چهارشنبه، ۲۰ اگست  ۲۰۰۸

المپيک:
 افغانستان لومړنى مډال وگاټۀ

د ٢٩ مو المپيک لوبو په ترڅ کې د افغانستان تيکواندو لوبغاړي روح الله نيکپا
 نن (چارشنبې د زمري ٣٠ د اگست ٢٠) د ژيړو مډال وگاټۀ .

ښاغلي جگدلک وويل چې يوې مرستندويې موسسې په کابل کې ويلي چې دغه لوبغاړي ته به ٥٠ زره ډالره انعام هم ورکوي .

د ٥٨ کيلو گرامه وزن په لوبو کې روح الله نيکپا خپله لومړنۍ لوبه د جرمني له تونکت ليوينت څخه څلور درې وگټله .

که څه هم روح الله نيکپا په منځلوبه يا کواټر فاينل کې د مسيکسو له لوبغاړي لوبه وبايلله خو مکسيکويي لوبغاړى خپله نيمه پايلوبه هم وگټله او په دې ډول افغان لوبغاړي د ژيړو د مډال لپاره موقعې وموندله .

د ژيړو لپاره روح الله نيکپا د برتانيا يوۀ لوبغاړي او ورپسې اسپانيوي لوبغاړي انتونيو روموز ته ماتې ورکړه .

انتونيو روموز د تيکواندو نړيوال اتل و په دې ډول د افغان لوبغاړيي دغه برياليتوب لا ډير د پام وړ دى .

افغانستان ښايي د بل مډال گټونکى هم شي ځکه چې په تيکواندو کې بل افغان لوبغاړى
نثار احمد بهاوي به د پنجشنبې په ورځ لوبې کوي .

نثار احمد بهاوي د ٦٨ کيلوگرامه وزن په سياليو کې د امريکا له لوپيز مارک سره سيالۍ ته وتونکى دى .

افغانستان په لومړي ځل په ١٩٣٦ کال کې په المپيک لوبو کې گډون کړى و .

په هغو لوبو کې چې په جرمني کې ترسره کيدې د افغانستان د هاکي ملي لوبډلې له ډنمارک سره لوبه شپږ په شپږ مساوي کړې وه او همدا يې تر ټولو ښه لوبه وه .

په راوروسته کلونو کې افغان لوبغاړو تر ډيره په لومړنيو پړاونو کې لوبې بايللې وې .

له ١٩٣٦ کال راهسيته په ترسره شويو ١٧ المپيک لوبو کې افغانستان يوازې په ١١ کې برخه اخيستې ده .

د طالبانو له نسکوريدو راهيسته افغانستان په بيلا بيلو نړيوالو لوبو کې ځليدلى دى .

څو کاله وړاندې يوې افغانې ميرمنې په اسيايي لوبو کې هم د ژيړو مډال گټلى و .

د افغانستان د المپيک کمېټې مشر انور جگدلک وايي په تيرو کلونو کې افغانستان په گڼو لوبو کې تر دوو سوو ډير مډالونه گټلي دي .

په ډله ييزو لوبو کې هم د افغانستان د فوټبال لوبډلې په لومړي درې لوبې په همدې تيرو کلونوکې وگټلې .

د افغانستان د کريکټ لوبډلې بيا په نړيوالو سياليو کې دوه اتلولۍ گټلي دي .

افغان لوبغاړي وايي که چيرې موقعې او شرايط ورته برابر شي نو دوى د دې وړتيا ښوولې ده چې په نړيوالو سياليو کې وځليږي .

د لوبو مينه وال وايي په المپيک لوبو کې لومړنى مډال د افغان لوبغاړو د دعوې ښکاره ثبوت دى .

 





      منبع : BBC 

 

توجه !

کاپی و نقل مطلب فوق صرف با ذکر نام و ادرس سایت «اصالت» مجاز است !

  

 

www.esalat.org