دې هېره کړه خواري نه

خدایه څومره به افت را اوروی پرې

یا ئې لوړ کړه بیرته، یا ورک له هستي نه

 

۱د «ساقي ټوله میکده دې ترېنه ځار شه پښتنه چې جام راډک کړي له منګي نه» په آقتفا

 

 

 

توجه!

کاپی و نقل مطالب از «اصالت» صرف با ذکر منبع و نام «اصالت» مجاز است

کلیه ی حقوق بر اساس قوانین کپی رایت محفوظ و متعلق به «اصالت» می باشد

Copyright©2006Esalat

 

www.esalat.org